ژر پرېکړه کول مو د کمزوتیا نښه ده

0 1,075

حقمل معینزی

ژر پرېکړه کول د هغو کسانو کړنه ده، چې هر اړخیز مثبت او ګټور فکر یې کمزوری وي او صبر زده کونې ته خورا زیاته اړتیا لري. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې تر ټولو ډېره تکرارېدونکې تېروتنه او تشه همدا ژر پرېکړه کول او لنډه منډه وهل دي.

موږ ته زموږ خوږې پښتو ژبې له کچې زیات ګټور او پند لرونکي متلونه را کړي دي، چې په مانا یې ځان پوهول او په پام کې نیول خورا اړینه خبره ده؛ ځکه دې ته ورته ټولو هغو تېروتنو ته مو پام اړوي کومې، چې په موږ کې دي.

لکه:

# د بیړې کار د شیطان کار دی (یعنې په بیړه او ژر پرېکړه کول شیطاني کړنه ده).

# تر هغې چې خبر ریښتیا کېږي دروغو به کلي وران کړي وي (یعنې شونې ده، چې ډېری خبرې دروغ واورې؛ لومړی باید د اورېدل شوې خبرې په اړه بشپړ معلومات تر لاسه او بیا وروسته خپل غبرګون وښئې).

#  له خبرې کولو وړاندې فکر وکړه (یعنې لومړی په خپله کېدونکې خبر غور وکړه؛ ښه او بد اړخونه یې په پام کې ونیسه او وروسته یې په هغه ډول وکړه په کوم ډول، چې وړ وي.

# لنډه منډه وهل د کم تجربه لرونکو کسانو ځانګړنه ده (یعنې غوره کسان هغه دي، چې وړاندې فکر کوي).

# ملګري له لاسه ورکول اسانه دي، خو ملګري موندل ستونزمن دي (نور وګړي له ځان څخه بېزارول اسانه خبره ده او ترې ملګري جوړول بیا حوصله، قرباني او زیار غواړي). او داسې نور.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply