فلم“مبارکان” د ارجون کپور نیمګړی ارمان پوره کړ!/ ایمل مړوند

0 2,451

هندي ځوان فلمي ستوری ارجون کپور په خپل نوي مزاحیه راتلونکی فلم “مبارکان” کې ډبل رول لوبولی چې د جولای میاشتې پر ۲۸ مه به نندارې ته وړاندې کیږي.

ارجون کپور د هندي فلمونو د تکړه پروډيوسر “بوني کپور” زوی او د “انیل کپور” وراره دی چې په خپلو لومړنیو دوه پرله پسې فلمونو کې يې د ښه کار کولو له امله د ځان له پاره ګڼ مینه وال پیدا کړي.

ارجون کپور نن سبا د هندي سینما د ځوانو وتلو او مشهورو فلمي ستورو په کتار کې ښه روان دی او هر نوی فلم يې ګڼ لیدونکي لري چې ورسره يې د مینه والو شمېر هم ورځ تر بلې ډېریږي.

هغه په تېرو پنځو کلونو کې په اتو فلمونو کې مرکزي رولونه لوبولي چې دوه يې ناکام او پاتې درې فلمونو يې پرله پسې بریاوې خپلې کړي دي.

د نوموړی وروستی فلم چې له تمې کمه کټه يې وکړه، “ هاف ګرل فرینډ” و چې فلم جوړونکی يې له بازار او ګټې خوښ نه و.

ارجونو کپور هندي رسنیو ته ویلي “مبارکان” فلم يې د کلونو کلونو نیمګړی ارمان هم پوره کړ. د هغه په وینا د خپل سپورسټار تره انیل کپور سره يې په فلم کې د یو ځای کار کولو ارمان له ډېر پخوا په زړه کې و، خو کله يې هم انیل کپور ته په دې اړه څه نه وو ویلي.

ارجون ویلي ان، له کوچینوالي د انیل کپور د فلمونو او د هغه د اداکارۍ مینه وال و او له کومې ورځې چې سینما ته راغلی، نو انیل کپور سره يې په فلم کې د ګډ کار کولو ارمان هم د ځان سره راوړی و چې ایله اوس په “مبارکان” کې پوره شو.

“مبارکان” یو مزاحیه فلم دی چې ارجون کپور په کې ډبل رول لوبوي او مشهور فلمي ستوری انیل کپور هم په کې لوبیدلی دی.

ارجون کپور وايي، په فلم “مبارکان” کې د هغه دواړه رولونه تر یو بل بیخي جلا دي او د ثبتولو پر مهال ده باید هره صحنه دوه ځله بیخي جلا جلا ثب کړې وه چې دا کار ورته سخت خو د زده کړې ښه چانس و.

هغه زیاته کړې، “مبارکان” کې يې خپل رولونه په پوره مسولیت سره ترسره کړي دي او هڅه يې کړي چې کردارونه يې لیدونکي خوښ کړي.

مشهور فلمي ستوري “انیل کپور” هم د خپل وراره ارجون کپور سره پر لومړي ځل په “مبارکان” فلم کې لوبیدلی دی چې د جولای میاشتې پر ۲۸ مه به نندارې ته وړاندې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply