ازادۍ ليلی/ امان الله سېلاب ساپي

0 1,050
زه يمه پښتون او آزادي ده محبوبا زما
 زه يمه مجنون او آزادي ښكلې ليلا زما
 تل ددې په وصل پسې خيژي واويلا زما
 غير لـه دې نه نشته دى ګړۍ خوب و خندا زما
 دا زما آرزو دا مې ليلا چې مې ژوندون وي څو
 دا به يى نارې وي دا سورې چې يو پښتون وي څو
 څوك كه راته هر څومره په مخ كې تور جالونه ږدي
 يا مې څوك نيولو ته پټكې او دامونه ږدي
 يا زما د عزم ورانولو ته چلونه ږدي
 يا مې رنګارنګ غمونه مخكې لكه غرونه ږدي
 زه د آزادۍ د محبوبا د پريښودونه يم
 زه د دغه خپل هدف نه هېڅ د تېرېدونه يم
 زه په هيڅ ترتيب د آزادۍ نه تيريدى نشم
 دا د پلار نيكه ميراث په هيڅ شان پريښودى نشم
 بس دى نور قسم دى دا د صبر شپې كوى نشم
 خپلې پښتونخوا كې د پردو حكمونه وړى نشم
 يا به شم بې غمه زه “سيلاب” نور لـه خپګان څخه
 يا به سر نثار کړم له دې خپل پښتونستان څخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply