پردی ټوپک پردي جګړه! / حافظ احمد نصرت

0 1,521

 

افغانستان هغه هيواد دی چي تل دخپلي ښي جغرافيه، دنګو غرونو،شنو درو،طبعي زيرمو او ناکام بهرني سياست له کبله د سيمي او نړۍ دهيوادونو د جګړي ښکار ګرځيدلي او د اوږدي مودي لپاره په همدي جګړو کي شکيل پاته سوي.

دسيمي او نړۍ هيوادونو تل د افغانستان لپاره ښه نيت نه دی درلودلي دوي په یو او بل نوم په افغانستان کي دجګړي ډګر ګرم ساتلي او د افغانانو په وژلو سره يې دخپل هيواد منافع خوندي ساتلي دي

اوس مسله داده چي ولي افغانان د سيمي دهيوادونو ددې دوه مخي سياست ښکار دي او په خپلو کي په جګړه بوخت دي،جګړه پردي ټوپک پردی دی خو قرباني يې افغانان ورکوي

افغانانو دتیرو څلويښت کلنو راپه دي خوا دهمدي بدرنګي،بدمرغي جګړي څخه رنځ وړي او په دې اور کي کړيږي موږ جګړه نه غواړو،جنګ خوښوونکي نه یوو خو بيا هم په همدي تور تورن یوو څوک وایي چي افغانان ترهګر دي،ځان وژونکي دي او جګړه خوښوونکي دي خو نه نه داسي نه ده موږ دسولي،ثبات او ميړاني خلګ يوو داچي يوشمير استخبارتي کړۍ دافغان وژني او افغانانو د بدنامو په نوم د یو شمير خرڅ سوو افغانانو په مټ پر موږ خپلي پروژي تطبيق کوي هغه ستونزه ده چي موږ یې د لوی ناورين او بحران سره مخ کړي یوو.

داچي افغانانو د څو لسيزو راهيسي د پردی ټوپک او پردي جګړي ښکار دي او یوشمير هيوادونه نه غواړي چي ددې ټاټوبۍ خلګ پر خپلو پښو ودريږي او په ارامه خپل ژوند ته ادامه ورکړي، هغوي زموږ پرمختګ،ذکاوت او بريا نه سي زغملاي او تل دا هڅه کوي چي دخپل دوه مخي سياست څخه په ګټي اخيستني سره

زموږ افغانانو ترمينځ دا اور لکه څنګه چي یې ساتلي همداسي جاري وساتي

زه د يوه ځوان په حيث د افغانستان له ولسمشرڅخه غوښتنه کوم چي نور هيچاه ته ددې اجازه ورنه کړي ترڅو د افغانانو په نوم د افغان وژني پروژي دې ملک ته راوړي او د افغانانو خوږ ژوند تريخ کړي،هغوي چي نظام تهديدوي او د افغانانو ترمينځ د نفاق اور ته لمن وهي بايد پر وړاندي يې جدي اقدمات وسي.

 

په درنښت

حافظ احمد نصرت

لښکرګاه

۱۳۹۶/۵/۱۷/  وخت دماښام ۷ بجي

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply