څه ډول د منفي احساساتو له زیان څخه ځان وژغورو!؟/ ژ: احمدضيأ فضلي

0 668

د انسانانو د بریالیتوب او نېکمرغۍ تر ټولو لوی دښمنان منفي احساسات او د هغوی ډولونه دي. مثبت احساسات وړتیا بخښونکي دي، خو منفي احساسات وړتیا اخیستونکي دي.
د دې لپاره، چې وغواړو خپلې موخې او بریالیتوب په لاس راوړو، نو وړتیا یا قدرت ته اړتیا لرو او دا وړتیا یوازې په مثبتو احساساتو ټینګېدلای او لاس ته راتلای شي.
منفي احساسات د دې لامل ګرځي، چې ټوله وړتیا مو له منځه لاړه شي، نو لومړنی ګام دغه دی، چې د منفي احساساتو له زیان څخه ځان خلاص کړو او خپله وړتیا، انرژي او وخت د خپل پرمختګ، بریالیتوب او موخو ته د رسېدو په لاره کې په کار واچوو.
په ټوله کې یو قانون شتون لري، له هر شي سره، چې وغواړو مبازه وکړو پیاوړي کېږو، منفي احساسات هم همدا شان دي، که وغواړئ مبارزه ورسره وکړی پیاوړي او لا پیاوړي کېږئ، نو اړینه ده، چې له یوې ښې لارې څخه ګټه پورته کړو.
یو کوچنی نیالګی په نظر کې ونیسئ، چې نوی یې سره له خاورو راپورته کړی وي، په پیل کې ډېر سست او ماتېدونکی دی، یو پیاوړی باد او څاروي کولای شي په ډېر اسانۍ یې له رېښې سره یو ځای راوباسي او له منځه یې یوسي، خو کله، چې ورو ورو په وده پیل کوي او یوې پیاوړي ونې ته بدلون مومي، نو کېدای شي په اسانۍ یې له رېښې سره یو ځای راوباسو؟ نه
منفي احساسات هم همدا شان دي، په پیل کې ډېر کمزوري دي او په اسانۍ سره کولای شو له منځه یې یوسو، خو که پاملرنه مو ورته ونه کړه یا مو ارزښت ورنه کړو، ورو ورو په وده پیل کوي او وړتیا اخلي او په پای کې داسې ځای ته رسېږي، چې کولای شي له فېزیکي، روحي او ذهني اړخه موږ له منځه یوسي، نو ښه اند او نظر دغه دی، چې په پیل کې یې کابو کړو او د منظمو لارو چارو له مخې یې په ښه توګه له منځه یوسو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply