د عقدو وطن / اجمل ښکلی

0 1,160

فرويد دوه ډوله عقدو ته اشاره کوي. يوه د اوديپ عقده ده، چې زوی يې د مور په سر له پلار سره کوي او بله د الکترا عقده ده، چې لور يې د پلار په سر له مور سره کوي.

دا عقدې د انسان په لاشعور کې ځای نيسي او د انسان د شخصيت برخه ګرځي. په پيل کې يواځې له جنسيتي پلوه د کور د غړيو ترمنځ وي؛ خو د انسان له غټېدو سره لويېږي او بيا په ټولنز کچ مطرح کېږي، چې يو سړی له بل سړي او يوه ښځه له بلې ښځې سره رخې ته لمسوي.

زموږ غوندې په قبايلي ټولنه کې د فرد په تربيه کې تر ښاره او ټولنې کورنۍ مهمه ګنل کېږي؛ نو کله چې يو فرد له کورنۍ نه د ټولنې  پراخ چاپيريال ته راووځي، هم خپل کورني خويونه بشپړ نه پرېږدي او د خپل دفتر له همکار، يا ټولګيوال يا د ګوند له غړي سره داسې چلن کوي لکه د کورنۍ له غړي سره يې چې کوي؛ نو په داسې ټولنه کې چې جنسيتي توپير ته شديده پاملرنه کېږي، په ټولنيز کچ هم جنسيتي رخه نشو ردولای. ښځه د ښځې او سړی د سړي په پرمختګ خپه کېږي او ښايي دا سيالي د نارينه وو ترمنځ په هغه چاپيريال کې د موجودې ښځې يا د ښځو ترمنځ د موجود نارينه پر سر وي.

خو د فرويد دا دوه عقدې يواځې جنسي اساس لري او څرنګه چې نوموړی فکر لري، چې د هر هنري ايجاد، ساينسي کشف او مدني يا لوړې (Sublime) هڅې په اساس کې جنسي غريزه پرته ده؛ نو ښايي په لوړ ټولنيز کچ د هرې عقدې تر شا اوديپي او الکترايي لامل وښيي؛ خو د ډېرو عقدو تر شا نور ډېر علتونه وينو.

فرويډ وايي، چې د درو علتونو پر بنسټ انسان تشدد ته لاس اچوي: چې بقا يې په خطر کې وي، چې ټولنيز حيثيت يې له ګواښ سره مخ وي او چې له جسمي درده ځورېږي.

زموږ لپاره په ټولنيز کچه لومړي دومره علتونه مهم دي. موږ پوهېږو، چې که خپل مخالف ته په لاس ورشو، زړه به راباندې ونه سيزي؛ نو هڅه کوو، چې تر ځان يې مخکې کړو، ځکه موږ په مباحثه باور نه لرو. موږ فکر کوو، چې مخالف يا چورلټ له ما سره همنوا شي يا دې مړ شي.

دويم ډول يې زموږ حيثيت ته متوجه دی. زه بايد له بل ليکوال سره په دې رخه وکړم، چې زما شهرت ته زيان رسوي. زما د واک، ځواک او نفوذ ځای رانه نيول غواړي؛ نو بايد ملګري ورته پوه کړم او پخپله هم پسې پايڅې رابډ وهم او علمي او ټولنيز حيثيت يې خراب کړم، چې زما بقا ته متوجه ګواښ له منځه ولاړ شي. په داسې يوه ټولنه کې چې په کورنۍ کې مور و پلار بچو ته، له خويندو وروڼو او د تره له اولادې سره مستقيم او نامستيقم يواځې رخه ورښودلې او ورکړې، همداسې کېږي. د داسې ټولنې يواځې ليکوال او شاعر نه، بلکې ډاکټر، سياستوال او چارواکي هم همدغسې وي.

که موږ ته د هېواد د پرمختګ او د ملت د سوکالۍ فکر راکړ شوی وای؛ نو زموږ فکر به د خپل بقا پر ځای د وطن په بقا او ګټو کې وای. ليکوال به په دې پوهېدای، چې يواځې په ما نه پسرلی کېږي، بلکې زما غوندې او تر ما بهتر بېشمېره ليکوالو ته اړتيا ده، چې دا ټولنه جوړه کړي او دا وطن د اوسېدو جوګه کړي.

موږ چې د مخالف په قدر نه پوهېږو او فکر کوو، چې د فکري تنوع پرځای يواځې يو فکر بايد پر هېواد واکمن وي، چندان د ولسواکۍ خلک نه يو. د دموکراسۍ په لسيزه کې د ښي او چپ قطب ترمنځ د نه زغم کلچر رامنځته شو. د ثور په کودتا دوه مخالف لوري د يو بل پر وړاندې ګوته په ماشه کېناستل او موږ اوس پوهېږو، چې د دوی په افراطيت کې صرف د نوعيت توپير و.

خو دا خبره تراوسه حل نشوه. هغه نسل چې په اوسنيو ادارو کې په لوړو پوستو کار کوي، له خپل سياسي مخالف سره همغسې کېنه ساتي او دا کينه يواځې په لوی کچ نه ده، بلکې په دې دواړو ډلو کې موجودې وړې ډلې هم له يو بل سره ان دوښمني لري. که يو د يوې ادارې غړی وي، بل بايد نشي، بلکې د ده پرځای د ده خپل سياسي ملګری راشي.

اوس د نويو سياسي او جنګي ډلو ټپلو په رامنځته کېدو دا ستونزه نوره هم لويه شوې ده او ښايي تر لسيزو دوام وکړي او بيا چېرته داسې يو نسل پيدا شي، چې خپل پخوانۍ سياسي تېروتنې ومني، عقدې پرېږدي او د ماضي پر ځای پر راتلونکې فکر وکړي.

هوښيار ملت هغی دی، چې له ماضي نه د ګاندې د ښېرازې لپاره کار واخلي؛ خو ناپوه ملت د شاندار مستقبل پر ځای د شاندارې ماضي په تصور کې ورک وي.

موږ يواځې د خپلو پښو بېخ وينو او دا سياسي عقدې رانه دومره غټې شوې، چې زموږ بصيرت يې خوړلی دی. موږ راپسې نسل سره هم عقدې پالو او د يوه عادي او د بصيرت د څښتن بچي پرځای غواړو داسې څوک وروزو، چې په هر چلن کې يې عقده پټه وي او د مخالفينو پر اولاد زما سينه يخه کړي. خپل بچي ته هرومرو وايو، چې پلانیپه پلانۍ سياسي ډله کې و او دوی ډېر بد خلک دي؛ نو په داسې حالت کې به موږ له راتلونکي نسل نه د ښې ورځې تمه څنګه وکړو؟

نوره دنيا چې د ښېرازۍ پر لور ګام اخلي او له جګړې نه راووځي؛ نو جګړه ييز ادبيات او مخاصمتونه پرېږدي. د وطن د ابادۍ لپاره سره شيروشکر شي؛ خو موږ په سوله کې هم بايد جګړه ييزې موخې ترلاسه کړو او همدا علت دی، چې عقدې رانه ډېر ژر اداري او سياسې ژوند ته راوځي.

موږ خپل سياسي او علمي مخالفت له خپل فردي ژونده بېلولای نشو. که په علمي ډګر کې مو څوک د نظر مخالفت وکړي، داسې فکر کوو، چې زما سپکاوی يې کړی او پر همدې بنسټ ورسره عقدمن کېږو. که له چا سره سياسي مخالفت ولرو؛ نو فردي ژوند يې هم رانه خوندي نشې پاتېدای. که مذهبي اختلاف ولرو، نو تکفيروو يې او بايد ووژل شي. په تېره هغه خلک چې په يوه سياسي، مذهبي، اداري او د استادۍ په منصب ناست دي. دوی داسې فکر کوي، چې له ما سره معمولې اختلاف زما سياسي، ديني او علمي حيثيت له ګواښ سره مخوي.

سياسي، مذهبي او علمي سيالۍ چې په شخصي عقدو واوړي؛ نو پوره نظام تباه کړي. نظام سيستم ته وايي. په هر سيستم کې اجزا له يو بل سره داسې کوشير وي، چې په اسانه نه سره بېلېږي او چې يوه پرزه لرې شي، سيستم له کاره پريوځي. دا ټول اجزا خپل وجود د کل په وجود او موخه کې ورک کړي. هر سيستم بايد ځينې چارې ترسره کړي او ځينې موخې ترلاسه کړي؛ نو که د اجزاوو ترمنځ همغږي نه وي، سيستم نه ورته وايي او موخې نشي ترلاسه کولای. د اوسني نظام په ټولو ادارو کېوينو، چې غړي يې له يوه بل سره هماهنګ نه دي. دا ستونزه د مديريت له ټيټې سطحې نه نيولې تر رياست، وزارت، حکومت او د دولت د ټول نظام ترمنځ شته. قوې سره خپلو کې هماهنګي نه لري. د هرې قوې غړي خپلو وړو سياسي موخو ته ژمن دي، له نورو سره عقدې پالي. همداسې هره اداره هم ده او دا يو لوی علت دی، چې زموږ ادارې له کاره لويدلې او شړېدلې دي.

که موږ فکر وکړو، چې د ادارې په توګه بايد دا موخې ترلاسه کړو او د دې موخو لپاره اړينه ده، چې فردي اختلافونه په فردي سطحه کې پرېږدو؛ نو هره اداره په ټولنيز بدلون کې مثبت نقش لوبولای شي.

خو که د بل د ترفيع او پرمختګ مخه يواځې په دې ونيسو، چې يو وخت مې ورسره سياسي مشکل لاره؛ نو دا وطن به له هوساينې برخمن نشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply