افغان محصله وخت دې ارزښتناک دی / محمودحقانى

0 913

خیرے کن اے فلاں و غنیمت شمار عمر

زاں پيشتر که بانگ برايد فلاں نماند

شيخ سعدی رح

د ګران وطن په ځينو سيمو کې تعليمي کال پيل کېدو سره سره له ښه مرغه ځوان قشر مو هم د نورو کلونو په پرتله ښه تود هرکلى وکړ خو  وطن مو د څو لسيزو راپدېخوا ستر ستر ناورينونو او دردونكو حالاتو سره مخ دى چې ددې له کبله ځينو ځايونو كې ښوونځي، پوهنتونونه نشته او ځينو ځايونو كې مکار، ناترسه دښمن د شخصي ګټو له امله دروازې ورتړلي البته که نورو سيمو کې ددې مخې ته څه مزاحمات نشته خو هلته بيا ځوانه طبقه خپل ارزښتناك وخت کې دومره ناغيړي کوي چې د سبقونو، مطالعو او څېړنو پر ځاى فضول چکرونو، ګپ شپونو، خنداګانو او موسيقۍ باندې تېروي

ددې له امله چې زده کړيالان مو لږ ويښ او احساسمند شي دا يو څو کرښې مې ذهن کې راغلې ګوندې که کوم محصل ته ګټورې ثابتې شي

وخت د خداى يو داسې عام نعمت دى چې مالدار نادار، پوه ناپوه، کوچني لوى، نارينه او مېرمن ټولو ته يو برابر ورکړى د وخت مثال تېز لمر ته د  کېښودلى شوې واورې ‘يخ’ په څير دى که استفاده ترې وکړاى شي نو ډېره ښه ګني هغه حتماً ويلي کېږي او وخت داسې تيزه سورلۍ ده چې نه راکب ته د تيزوالي احساس کېږي او نه يې د رفتار په کمولو او يا بندولو قدرت لري

زموږ سپيڅلي کتاب قران کې که په زمانې، شپه او ورځ باندې قسمونه شته همدا راز په مختلفو وختونو د بيلګې په توګه سهر، څاښت او مازديګر هم سوګندونه شته خو په دې ټولو قسمونو کې مابه الاشتراک انسان راجلبول دي د وخت نه په استفادې باندې.

دا ډول په احاديثو کې هم نبي عليه السلام خپلو پيروانو ته د وخت قدر، اهميت او احساس په باره کې مختلفو طريقو سره لارښوونه کړې يو حديث کې داسې دي چې تاسې پنځه شيان مخکې د پنځه شيانو نه غنيمت وګڼئ يو پکې ” فراغت مخکې د بوختياوو ” نه دى، نن به وزګار يې سبا به مصروف، که څه کول غواړې نو ويي کړه ځكه دا د تورې په څېر دى که ته يې کټ نه کړې نو تا به کټ کړي، چا چې زيار او کوښښ وکړ نو د هغه په لمن کې به څه نا څه راشي ګني دا د چا لحاظ نه ساتي او نه د تللو وروسته بيرته راځي

د وخت په صحيح استعمال سره وحشي نه مهذّب د مهذّب نه فرښته صفت د جاهل نه عالم او د مسکين نه مالدار انسان جوړيږي

په کړکيښ “تاريخ” کې چې څومره لويې لويې څيرې تيرې شوي هغه که د دين په باب کې وي او که د دنيا د هغوى ټولو په برياليتوب کې يوازنى راز د وخت دى چې دوى ورته تل د قدر په نګاه کتلي

غربي ټولنه چې نن سبا په علم، ساينس، ټيکنالوجي، طب، فلسفه او جغرافيه کې څومره مخکې ده اساسي لامل يې د وخت قيمتي کول دي، خو له بدمرغۍ نه مسلمان ملت په فحاشئ، بې حيايئ، رقص موسيقۍ، نر ښځې په اختلاط او داسې ورته نورو ناشايسته کړنو کې د غرب پيروي وکړه خو هغوى کې چې کوم ښه او د ستاينې وړ عادتونه وه هغه يې نه دي خپل کړي، دې زمانه كې خو غير مسلم د وخت قدرداني ډېره کوي ليکن په واقعيت كې دا د مسلمان قوم او د علم د اسمان د ځلانده ستورو وطيره وه دوى “مسلم ملت” علمي، تصنيفي ميدان کې دومره پرمختګ کړى چې هغه موږ په ټول ژوند کې مطالعه کولاى نه شو  علامه ابن الجوزي د ابن عقيل په اړه ليکلي چې دې شخصيت په 80 فنونو کې کتابونه ليکلي او يو کتاب يې 800 ټوکه ته  رسېږي چې په ټوله نړۍ كې ترې غټ کتاب نشته،

د مشهور مسلمان رياضي پوه علامه بيروني د نوم نه به څوك نه وي خبر ، ده د مرګ د بېهوښۍ په حالت كې هم د ميراث مسئلې پوښتنه کوله او ويل يې چې دا ما لپاره غوره ده چې ددې مسئلې نه باخبر وفات شم،

له بده مرغه موږ داسې زمانې سره مخ يو چې ښوونکى او زدكوونكى ټول د وخت د ضياع  په ناروغۍ اخته دي هر يو عصري ټيکنالوجۍ او ټولنيزو رسنيو کې داسې بوخت دي چې نه ورسره ددې هيواد فکر شته او نه ددې کړيدلي هيودوالو، زما په اند بايد زموږ د نورو ادارو په پرتله د ښوونې روزنې اداره “په هره څانګه کې چې وي”  ډېره فعاله او چسته واى ځكه موږ ستونزمنې او بدبختې جګړې ډېر لرې ويشتلي يو خپل ځاى ته به هلته راځو چې د قوم بچيانو کې مو د وخت احساس رابيدار شي او داسې نوښتونه او ابتکارات وکړي چې د سيمې هيوادونه ورته ګوته په غاښ شي

افغان محصله! ته ددې درديدلي وطن او د زحمتونو په غېږو کې را لوى شوي ملت بچى يې تا ته ددوى سترګې دي ته به دا هيواد د رغيدو، پرمختګ، سوکالۍ، يووالي او امن راوستلو لورې ته بيايې

هيله مند يو چې ستا په زيار، کوښښ، اخلاص اوژمنتيا سره به دا هيواد رقيبانو لپاره مشاراليه بالبنان وګرځي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply