اوس دې نو د غلو لاس خلاص وي

0 1,505

تر دې وړاندې به درڅخه ډېر ځله غلو د جېب بټوه له پيسو او کارټونو سره يو ځای وړې وې او بيا به یې تاسې رنګ هم نه وي ليدلی، خو تر دې وروسته د غله پلار هم درڅخه نه پيسې وړای شي، نه مو بټوه غلا کولای شي.

د ارمانيا يوې کمپنۍ اوس داسې بټوه جوړه کړې ده چې که له تاسې پرته يې بل څوک خلاصه کړي، اتومات يې عکس اخلي، تاسې ته خبر درکوي او د غله عکس هم ستاسې موبایل ته لېږي.
تر دې لا د خوند خبره دا ده چې دا بټوه په جي‌پي‌ايس ټينکالوجي هم سمبال ده، که يې غل هر ځای ته يوسي، تاسې ته خبر درکوي چې بټوه اوس په کوم ځای کې ايښې ده.

دغه سمارټ بټوه ښه قوي پاور بانک هم لري، که اړتيا شوه ستاسې موبایل ته هم چارج درکوي او که مو موبایل ورک شو، هم يې بټوه درښيي چې دا مهال ستاسې موبایل چېرته پروت دی.

دا مهال د بټوې بيه يو سل او پنځه څلوېښت امريکايي ډالره ټاکل شوې، خو چې تر موږ رارسېږي، ډېره به ارزانه شوې وي.
ټاکل شوې چې دغه سمارټ بټوه د سږ کال په ډسمبر کې بازار ته وړاندې شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply