ککړ چاپیریال د بدمرغیو پایله! / ذبیح الله تنویر

0 1,494

چاپیریال زموږ د اوسیدو ځای ته وایي،یا هر هغه څه چې زموږ په شاوخوا کې شته د چاپیریال په نوم یادیږي،یا په بله وینا د فزیکي او بیولوژیکي چاپیریالونو مجموعې ته چاپیریال وايي،چې په فزیکي چاپیریال کې د ټول غیر ژوندي موجودات شامل دي او په بیولوژیکي چاپیریال کې بیا ټول ژوندي موجودات شامل دي،چې بیا په خپل وار سره ددې دواړو چاپیریالونو د ژوندیو موجوداتو ترمنځ اړیکو ته ایکولوژي وایي،دا چې ژوندي موجوداتو د عیر ژوندیو موجوداتو سره په مستقیم او عیر مستقیم ډول اړیکې لري،نو په خپل وار سره په یو او بل باندې د متقابلو اړیکو درلودونکي هم دي،یا په بله وینا یو چاپیریال د بل چاپیریال تکمیلوونکی دی،د یو چاپیریال په نه شتون کې بل چاپیریال بې ارزښته ده،دا چې چاپیریال د ژوندیو موجوداتو د اوسیدو ځای دی،نو اړینه ده،چې د ژوندیو موجوداتو د ښه او اسوده ژوند تیرولو لپاره یو پاک چاپیریال رامنځته شي.

پاک چاپیریال د هغو ناخوالو مخه نیسي،کوم چې شاید په راتلونکي کې د ککړ چاپیریال څخه رامنځته شي،لکه د تودوخي د درجې لوړیدل،شدید طوفانونه،شدید سیلابونه، د خاورې تخریب،د اوزون د طبقې له منځه تلل، د ژوندیو موجوداتو ته د سختو ناروغیو پیښیدل، د ایکو سیستم ګډوډي،د ژوند د توازن له منځه تلل او داسې نور یادولی شو،نو د همدې امله لازمه ده چې نړیوال حصوصآ د هېواد اوسیدونکي د چاپيریال پاک ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي،ترڅو د هغو حطرونو مخه ونیول شي کوم چې په چاپیریال کې د ککړتیاوو څخه منځ ته راځي.

که اوسنی چاپیریال د پخواني چاپیریال سره پرتله کړو، نو دا راته په ډاګه کیږي،چې د ژوند چاپیریال ورځ تر بلې د ککړیدو په حال کې ده او شونې ده په راتلونکي کې په بې سارې ډول ککړ شي،چې ککړیدل به یې په ژوند کې د لویو عبرګونونو سبب شي،چې د ککړیدو یو لوی سبب یې د اوسنیو صنعتي فعالیتونو زیاتیدل او چاپیریال ته د وګړو نه پاملرنه په ډاګه کولی شو،کوم چې په پایله کې یې د ژوند چاپیریال په لوړه کچه بدرنګ شوی ده،اوسنی ځینې ناخوالې کوم چې موږ ته راپیښیږي یا په ژوند کې بدلون،د کلتور تعیر، د حالاتو بدلون یا په ټوله کې بدلونونه د چاپیریال په بدلیدو سره بدلون کوي،ولې موږ ته نه محصوصیږي،خو هغه متل چې وربه شې خبر به شې موږ او تاسو ته په راتلونکي کې د هغو بدو ناخوالو پته لګیږي کله چې راپیښ شي او په سترګو یې ووینو،بیا به کومه ګټه ونه لري ځکه کله چې اوبه له ورخه تيرې شي بیرته نه راګرځي،چې له ډلې یې د اوزون طبقه یادولی شو کوم چې د ژوندیو موجوداتو په ژوند کې لوی ارزښت لري،د اوزون طبقه د یوې پردې حثیت لري او نه پریږدي چې د ماورای بنفش وړانګې ځمکې ته داخلې شي ،ولې کله چې دغه طبقه یا پرده له منځه ځي، نو د ماورای بنفش وړانګې کولی شي په اسانۍ سره د ځمکې کرې ته داخلې شي او د ځمکې په کره کې د ژوندیو موجوداتو د مختلفو ناروغیو د پیښیدو او د مړینې سبب شي.

د ژوند چاپیریال د ډول ډول ککړتیاوو په پایله کې د ککړیدو تر سرخده رسیږي،چې له ډلې یې د هوا ککړتیا،د اوبو ککړتیا،غږیزه ککړتیا،د خاورې ککړتیا او نورو ککړتیاوو یادونه کولی شو،کوم چې په اوسني چاپیریال کې دا ټولې ککړتیاوې تر سترګو کیږي،هره ورځ له دې ټولو ککړتیاوو سره مخ کیږو،نو حتمي ده چې د ورځې په جریان کې به ناراخته او ناارامه ځانونه اخساسوو ،بیا نو د هفتي په پای کې حتمي دومره ناروغه کیږو چې تر روغتونه مو ورسوي،ایا دا ټول د چاپیریال د ککړیدو وجه نه ده؟ حتمي ده چې ټولې ناورغۍ کومې چې موږ او تاسو ته راپیښیږي د ککړ چاپیریال له وجې دي.

د تودوخې د درجې لوړیدل یوه بله ستونزه ده ،کوم چې د چاپیریال د ککړیدو له وجې رامنځته شوې،د تودوخې درجه د پخوا په پرتله په بې سارې ډول لوړه شوي،او اټکل شوې ده چې د چاپیریال ساتنې د نه پاملرنې په پایله کې به د تودوخې درجې په ډیره زیاته کچه لوړه شي،چې د تودوخې د درجې لوړیدل به د داسې عبرګونونو سبب شي،چې موږ ډیر یې تصور نه شو کولی،لکه د یخچالونو ویلي کیدل،وخشتناکه سیلابونه،شدید طوفانونه،د خاورې تخریب، د ژوندیو موجوداتو ژوند ته زیان رسیدل،وچکالي،بخر ته د نږدې هېوادونو ډوبیدل او نور یادولی شو.

د ځمکې د کرې د ګرمیدو او بیا په پایله کې د خطرونو د پښیدو میکانیزم داسې ده،چې کله چې د ژوند په چاپیریال کې ځینې فعالیتونه سرته رسیږي،ددې په نتیجه کې مختلف ګازونه هوا ته پورته کیږي،چې د پورته کیدو په پایله کې یې د ځمکې څخه پورته یوه پرده جوړیږي،کله چې پرده جوړه شوه،چې دغه پرده د ګلخانې خثیت لري،ښکاره ده

کله چې د لمر وړانګې له خپلې منبع څخه حرکت کوي،نو ځمکې کرې ته ځان رسوي،په اول قدم کې ددې وړانګو سرعت زیات وي،کولی شي له هغې پردې څخه تېرې شي کومه چې د ګازونو په پایله کې جوړه شوې ده ،ځمکې ته په رسیدو سره په ځمکه باندې لګیږي څه نا څه وړانګې د ځمکې په واسطه جذب کیږي ،دلته ځمکه ګرمیږي ،چې دې ته په طبعي ‌ډول د ځمکې د کرې ګرمیدل وایي ،ځینې وړانګې بیا انعکاس کوي بیرته جوړې شوې پردې ته ځان رسوي دلته په ځمکه د لږیدو وروسته یې سرعت کم شوی وي ددې وړتیا نه لري چې له دې پردې تېرې شي بیرته ځمکې ته راګرځي ،دا سلسله جریان لري یعنې د لمر وړانګې د ځمکې او د دغې جوړې شوې پردې ترمنځ بندې پاتې کیږي او په بې سارې ډول د ځمکې د کرې د ګرمیدو سبب کیږي.

کله چې د ځمکې کره ګرمه شوه،نو ښکاره ده چې په پایله کې به یې یخچالونه په ویلې کیدو باندې پیل وکړي، په ویلي کیدو سره یې موږ د څښلو یا پاکو اوبو سرچینه له لاسه ورکوو،دا په دا مانا کله چې د تودوخې درجه ټیټه وي،نو یخچالونه په تدریجي ډول سره ویلي کیږي اودغه اوبو زموږ او ستاسو د استفادې لاندې راځي،خو ولې کله چې د تودوخې درجه ډیره لوړه وي نو یخچالونه په یو وار سره په ویلي کیدو باندې پیل کوي،په دې سره د اوبو منابع له لاسه وځي، هغه اوبه کوم چې د یخچالونو د ویلي کیدو په پایله کې راغونډې  شوې په زیات حجم سره د شدید سیلاب په ډول سره راوځي،نو ښکاره ده چې شدید سیلابونه په اول قدم کې د خاورې د تخریب سبب ګرځي،د کلیو او ښارونو د له منځه تګ سبب کیږي،د انسانانو او حیواناتو د ژوند لپاره د حطر  باعث کیږي، په کروندو کې د کرل شویو نباتاتو د له منځه تګ سبب کیږي،کله چې غذایي مواد تولید نه شي نو ښکاره ده چې د لوږې سبب به وګرځي،دغه سیلابونه په د تخریباتو سره مل ځان سمندرونو ته ځان رسوی،کله چې سمندر ته رسیږي،نو د سمندر د سطحې د لوړيدو سبب کیږي،کله چې په سمندر کې د اوبو سطحه لوړه شي،نو ښکاره ده چې سمندر ته نږدې هېوادونه به له ډوبیدو سره مخ شي ،کله چې هېوادونه تر اوبو لاندې کیږي ،نو هغه بخرانونه چې دې هېوادونو ته به پیښ شي خپله یو څو دقیقې فکر وکړی چې څه به پیښ شي.

د چاپیریال بدرنګوالی هم په خپل وار سره د ژوند چاپیریال کې د ډیرو بدو اغیزو درلودونکی ده،په پاک چاپیریال کې سړی روحآ تازه وي ولې په بدرنګ او چټل چاپیریال کې بیا سړی ځان ستړی او خفه اخساسوي ،کله چې سړی روحآ ستړی وي ښکاره ده چې په جسمي ډول به ناروغه وي،نو ددې لپاره باید د یو پاک او سوتره چاپیریال د رامنځته کیدو لپاره تر بل هر څه ډیره پاملرنه وشي.

د چاپیریال په ککړیدو سره به د ځمکې پر مخ د ژوند کولو توازن له منځه ولاړ شي،ایکو سیستم کوم چې د ځنځیر په شان حثیت لري که په دې ځنځیر کې یوه کړۍ له منځه ځي ورسره په څنګ نوره کړۍ یې هم حلاصیږي بیا په مکمل ډول له منځه ځي،نو ددې لپاره چې د ژوند کولو توازون مو ساتلی وي،نو باید د چاپیریال ساتنې لپاره اړین ګامونه پورته شي تر څو دغه توازون برقراره وساتل شي.

که هر څومره د ککړ چاپیریال په بدو اغیزو باندې وغږیږو،نو دې پایلې ته به ورسیږو،چې ککړ چاپیریال د بدرنګ ژوند د رامنځته کیدو سبب کیږي،نو دهمدې لپاره باید لاندې نقاط په نظر کې ونیول شي تر څو تر خپله وسه د چاپیریال ساتنې لپاره مو خپل مسولیت ادا کړی وي او هم مو خپل ژوند ته مثبت بدلون ورکړی وو.

  • د صنعتي فعالیتونو د ترسره وي لپاره باید هغه ساخې په نښه شي،کومې چې د ښارونو څخه لري موقعیت ولري.
  • د ځنګلونو د قطع کیدو مخه باید ونیول شي،هغه ځنګلونه کوم چې په طبیعي ډول شتون لري د هغوی ساتنه او رغونه باید وشي.
  • د زاړه انجن لرونکو موټر له استعمال څخه باید ډډه وشي.
  • هغه ساخې چې ډیرې د تخریب سره مخ دي،په هغو ځایونو کې باید تر ډیره نباتات کینول شي.
  • کثافات باید د ښار څخه په لرې ساخو کې دفن شي.
  • د ډبرو سکرو د سون پر ځای باید له بادي او یا لمریزې انرژۍ څخه ګټه پورته شي.
  • د ځمکې د لوڅیدو څخه باید مخه ونیول شي،چې ددې چارې لپاره نباتې پوښښ ښه نتيجه ورکوي.
  • په فابریکو کې باید باکفیته مواد استعمال شي.
  • د چاپیریال ساتنې قوانین باید عملي شي.
  • په کورونو کې د اضافي موادو د تولید لپاره باید کثافت دانې جوړې شي.
  • اوداسې نور.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply