لویه پانګه “انسانیت” دی/ژباړه: شفیع اعظم

0 1,296

ډاکټر ویکټور “فرانکل” یواځنی کس و چې د پولنډ له “آشویټس” زندان نه چې د انسان سوځونې په مسلخ مشهور و په تېښته بریالی شو. نوموړي د نړۍ استادانو ته په خطاب کې ټول تاریخ ته داسې ولیکل:

“د زندان موده کې ما داسې شیان لیدلي چې د بل هیڅ انسان سترګې یې نباید و ویني. ما داسې ګاز لرونکې خونې ولیدې چې د ډیرو ماهرو انجینیرانو لخوا ډیزان شوې وې، ما تکړه ډاکټران ولیدل چې بیګناه ماشومان به یې په ډېره اسانۍ بې هوښه کول، ما تجربه لرونکي روغتیا پالان ولیدل چې نور انسانان به یې په یوه پیچکارۍ وژل، ما د پوهنتون پیاوړي فارغان ولیدل چې نور انسانان به یې ژوندي په اور سیځل. دا ټول هغه څه و چې زه یې په زده کړه او تعلیم بې باوره کړم.
له تاسو ټولو هیله کوم چې زده کونکي مخکې له دې چې هغوی ډاکټران یا انجنیران کړۍ، له هغوی نه لومړی “انسان” جوړ کړئ، تر څو راتلونکي کې یو رواني او ځناور عالم نشي. ډاکټر، ملا او انجنیر کېدل کومه ګرانه خبر نده او په څو کالو خوارئ کې هر څوک پورته هدف ته رسي، مګر خپلو زده کونکو ته دا زده کړئ چې د دوی تر ټوله غوره او لویه پانګه “انسانیت” دی چې د نړئ په کچه له بل هیڅ باور او تحصیلي مدرک سره د پرتلې وړ نشي کېدای”.
ژباړه: شفیع اعظم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply