اسلام او ټروريزم / مولوي حسام الدين ايوبي

0 863

که کوم څوک د عيسايي ټروريزم اصطلاح وکاروي، نو يو څوک به ووايي چې ته متضاد ترکيب (contradictory term) کاروې، عيسايت له ټروريزم سره هیڅ اړيکه نه لري عيسی عليه السلام ویلي چي تاسې له خپل دښمن سره مینه وکړئ:
(Love your enemy) د عيسايت لارښوونې پر مينه (Lovee) بنا دي، نو په داسې حال کې عیسايي ټروريزم هيڅ مانا نه لري، مګر دا نيمه رښتنولي ده.
سمه ده چې عیسی عليه السلام ويلي، تاسې له خپل دښمن سره مينه وکړئ، مګر د نیو ټيسټمينټ له روايت سره سم عیسی عليه السلام دا هم ويلي چې داسي فکر و نه کړئ، زه د سولې کولو ته راغلی يم، بلکې جګړې ته راغلی يم.

Do not think that I came to bring peace on earth. I did not come to bring peace but a sword. (10:34)
نو بيا وجه څه ده چې د عيسی عليه السلام له دې ښکاره لارښوونې سره – سره هيڅوک پر عيسايانو د ټروريزم تور نه پورې کوي؟

د دې وجه دا نه ده چې عیسايان جګړې نه کوي، ساده وجه يې دا ده چې دوی خپلې جګړې د ملي ګټو (national interest) په نوم کوي، نه د عيسایي مذهب په نوم.
مثلا هټلر يو عيسايي و، هغه دويمه نړۍ واله جګړه وکړه، خو دا جګړه يې د عيسايت په نوم نه، بلکې د جرمني قوم په نوم وه.

همدا راز امريکا په ويټنام کې تر لسو کلونو زياته جګړه وکړه، خو هغوی هم داسې و نه کړل چې دا يې د عيسايت جګړه وبلله، بلکې د دې بر خلاف يې وویل چې دوی د امريکايي ګټو له‌پاره جنګېږي.

ځينې خلګ دا ګيله کوي چې رسنۍ غواړي اسلام ته د ټروریزم د نوم په ورکولو هغه بدنام کړي، خو زه به ووايم چې په دې کې پړه د رسنیو نه ده، ځکه مسلمانانو په خپله هر ځای د اسلام په نوم زور – زياتي ته دوام ورکړی او د جهاد په نوم یې يادوي.

په داسې حالت کې د رسنيو رول له دې پرته بل څه نه دی چې د مسلمانانو وينا او عمل د دوی له خپلې دعوې سره سم بيانوي.
که مسلمانان خپلې جګړې ته د ټولنيزو ګټو نوم ورکړي، نو د مسلمانې ټولنې نوم به ورسره پيوست شي، خو کله چې دوی خپل تاوتريخوالي ته د اسلام نوم ورکوي، نو دا بېخي طبيعي ده چې په رسنيو کې به د اسلامي تشدد په نوم يادېږي.

اصل حقیقت دا دی چې د اسلام ټولې لارښوونې د سولې پر اصولو بنا دي، د اسلام ۹۹ سلنه اياتونه په مستقيم يا غيرمستقيم ډول له سولې سره تړاو لري، مګر له دې سره – سره ځينې، يا يو څه ایاتونه له جګړې سره هم تړلي دي، خو په اسلام کې سوله عمومي حيثيت لري او جنګ استثنايي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply