حکومت دې د ټرمپ اوښانو ته دروازې لوړې کړي

0 579

د افغانستان په اړه د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سټراټېژي تر اعلان وروسته، په کابل کې وړې وړې چاودنې وشوې، خو هومره لړزوونکې نه وې، څومره چې د پرون ډله‌ييزو بريدونو وطن ولړزاوه.
پرون څلور ځانمرګي د کابل په قلعه نجارا کې د امام زمان په نامه د شيعه مسلمانانو يوه جومات ته ننوتل، يوه يې په دروازه کې ځان والوځاوه او دريو نورو يې د خدای په کور کې دننه پر عبادت اخته کسانو ناتار ډزې پيل کړې.

په دغو بريدونو کې شل تنه شهيدان او څلوېښت نور ټپيان شول او بريدونه هم د څلورم ځانمرګي په مرګ پای ته ورسېدل.
دا د هغو بريدونو د لړۍ وروستی هغه و چې له تېر يوه کال راهيسې په هېواد کې پر شيعه مسلمانانو پيل شوي دي.

لومړی د روښنايي غورځنګ په لاريون کې ځانمرګی، تر هغه وروسته په کابل کې پر باقر العلوم جومات بريد، وروسته د کابل د الزهرا پر جومات بريد، تر هغه وروسته په هرات کې پر جواديه جومات بريد، بيا د ميرزاولنګ پېښه او اوس دغه د امام زمان جومات بريدونه چې تقريباً د ټولو پېښو مسووليت داعشيانو منلی دی.
موږ د دغو بريدونو د روا او ناروا خبره نه کوو، تر لمر روښانه ده چې په جومات کې پر لمانځه ولاړل کسان په شهادت رسول کېږي، دې کار ته روا ويل، د اسلام په رڼا کې پخپله کفر دی.

موږ پر دې هم خبره نه کوو چې د افغانستان ملايانو پرون د اريانا سعيد د سندرو پر ضد پايڅې تر تخرګونو راټولې کړې او سترګې تر غوږونو تورې کړې وې، تر خوله يې ځګونه بادېدل او په کابل کې يې چيغې وهلې، خو نن يې ګونګه روژه نيولې.

موږ ته دا هم ډېره مهمه نه ده چې د دې بريدونو مسووليت طالبانو منلی، که داعشيانو، دواړه د دې خاورې او خلکو دوښمنان دي.
موږ ته دغه بريدونه يوه بله بده ګواهي راکوي او هغه د دغسې خونړيو بريدونو زياتوالی دی.

د ټرمپ د سټراټېژي تر اعلان وروسته هم موږ ويلي وو چې پاکستان، ايران او روسيه به ارام نه کښېني. دغه درې واړه هېوادونه به تر خپله وسه پورې په افغانستان کې د جګړو اور ته پوکي ورکړي او د عامو وګړو تلفات به تر شمېر ووځي.

طالبان د روسيې په منتر کې دي، پاکستان ورته وسلې ورکوي او په ايران کې ځانګړی دفتر لري. داعشيان نيم پاکستاني اورکزي او نيم يې پنجابي سخت‌دريځي دي، حقاني شبکه په پاکستان کې دېره ده او نور نو هر سړی چې توپک يې په لاس کې دی، لکۍ يې د ايران او پاکستان تر پښه لاندې ده.

پاکستان، ايران او روسيه به اوس په افغانستان کې خپلو شته جګړه‌مارو ته نور فرمايشونه هم ورکړي، لا به يې خروړي کړي او وژنې به نور هم زور ونيسي.
حکومت چې لا له وړاندې د ترهګرو د بريدونو په مخنيوي کې پاتې راغلی، بې‌کفايتي او ناغېړي به يې د خلکو ژوند نور هم له خطر سره مخ کړي.

که حکومت په ځان کې د دا زور ليد چې د ترهګرو مټ نيولای شي او بيا يې د ټرمپ د سټراټيژي ملاتړ کاوه؛ نو نن د دغه شهيدانو خون د حکومت پر غاړه دی چې و يې نه ساتلای شوای، که يې په ځان کې د ترهګرو د مهار شېمه نه ليده او په تشه ګېډه کې د ټرمپ په ملاتړ چيغې وهلې، بد يې کول چې پردي اوښان يې د خپلې ړنګې دروازې مخ ته چو کول.

اوس لا هم وخت نه دی تېر، حکومت دې يا دروازې جګې کړي، يا دې لاس پورته کړي او واک دې نورو ته پرېږدي، يا دې سم ووايي چې ټرمپ بادار دی او د بادار اوبه په لوړه خېژول د دوی دنده ده.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply