هغه (۱۵) شیان چې کاش زه په (۲۱) کلنۍ کې پرې پوهیدای

0 1,253

لیکوال: جیم رون

ژباړن: احمد فرهاد توتاخیل

۱. له تیروتنو سره مینه کول زده کړه.

تل په یاد لره چې له خپلو تیروتنو یې زده کړې او پرمختګ وکړې. په خپل ځان ډیر شک مه کوه. یوه ورځ به دا توانایي پیدا کړې چې د خپل پښیمانتیا شیبو پسې څټ ته وګورې او ور پورې وخاندې. دا د پښیمانتیا شیبې په ژوند کې حتمي دي.

۲. ډیری وخت «هو» وایه:

ځینې وخت د خپل د هوساینې له زون څخه ګام بهر ایښودل او د یو نوي شي را منځته کولو هڅه ګواښوونکې وي، خو ډیر «هو» ویل زده کړه. همدا «هو» ویل به درسره د نويو شیانو د هڅې په پرانیست کې او د نویو فرصتونو په رامنځته کولو کې ډیره مرسته وکړي.

۳. لږ څه، ډیر څه دي:

هڅه مه کوه چې هرکاره واوسې. په یو څو شیانو کې د غوره اوسیدو تمرکز وکړه. هڅه هغه وخت بیځایه کیږي، کله چې په ډیرو لارو وویشل شي.

۴. خپل احساس دې خلکو ته څرګندوه:

که کوم څوک ستا احساسات زیانمن کړي، نو له هغوی سره رښتینی اوسه. که له کوم چا سره د نه منلو وړ ملاقات لرې او همدا ملاقات تاته ښه احساس دربخښي، نو مقابل کس ته ووایه داچې ته په اړه یې څه ډول فکر کوې. کله چې له خپل مور و پلار سره په ټیلفون کې غږيږې، نو ورته ووایه چې «مینه درسره لرم». ژوند ډیر لنډ دی او ښایي هیڅکله هم پوه نه شې چې بیا به کله د خپل احساس د بیانولو فرصت نسبت هغوی ته ومومې.

۵. له بدلون سره مینه کول زده کړه:

یو شی چې کولای شې ډیر پرې ونازیږې هغه بدلون دی. در پیښ به شي او ته به یې مخه ونشې نیولی. تل به آسانه نه وي، خو بدلون په یوه دلیل سره پیښیږي. له بدلون سره روږدی شه.

۶. دومره څه نه لرې لکه څومره چې له لاسه ورکولو باندې یې فکر کوې:

ډیری وخت د لاسه ورکولو ډار موږ له خپلو خوبونو له څارلو څخه بې برخې کوي. کله چې له پوهنتون څخه فارغیږې، ډیر څه نه لرې چې له لاسه یې ورکړې. ولې هغه تجارت نه پیلوې چې تل به دې غوښته؟ زه تاته دا ډاډ درکوم چې ستا تر ټولو ناوړه طرحه دومره هم  ناوړه نه ده.

۷. د خلکو د خبرو په اړه ډیر تشویش کولو ته د پای ټکی کیږده:

د همځولو نظریو ته اجازه ورکول د دې لپاره چې ستا پر تصامیمو اغیزه وکړي، تر ټولو بد شی دی چې ته یې کوې. وروسته به یې درک کړې چې دا څومره احمقانه کار و. یوازینی شی چې ډیر مهم دی هغه دا دی چې ته د خپل ځان په اړه څه فکر او احساس کوې.

۸. له خپل ځان او نورو سره رښتینی اوسه:

له خپل ځان او نورو سره تل ریښینی اوسه. رښتینولي؛ ذهني آرامتیا دربخښي او ذهني آرامتیا خورا ګرانه ده. اړیکې، دروغو ته د پای ټکي کیښودو پر بنسټ جوړیږي.

۹. څومره چې کولای شې له نویو خلکو سره لیده کاته وکړه:

دا به تل درته روښانه نه وي؛ خو له هغو خلکو سره چې لیده کاته کوې کولای شي چې مرسته درسره وکړي. له خلکو سره داسې چلند کوه لکه څنګه چې ته غواړې او د نویو ملګرو په پیدا کولو کې له ځانه لیوالتیا ښکاره کړه. څومره چې ته فکر کوې، له هغه نه نړۍ کوچنۍ ده؛ حیران به شې چې څوک له چا سره په اړیکه کې دي.

۱۰. د یوازې اوسیدو لپاره وخت پیدا کړه:

یوازې اوسیدل هک پک کوونکی کار دی. وخت پیدا کړه چې یوازې د باندې چکر ته لاړشې. د خپل ځان ښه ملګری اوسه، غرمنۍ لپاره د باندې ځه، فلم لیدو لپاره ځه، او په سفر هم یوازې ځه. پوهیږم چې د یوازې اوسیدو مفکوره کولای شي چې فشار راوړونکې او له ډار ډکه وي، خو د خپل ځان په اړه همدا چې یوازې د باندې ځې، ډیر څه به زده کړې.

۱۱. پوښتنه کول زده کړه:

په هرڅه او په طاقه شیانو نه پوهیږې، له داسې خلکو سره به مخ شې چې له تا څخه به ډیر ځیرک وي. پلټونکی اوسه او غوره پوښتنې کوه. تر خبرو کولو زیات نورو ته غوږ نیسه او پوښتنې کوه. ځینې خلک باور نه کوونکې کیسې او درسونه درزده کوي. باید چې پوښتنو کولو ته علاقمندي وښېې.

۱۲. خلکو ته ښه احساس وروبخښه:

هیڅکله د یوې وړې ستاینې قوت هم کم مه بوله. هغو خلکو ته ښه احساس وربخښه چې ستا څخه راچاپیر دي او هرڅه به بیرته در غبرګ شي. خلک داسې بریښي چې د هغو خلکو یاد ته راوستلو لپاره یوه لار پیدا کړي چې دوی ته یې ځانګړی احساس وربخښلی وي.

۱۳. په خپل ځان پانګونه وکړه:

هیڅکله مه ودریږه. هو، د ښوونځي دوره پای ته رسیګي، خو ژوند یو سفر دی او که ته پرمختګ ونکړې، مړاوی کیږې. نوی مهارت زده کړه، نوی کتاب ولوله او نوې ژبه زده کړه. اړینه نه ده چې ته څه کوې، خو تر کومه بریده چې ته په ځان پانګونه کوې، همغومره پرمختګ کوې.

۱۴. د داسې یو کار کولو مینه پیدا کړه چې تا ننګوي:

داسې څه ومومه چې ته یې په اړه احساساتي یې او تا ننګوي. کله چې ته یې ترسره کړې، نو ځان به د ډیرو مکافاتو وړ وبولې.

۱۵. خپل ځان سره مینه کول زده کړه:

ترڅو چې خپل ځان سره په بشپړ ډول مینه کول زده نه کړې، نو نه شې کولای چې داسې ژوند وکړې چې له هر اړخه ښه اوسي. کله چې په هینداره کې ځان ګورې، نو ځان سره ووایه چې ته هم ښکلی یې او هم جذاب. په بیا بیا سره داسې ووایه، چې ته بیساری یې او هیڅ څوک ستا په څیر نه دي. دې مفکورې ته غیږه ورکړه او مینه ورسره وکړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply