د هوښيارۍ ګټه

0 2,741

يو غريب سړى له كوره په سفر روان و، د تلو پر وخت يې له يوۀ سوداګر سره زر روپۍ امانت كښېښووې، خو نه يې كوم رسيد ورڅخه واخيست او نه چا وليد چي دۀ سوداګر ته پيسې وركولې. شپږ مياشتې وروسته غريب سړى له سفره را ستون شو او له سوداګره يې خپلې امانت پيسې وغوښتې، سوداګر انكار وكړ او ورته ويې ويل:

– له ما سره ستا هيڅ امانت پيسې نه دي پرتې.

غريب سړى اريان شو چي اوس به څه كوي، هره ورځ به سوداګر ته ورتۀ، ټوله ورځ به ورته ناست و، خو سوداګر يې يوه خبره نه اورېده او نه يې پيسې وركولې.

اخير غريب سړى مجبوره شو پاچا ته ورغى او له سوداګره يې داسې شكايت ورته وكړ:

– پاچا سلامت ما په غلطۍ سره شپږ مياشتې مخكې له ګواه او رسيد پرته يو سوداګر ته زر روپۍ امانت وركړې خو هغه اوس انكار كوي او زما پيسې نه راكوي.

پاچا ورته وويل:

– اوس نو په قانون سوداګر نه شو ګرمولاى، خو يوه لاره شته، سبا چي ماځيګر زه په سيل ووځم، د سوداګر د دوكان خواته به درشم، ته هملته اوسه، زۀ به تاته په احترام سره سلام وكړم، تۀ په بې پروايۍ سره ځواب راكړه او همداسې چي زۀ نورې پوښتنې كوم ته هسې مازې، لكه نورو دوستانو ته چي ږغېږې، داسې ځواب راكوه.

د پاچا له دې خبرو سره غريب سړى په خوشالۍ سره خپل كور ته لاړ، په دا بله ورځ بيا د سوداګر دوكان ته ورغى، د پيسو غوښتنه يې ورڅخه وكړه خو هغۀ ور نۀ كړې، تر ماځيګره هملته ورته ناست و، په همدې حال كې پاچا پر آس سپور د سوداګر د دوكان مخ ته ودرېد او په ډېر احترام سره يې غريب سړي ته سلام وكړ، غريب سړي مازې د سر په اشاره د سلام ځواب وركړ، بيا پاچا له آسه را كښته شو او د غريب سړي د لاس په مچولو سره يې ترې وپوښتل:

– ته كله راغلى يې، ما دي له ډېره وخته راهيسې پوښتنه كوله؟

غريب سړي مخ هم ور وا نۀ ړاوه، ځواب يې وركړ:

– زه دا يوه اوونۍ كېږي راغلى يم خو په يو جنجال كښېوتى يم، چي وخت پيدا كړم نو در به شم.

پاچا ورته وويل:

– څه خبره ده ماته وواياست زه به مو مرسته وكړم؟

غريب سړي ځواب وركړ:

– سمه ده، كه ضرورت پېښ شو درته و به وايم

له دې خبرو سره پاچا بيا غريب سړي ته سلام وكړ، پر آس يې پښه واړوله او په سيل و ووت، سوداګر اريان شو چي پاچا څنګه دې غريب سړي ته دومره احترام لري، ارومرو په دې غريب سړي كې يو څه شته، سمدستي يې له ډاره غريب سړي ته خپلې پيسې ور و شمېرلې او ورته ويې ويل چي پاچا ته د دۀ شكايت ونۀ كړي، په دې توګه غريب سړي له درېيم ګړي او محكمې پرته له سوداګره خپلې پيسې تر لاسه كړي.

ګلاليو ماشومانو! پوه شوئ چي څوك په ناحقه د چا حق هيڅكله نه شي خوړلاى.

د ژباړې نېټه: ۱۶ فبروري ۲۰۱۰م كال- كوټه

سرچینه:
د كتاب نوم : مغرور مېږى (د كوچنيانو كيسې)
ژباړن : باركوال مياخېل
خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل
چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال
كمپوز : كريم لوراند
چاپ ځاى : كابل

د ښکلا احمدزۍ نه په مننې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply