د عطام محمد نور دا یوه خبره بېخي سمه، بلکې سل په سلو کې حقیقت دی، خو په دې بله کې له یوې مخې تېروتلی، یا یې ځان تېر کړی دی.
دلته د ده بېلګه یا مثال په بشپړه توګه ناسم، بلکې غلط الهام دی.
دا سمه ده چې زبرځواکونه په خپلو ناړو لانده جنګیالي او سیاستوال یا په ټوله کې خپل اجنټان د خپلو ګټو لهپاره لوبوي او خپل کار ترې اخلي، له همدې ځایه د زبرځواکونو د دوستي، دوښمني، خوښې او ناخوښې تعریف او معیار نهشته.
خو مثال او بېلګه یې سمه نه ده.
دی وايي امریکا موږ د پيپسي د کوتي په څېر وکارولو، مانا استعمال او استخدام یې کړو، هغه ده چې د پيپسي له څښلو وروسته یې د تش کوتي په څېر ایسته وغورځولو.
خالي کوتی که څوک ایسته غورځوي، که مهذب وګړي یې کثافاتو بېلر ته اچوي، شتون یې نهشي نفې کېدای، ان چې د دویم ځلې ګټې اخیستو وړتیا یې هم خوندي وي.
په بهرینو هېوادو کې د دغسې تشو کوتیو لهپاره له نورو کثافاتو جلا بېلر ږدي چې د بیا ځلي ګټې لهپاره ترې کار واخیستل شي.
دلته هم ډېری پوډریان لګیا وي چې د پيپسي خالي ډبي وګوري، لکه سره زر یې چې موندلي وي، پرې غوټه کړي او د شا خیرنې بوجۍ ته یې لړه کړي.
د ښاغلي نور د څرګندونو اصلي یا رښتینی مثال باید د تشناب کاغذ وای چې تر استعمال وروسته ایسته نه، بلکې کمود یا خاکانداز ته غورځول کېږي، خپل خارجي شتون نهشي ساتلای او په چټلیو کې پر جذبېدو د چټلیو برخه ګرځي.
موږ طالبانو ته له پیله د پاکستان او ایاسای د پېغور ګوته لکه ګرځوو، دا چې د ملا هیبةالله او ملا رسول تر منځ اختلافات خونړیو جګړو ته رسېدلي، دا چې په لسو پنځهلسو ډلو وېشل شوي، دا چې ترهګر دي، د وطن له مینې یې زړونه تش او د کاڼي دي، له خلکو په زور باج، عشر، زکات اخلي، په مرګونو او وحشتونو یې زړه نه یخېږي.
پوښتنه دا ده چې رشوت، بډې، اختلاس او کمېشن ګنې دغسې یو ناروا او مردار باج نه دی؟
راځئ لږ په خپلو ګرېوانونو کې وګورو چې د مدنیت، ډيموکراسي، بشري حقونو د درناوي او ازادي د شعارونو په را ټیټ محشر او قیامت کې څه تېرېږي؟
دلته زموږ د خپلو مشرانو او غټانو تر منځ کومه مسخره او خونړۍ وزلوبه غځېدلې؟
ملا رسول او ملا هیبةالله پرېږده، د ولسمشر او لومړي مرستیال تر منځ یې څه غوغا جوړه ده؟
د والي او ولسمشر، د وزیر او ولسمشر تر منځ د تورو پیشوګانو ځغاسته کومې کچې ته رسېدلې ده؟
د ډاکټر نجیب الله رژیم تر نسکورېدو وروسته، د مجاهدینو په اسلامي حکومت کې د نظار شورا یو څارنوال د مشتاق نافکش په نامه مشهور و. د ملي امنیت په رسمي مکتوبو کې ده له خپل لاسلیک سره مشتاق نافکش لیکه. ده ته به چې څوک په پلټنو کې په ګوتو ورغی؛ نو دنامه پر غوټۍ به یې خوله ور ولګولو او له بېخه به يې ځنې راویوست.
اوس د عطا نور زوی “طارق نور” د ګوشخور په بڼه را څرګند شو.
د توپکیانو، جهادیانو، جنګسالارانو خصلت او ماهیت یو دی، یو نسل ناف کش بل نسل ګوشخور.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320