غزل/ ارواښاد صاحب شاه صابر

0 3,765

څه د جانان څه د سپریلی د ښکلی خیال په خوږو
خو نازولی زړه می لوی کړو د جمال په خوږو

یاران د شال او د شړی د فرق خبری کوې
مونږ د شړی په خوند خبر شو نه د شال په خوږو

دوې به تر څو څښی د ژوندون د حسن شهد په لپو
مونږ به تر کومی مطمین اوسو د سوال په خوږو

هغوی د مینی د وفا تقاضی څه پیژنی
هغه لوی شوی د احساس د استحصال په خوږو

که د حالاتو سترګی هرڅومره ترخی وی آشنا
ما د ژوند شپی ورځی خوږی کړی ستا د خیال په خوږو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply