ژباړه: محمدحامد اکبري/مينه درسره لرم؛ خو واده درسره نه کوم

0 3,555

ځينې وختونه هلکان او نجونې داسې اړيکې رامنځته کوي چې رسمي کېدل يې له وېرې او زړه نا زړه توب سره مل وي؛هلک د واده په شرطونو نه دی برابر يا هم د دې کار لپاره روحي چمتووالی نه لري او برعکس نجلۍ د واده کولو په عمر کې ده او دې اړيکې ته د واده کولو د غوښتنې په سترګه ګوري.

ښايي د مينې پيل د واده کولو په موخه وي او نجلۍ او هلک وغواړي چې د يو څه مودې په لړ کې يو بل وپېژني او په پای کې د خپل راتلونکي ژوند په اړه تصميم ونيسي.حقيقت دا دی چې نارينه او ښځينه د پېژندګلوۍ په برخه يو له بل سره  لوی توپير لري چې دا توپیر د دوی تر منځ د د پوهاوي د نشتون سبب ګرځي.نارينه کولی شي پرته له دې چې په واده کولو فکر وکړي له مقابل لوري سره اړيکې ټينګې کړي مګر ښځې په معمولي ډول په واده کولو سوچ کوي،د دې جنسيتي توپير پر بنسټ ډېر ځله داسې پېښيږي چې د يوې اړيکې د پيل پر مهال نارينه ښځې ته وايي چې زه د واده کولو هوډ نه لرم او دا جمله په ټينګار او څو څو ځله تکراروي؛معمولا نجونې داسې انګيري چې هغه به دا جمله يوازې همدا اوس وايي او نظر به يې بدلون وکړي مګر په اړيکه کې د پرمختګ او واده کولو ته د مقابل  لوري د هڅونې سره سره؛نارينه وايي چې لومړی يې خبره خلاصه کړې (ستونزه يې حل کړې) چې په دې کار سره ستونزه لاپسې ترېنګلې کيږي.
که پر واده کولو يې هوکړه کړې وي.

که يې لومړنۍ هوکړه پر واده کولو وي بيا هم د اړيکې د دوام لپاره هېڅ تضمين نشته.د ملګرتيا يا مينې اړيکه؛له رسمي اړيکې سره بشپړ توپير لري.د مينې په يوه اړيکه کې هغه څه چې لومړی يې په اړه خبرې کيږي،د مقابل لوري د مينې راجلبول دي،د مينې جلبول هغه مهال تر لاسه کيږي چې تاسې د مقابل لوري د خوښې وړ ياست او هغه تاسې ومني.
له واده کولو وړاندې د مينې پاللو نيمګړتياوې:

هغه څه چې يو له بل سره د ملګرتيا پر مهال له هغه څخه ډډه کيږي د هغه موضوعاتو بيانول دي چې د پېښېدو په حال کې دي او هغه موضوعات چې له اوسنۍ اړيکې سره تړاو لري. يو له بله سره د ملګرتيا او آشنا کېدو پر مهال بايد د اوسني پړاو ټولې ستونزې راوسپړی يا لږ تر لږه په دې برخه کې قدم واخلئ.

داسې ملګرتيا چې پوله او حد ونه لري،د دواړو کسانو له لوري واده کولو ته چمتو والی کمزوری کوي،ښه دا ده چې په هر کار کې له احتياط څخه کار واخلئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply