د نواز الدین صدیقي په تېر ژوند خبر واست؟

0 1,050

د هندي سېنما تهداب داسې ايښودل شوی چې یوازې خانان به پرې پاچاهي کوي، خو اوس په بالیووډ کې یو بل نوم هم شته چې تر خانانو که مخ‌ته نه دی؛ نو وروسته هم نه دی.

نواز الدین صدیقي، هغه ستوری دی چې په ډېره لنډه موده کې یې ځان د کامیابۍ تر لوړو پوړیو ورساوه، خو راځئ دا ولولئ چې نواز الدین صدیقي څه ډول ستوری شو، د صدیقي له مخکېني ژونده خبر واست، دا ټول نن په سرخط کې ولولئ.
نواز الدین صدیقي د هند د اتراپردېش په یوه وړوکي کلي کې زېږېدلی، هلته يې ژوند د غربت یوه بېلګه وه، خو صدیقي نه همت له لاسه ورکړ او نه یې داسې وګڼله چې ګنې غریبي به یې شخصیت ته زیان ورسوي.

نوازالدین صدیقي وايي، له اتراپردېش څخه مظفر نګر، بیا ډیلي او وروسته ممبي ته راغی.

د صدیقي په خبره، ژوند یې له ډېرو سختیو سره مخ و، ان داسې وخت هم پرې راغلی چې د کرایې پیسې ورسره نه وې، خو ډیلي ته په راتګ یې د موټر ساتنې له یوې کمپنۍ سره د ساتونکي یا ګارډ په توګه دنده پیل کړه، مګر د کمپنۍ مالک څو ځله په خوب ګیر کړ او سختې سپورې یې ورته وویلې چې وروسته یې دا دنده پرېښووه او ممبي ته لاړ.

نواز په ممبي کې د تمثیل زده‌کړې په یوه ښوونځي کې زده‌کړې پیل کړې، خو دا چانس ورته سخت و چې رسمي هنر ته لار پیدا کړي.

هغه په ځلونو د فلمي کمپنیو دروازې وټکولې، خو چا یې غږ ته لبیک و نه وایه، مګر بیا يې هم هیلې کمې نه شوې او خپل همت ته یې دوام ورکړ، تر دې چې په ۲۰۱۲ مېلادي کال کې یې”گینگز اف واسع پور” فلم کې کار وکړ او همدا یې د بریا پیل و.

هغه اوس د عامر خان، شاه‌رخ خان او سلمان خان د صف ستوری دی او ښې پرېمانه پیسې لري.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply