هند – افغانستان؛ د ستراتژيکې ملګرتیا بل پړاو / جمیل وقار

0 1,036
د جنوبي اسیا په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د ډونالډ ټرمپ ستراتژي دری مهم خو مشترک ټکي درلودل. په افغانستان کې به د امریکا نظامي حضور تر نامعلومې اوږدې مودې غځېږي، پر پاکستان یې تر بل هر وخت توندې نیوکې وکړې او له هند څخه یې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې خپلو پروګرامونو ته پراختیا ورکړي.
د امریکا په مشري د نړیوالې ټولنې په ملاتړ او هڅو د اوسني نظام له رامنځ ته کېدو سره هند د افغانستان په چارو کې له مهمو دخیلو هېوادونو څخه دی او په تېرو شپاړسو کلونو کې د افغانستان په دولت جوړونه، پوهنې، بیارغونې، د نظامي افسرانو په روزونه او تر یو څه بریده د افغان امنیتي ځواکونو په تجهیز کې فعاله ونډه درلودلې، خو د امریکا په څنګ کې د پاکستان موجودیت یې تر ډېره لاسونه تړلې و.
اوس چې له پاکستان سره د امریکا اړیکې تر بل هر وخت خرابې شوې، چین څو ګامه وړاندې تللی، روسیه رامخې ته شوې او د امریکا لپاره تر ټولو بده دا چې پاکستان یې هم په ملیارډونو ډالره مرسته اخلي، هم یې په وړاندې وسله والې ډلې حمایه کوي او هم په زغرده له چین او روسیې سره تړونونه کوي؛ امریکا په سیمه ییزه کچه له هند پرته بله ګزینه نه لري.
روانه اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په مشري یو پلاوی هند ته په دوه ورځني سفر ولاړ او هلته یې د هند صدراعظم نریندرا مودي په ګډون د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې په شمول یو شمېر لوړپوړي مسوولین اوتجارانو سره جلا جلا ناستې درلودې او د افغانستان او هند په مشترکو ګټو، تروریزم پر ضد مبارزې، تجارتي راکړې ورکړې او فرهنګي مسایلو یې ګڼ تړونونه لاسلیک کړل.
د سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتژي له اعلان وروسته دا په لوړه کچه د افغان او هندي لوریو ترمنځ لومړۍ لیدنې دي او د سفر په لړ کې هند ژمنه وکړه، چې د دولت جوړونې، پرمختګ او تروریزم پر ضد مبارزه کې به یې همکاري تر پخوا زیاتېږي.
هند په سیمه کې د خپل حضور پراختیا او په ځانګړې توګه د پاکستان پر وړاندې د لا زیاتو خنډونو د ایجادولو په موخه موقع ته په تمه و او د امریکا د نوې ستراتژي له اعلان سره یې دا موقع ترلاسه کړه. له دې وروسته به هند په خلاص لاس د افغان امنیتي ځواکونو روزنه پر مخ بیايي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به تجهیزوي، د بیارغونې په پروژو کې به یې ونډه زیاتېږي او د چابهار په څېر سیمه ییزو سترو پروژو په لټه کې به وي. پاکستان سره له دې چې د امریکا پوځي او مالي مرستې له لاسه ورکړې، هغه معنوي ملاتړ یې هم له لاسه ورکړ، چې په ګټې اخیستنې یې حداقل د خپل دښمن هند مخه پرې ډب کړې وه.
پاکستان په عمومي توګه د ځان د بقا لپاره له تېرو څو لسیزو راهیسې په افغانستان او کشمیر کې تخریبي مداخله روانه ساتلې او د دولتونو پر وړاندې وسله والې مخالفې ډلې حمایه کوي. د عمومیاتو په جزیاتو کې تر خپله وسله هڅه کوي، چې په سیمه کې د هند د حضور پر وړاندې له بېلابېلو لارو مزاحمتونه ایجاد کړي، د ډیورنډ مسله یوې بلې خواته کړې او د افغانستان بهرنۍ سیاست څه ان هڅه کوي د کورني سیاست په برخه کې نزاکتونه په پام کې ونیول شي.
په سیمه ییزه او نړیواله کچه د تېرو کلونو په پرتله حالات بدل شوي، په ځانګړې توګه د افغانستان موقف د تېرو دوو لسیزو له موقف سره فرق کوي او افغانستان اوس په هغه موقف کې نه دی، چې د پاکستان هرې لوبې ته په اسانۍ تسلیم او یا یې پرېکړې له افغان لورې سره په همغږي تطبیق شي. که څه هم پاکستان هڅه کوي خپل چلند په هماغه شکل روان وساتي، خو په دې مینول تګ پرته له دې چې د پاکستان بقا ته زیان ورسوي، نوره ګټه نشي ترلاسه کولای.
که څه هم د امریکا، هند او افغانستان په شمول سیمه کې ښه مثلث را تشکیل شوی، خو په مقابل کې پاکستان چین او روسیه او د دوی سربېره ایران ولاړ دی، چې سیمه کې د امریکا له حضور سره مخالف دي او د تروریزم پر ضد د دې هېواد په هڅو شک کوي؛ خو افغان لوری که څه هم د امریکا د مثلث برخه ده، سیمه ییزه انډولي باید وساتي او سیمه ییز هېوادونونه د خپل ټپ په درد وپوهوي او لامل چې پاکستان دی، لا ښه واضح کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply