د پوهنتونونو ارزونې/ سید شاه ویاړ

0 912

سریزه

د دې لپاره چې موږ پوه شو کارونه څومره د ټاکل شوو معیارونو مطابق د هدف پر خوا روان دي، مؤثریت او مثمریت يې څومره دی، ستونزې او مشکلات شته او که نشته؟ دې پوښتنو ته د ځواب موندلو په موخه موږ باید د ازونو له مختلفو ډولونو څخه استفاده وکړو، د پایلو د مالومولو وروسته په اصلاحي او بهبودي اقداماتو لاس پورې کړو، چې دا کار موږ په تعلیمي او تحصیلي مؤسساتو کې هم کوو. د ښونیز او روزنیز بهیر پر مهال په ټوله نړۍ کې پخوا دا رایجه وه چې نهايي آزموینه به د ښوونیز او روزنیز جریان وروستۍ کړۍ وه؛ خو اوس کولای شو چې آزموینې د تدریس په جریان کې یا له هغې وړاندې هم وکاروو یانې ارزونه د ښوونیز او رزونیز بهیر یوه نه بیلیدونکي برخه ده، چې د زده کوونکو یو له بله سره د پرتله کولو او یا د هغوی د طبقه بندي کولو په ځای د هغوی د زده کړه ایزو چارو په لارښوونه کولو تمرکز کوي.

ارزونه د ژوند په هر برخه کې کیدلی شي؛ خو لکه مخکې چې وویل شول ارزونه د ښوونیز او رزونیز جریان یوه نه بیلیدونکي برخه ده، چې په بیلا بیلو وختونو کې سر ته رسیږي او همدارنګه ارزونه د بیلا بیلو موخو لپاره په بیلا بیلو ډولونو ترسره کیږي.

د افغانستان په پوهنتونونو کې هم ارزونې کیږي، چې د ښه والي سره سره ډیرې ستونزې هم په یادو ارزونو کې شتون لري. دا ستونزې ډیرې عیني او د لیدلو وړ دي، ښايي د هغې منفي اغیز تر ډیره هم په محصلینو او شاګردانو او هم زموږ په ټولنه کې موږ احساس کړی وي، موږ به په دې انتقادي او تحلیلي مقاله کې په دې خبرې وکړو چې د افغانستان د لوړو زده کړو په مؤسسو کې د ارزونې کاروونه څه ډول، د کومو اهدافو لپاره، په کومو وختونو کې ترسره کیږي، زموږ په پوهنتونونو کې کاریدونکي ارزونې صحت او ثبات لري او که نه، شفافیت او اغیز پکې تر کومې اندازې لیدل کیږي او همدارنګه له کومې نوعې ارزونې څخه ډیره استفاده کیږي، په نهايي ارزونو کې له کوم ډول پوښتنو څخه ډېره استفاده کیږي؟ په دې به هم وغږیږو چې کوم څه د دې لامل شویدي تر څو ارزونه څه ډول او د کومو موخو او مقاصدو لپاره چې باید وکارول شي نه کارول کیږي او په اخره کې به غورچاڼ او ځینې وړاندیزونه هم ولرو.

د افغانستان د لوړو زده کړو په مؤسساتو کې د محصلانو د زده کړو د ارزونې پر طریقو تحلیلي او انتقادي مقاله

په افغانستان کې معمولاُ د زمان او هدف له لحاظه یوازې د یو ډول ارزونې څخه چې هغه تراکمي یا نهايي ارزونه ده بیخي ډیره استفاده کیږي، کیدای شي دا مختلف لاملونه ولري، د بېلګې په توګه: یا استاد نه غواړي خپل ځان په زحمت کړي( د شاګردانو کورنۍ دندې، پروژې او مقالې وګوري یا سمینارونو ته يې کیني) او یا دا چې په ټولګیو کې د شاګردانو د شتون ډیروالی يې هم لامل کیدلی شي چې د پروژو، سمینارونو او مقالو یا هره ورځ د هر شاګرد څخه د تېر درس په اړه پوښتنو کولو په برخه کې خنډونه ایجادوي او د یوه استاد لپاره د دوامدارې ارزونې مخه يې ډب کړيده؛ نو ځکه له تراکمي ارزونې څخه استفاده کول ورته بدیله لار ښکاري. تراکمي ارزونه د آزموینو د بیلابیلو ډولونو(تشریحي، سمې او ناسمې، پرتلیزې، څو ټاکنیزې او لنډ ځوابه آزموینو) لرونکي ده. لکه پورته چې ذکر شوه د ارزونې له نورو ډولونو څخه چې باید د شاګردانو د شخصیت د بیلا بیلو اړخونو( عاطفي وړتیاوې، حرکي او رواني اړتیاوې، عملي وړتیاوې، شخصیتي ځانګړتیاوې…)

د پيژندلو او تقویه کولو لپاره وکارول شي، نه کارول کیږي. د تراکمي ارزونې یا نهايي آزموینې د دې هدف لپاره کارول کیږي چې د دې په مرسته موږ کولای شو یوازې د محصلانو تحصیلي پرمختګ او د هغوی د زده کړې کچه مالومه کړو؛ ولی دلته يې استادان د دې موخې لپاره کاروي چې د شخصي علاقو له مخې یا په طبیعي ډول شاګردان کامیاب او یا ناکام کړي. شاګردان د نسبي معیار له مخې یو د بل سره مقایسه کوي یانې ځینو شاګردانو ته د ځینو نورو شاګردانو څخه ډیرې نمرې ورکوي. له بلې خوا د افغانستان د لوړو زده کړو په مؤسساتو کې چې کومې نهايي ارزونې صورت نیسي د پوښتنو د ډولونو له مخې ستونزې لري.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د لایحې له مخې درې ډوله پوښتنې په آزموینه کې باید راوړل شي: چې یو يې تشریحي دي، بل ډول يې لنډ ځوابه دي او بل ډول يې څو ټاکنیزې پوښتنې دي؛ د پوښتنو پاتې نور ډولونه چې باید په یوه معیاري آزموینه کې وکارول شي، نه راوړل کیږي چې دا خپله د آزموینې ښه والی او اغیزمنتوب تر تأثیر لاندې راولي؛ ځکه د محصلینو ځینې وړتیاوې دي چې موږ يې د پوښتنو د پاتې ډولونو(سمو-ناسمو او پرتلیزو پوښتنو) پواسطه تر ټولو ښه اندازه کولای شو.

بله خبره دا چې د پوښتنو په حل کولو کې د شاګردانو استعدادونه هم مختلف دي. ځینې شاګردان د تشریحي، لنډ ځوابه او څو ټاکنیزو پوښتنو په نسبت سمې-ناسمې او پرتلیزې یا مقایسوي پوښتنې ښې حل کولای شي؛ نو د دوی د پوښتنو د حل کولو استعداد په نظر کې نیولو سره باید په نهايي آزموینو کې د پوښتنو یاد ډولونه هم ځای په ځاي شي تر څو د شاګردانو په منځ کې عدالت تطبیق شوی وي. له بلې خوا موږ نشو کولای چې د تراکمي ارزونې په واسطه د شاګردانو علاقه، جرات، د عملي کار کولو ځواک او نور مالوم کړو؛ نو که  زموږ موخه او هدف د پورته ځانګړتیاوو پيژندل وي، باید د تکویني یا دوامداره ارزونې( شاګرد ته پروژه ورکړو، سمینار ور کړو، مقاله ورکړو) او همدارنګه د عمل کردي سنجش (د یوه عمل د اجرأ په وخت کې د شاګرد وړتیاوې اندازه او وسنجوو) څخه استفاده وکړو.

د تکویني ارزونې څخه چې اغیز يې د شاګردانو د ښې زده کړې، د استاد او شاګردانو د قوي او ضعیفو نقطو مالومولو او د شاګردانو د پوهې د لوړو سطحو د اندازه کولو په برخه کې بیخي ډیر دی باید استفاده وشي.

له بده مرغه اول خو زموږ د لوړو زده کړو په مؤسسو کې له تکویني ارزونې هیڅ استفاده نه کیږي او بیا که کمه کیږي هم د استاد د ضعیفوالي ګناه د شاګردانو په غاړه ور اچول کیږي یانې کله چې په یوه ټولګي کې ډیر شمېر شاګردان په پرلپسې توګه د استاد په درس نه پوهیږي او د تېر درس په اړه د هغې پوښتنو ته سم ځواب نشي ورکولای؛ نو استاد داسې انګیري چې ګواکې ستونزه په شاګردانو کې ده، په داسې حال کې چې دې وخت کې ښايي د استاد د تدریس په مېتود، د استاد له خوا په موضوع نه حاکمیت، د مالوماتو ناسم انتقال او یا په افهام او تفهیم کې ستونزه وي.

یا که چیرې استاد شاګردانو ته یوه پروژه، سمینار او مقاله ورکوي د هغې په اړه لازمه لارښوونه شاګردانو ته نه کیږي تر څو شاګردان د استاد لارښوونو په رڼا کې خپل کار مخته بوزي یا دا چې مخکې له دې چې یوه موضوع تدریس شي او شاګردان په هغه کې ابتدايي مالومات خاصل کړي استاد هغوی ته په یاده موضوع کې د پروژې یا مقالې لیکلو دنده سپاري چې د دې دندې په سمه توګه سرته رسولو د شاګردانو لپاره ډیره سخته یا نا ممکنه ده.

زه چې څومره تجربه لرم او ما لیدلي دي تر اوسه یوه بېلګه هم شتون نلري چې یو استاد دې په درس کې د محصلینو د ځانګړو یا تکراري ستونزو د تشخیص او د هغې د حل په موخه د تشخیصي ارزونې څخه په کوم پوهنتون کې استفاده کړي وي، پدې مانا چې دلته ډیری محصلین له یو لړ تکراريدونکو ستونزو سره لاس او ګریوان وي؛ خو استاد هڅه نه کوي تر څو د یوه مشاور او یا ارواپوه په مرسته هغه ستونزه هواره کړي، دا چې ولی؟ شاید یو لامل يې دا هم وي چې په پوهنتونونو کې موږ د محصلینو د خاصو او ځانګړو ستونزو د حل په موخه د ارواپوه یا مشاور په نوم کوم کس نلرو. په افغانستان کې د محصلینو په برخه کې پرته له طبیعي ستونزو هره ورځ  محصلین د غیر طبیعي یا ناوړاندیز شويو ستونزو سره مخ کیږي، د بېلګې په توګه یو شاګرد هر وخت حاضري کوي او په درسونو کې فعاله ونډه اخلي، یو دم همدا شاګرد په غیر حاضریو پيل کوي، چې شاید بیلا بیل لاملونه ولري لکه: په یوه چاودنه کې د کورنۍ د سرپرست د لاسه ورکول او ده ته د کور د سرپرستۍ ور پاتې کیدل، د تعلیم دښمنانو له لورې هغه ته د مرګ ګواښونه کول او نور، چې دا ستونزې باید تشخیص او د حل په موخه يې اقدامات صورت ونیسي.

د پیل یا د آغاز ارزونه چې تر ډیره د ژبو په کورسونو کې تطبیق کیدای شي، تر یو حده د ژبو ادبیاتو په پوهنځیو کې د شاګردانو د نویو مضمونونو د پيل په موخه د سمستر په پیل کې او یا د یو استاد له لوري د درسي ساعت په شروع کې د نوي درس د پیل څخه وړاندې په هماغه راتلونکي نوي درس د پوهیدو په هدف کارول کیږي. دلته زموږ په پوهنتونونو کې خو اول هیڅ دا آزموینه نه ترسره کیږي؛ بلکې استاد ورکړل شوی درسي پروګرام شروع کوي؛ خو که بیا د یو استاد له خوا د پيل آزموینه واهم خیستلی شي؛ نو د محصلینو د بیلابیلو سطحو د اوسط مطابق استاد خپل درسي پروګرام عیاروي، چې دا هم په یوه ډول د هغه محصلینو د سويې سره چې په هماغه مضمون کې، کوم چې په راتلونکي کې ورته تدریسیږي متفاوت دی یانې تر سويې يې لوړ دی او د ځینو محصلینو له سويې ښکته دی چې د هغوی لپاره هسې د وخت ضایع ده.

د درسي ساعت په پيل کې د نوي درس د شروع څخه وړاندې د افغانستان د لوړو زده کړو په مؤسساتو کې ډیر کم استادان چې د نشت برابر دي، د نوي درس په اړه به محصلین ارزوي او د هغوی نظر به اخلي یانې دا خبره هیڅ مروجه نه ده چې شاګردان دې د تدریس کیدونکي نوي موضوع په اړه  وپوښتل شي. ښه به دا وای چې استاد د نوي درس له پيل څخه وړاندې د شاګردانو څخه د درس د نوي موضوع په اړه پوښتنې مطرح کړي وای؛ یو خو به هغوی کې د انګیزې د ایجاد سبب شوی وای او بله دا چې که ځینې شاګردان د پراخې مطالعې له مخې په نوي درسي موضوع پوهیدلای؛ نو لازمه دا وه چې هغوی ته يې ځان ته بله موضوع شروع کړي وای، ځکه دا موضوع چې د نورو شاګردانو لپاره نوي ده، ولی د ځینو لپاره تکراري او زړه ده یا د هغوی لپاره د وخت ضایع او ستړیوونکي ده.

د اجرأ له مخې کومې ارزونې چې دلته د افغانستان د لوړو زده کړو په مؤسساتو کې تر سره کیږي او تر ډیره زموږ سروکار هم ور سره دی، د هغې موضوع  د محصلانو یا شاګردانو تحصلي پرمختګ دی. دا هغه ارزونې دي چې پر ټاکل شويو اهدافو څرخیږي، یانې هغه کُلي او دقیق یا جزي اهداف چې مخکې له مخکې تعین شویدي، هغو ته د رسیدو کچه د همدې ارزونې په مرسته مالومیږي؛ خو نیوکه دا دی، کومې ارزونې چې د اهدافو د تر لاسه کولو په خاطر کارول کیږي پر بیان شوو نیمګړتیاوو یو شمېر نورې نیمګړتیاوې هم لري. د ارزونې د نورو ډولونو که تېر شو او راشو پر نهايي اروزنه بحث وکړو کومه چې د بیلا بیلو آزموینو لرونکي ده او د یوې ښوونیزې دورې په پای کې د موخو د تر لاسه کیدو د اندازې مالومولو په خاطر کارول کیږي. کله چې تراکمي ارزونه یا په اصطلاح نهايي آزموینه اخیستل کیږي اصولاً باید د مشخصاتو له جدول څخه د آزموینې د پوښتنو په جوړولو کې کار واخیستل شي، مقصد دا لازمي امر دی چې د نهايي آزموینې د پوښتنو د جوړولو پر مهال د آزموینې د ثبات او محتوايي اعتبار لپاره خامخا باید د مشخصاتو جدول وکارول شي تر څو له یوې خوا مو پوښتنې د ټاکل شويو اهدافو سره همغږي ولري او له بلې خوا د شناختي ساحې د مختلفو سطحو لپاره په متوازنه توګه د پوښتنو شمېر ترتیب شي، خو له بده مرغه چې کابو زما د تدریس کولو څلور کاله تیریږي، لیکن تر اوسه ما هیڅ استاد ونه لیده چې حتی هغه دې د مشخصاتو جدول وپيژني، کارول خو يې لرې خبره ده؛ نو دلته ده چې نهايي آزموینې مو په معیار او اصولو برابرې نه دي اعتبار نلري.

په نهايي آزموینو کې مو ډیری پوښتنې د شناختي ساحې په یوه یا دوو برخو پورې تړاو لري چې هغه د حفظ کولو یا د پوهیدلو ساحې دي او همدارنګه د مهمو اهدافو په ځای کم اهمیته اهداف په پوښتنو کې ځی په ځی کیږي او بله دا چې ډیر داسې هم شویدي چې په نهايي آزموینو کې په پوهاوي یا ناپوهاوي سره د رفتاري اهدافو په ځای غیر رفتاري اهداف چې د اندازې وړ ندي ځی په ځی کیږي، چې وروسته د نمرو ورکولو په وخت کې بې عدالتي صورت نیسي او د دې ټولو نیمګړتیاوو په پایله کې د آزموینې مثبت اغیز چې باید په زده کوونکو يې ولري له منځه ځي اوهم يې شفافیت ته زیان رسیږي. د افغانستان په تحصیلي مؤسسو کې د ارزونې کوونکو استادانو دا غټې نیمګړتیاوې، ښايي له دې سرچینه  اخلي او لاملونه يې دا وي چې په ښوونیزو او روزنیزو جریانونو او د زده کړو په مؤسساتو کې د مسلکي تعلیماتو اړوند مضامینو ته کوم چې زده کړه او پرې پوهیدنه يې د هر روزونکي، ښوونکي او ارزوونکي استاد لپاره اړینه ده، په ارزښت قایل ندي او دې مهمو مضامینو ته د کم ارزښته مضامینو په سترګه کوري، په نصاب کې شتون يې یوازې د کرېډېټونو پوره کول ګڼي او زده کړه يې جبري نه ګڼي؛ نو ځکه زموږ د ښوونکو، روزونکو او په ځانګړي توګه د تحصیلي مؤسسو استادانو د تدریس په طریقو، د ښه استاد کیدو په اوصافو او د هغوی له خوا د کاریدونکي ارزونې په برخه کې ډېرې نیمګړتیاوې او ستونزې موجودې دي.

د افغانستان د لوړو زده کړو په مؤسساتو کې د شاګرد د شخصیت په نورو ځانګړتیاوو سربېره د د کومو ډول ارزونې سره چې زموږ سروکار دی د هغې موضوع تر ډیره محصل دی او د محصلانو د تحصیلي پرمختګ مالومول دي، چې دلته عمده ترین معیار هغه موخو ته د رسیدو کچې مالومول دي کوم چې مخکې له مخکې ټاکل شوي دي؛ خو په دې ځای کې هم نقد دا د ی چې زموږ استادانو له خوا د ځینو شخصي عقدو له مخې یا د ارزونې پر اصولو د نه پوهیدو له وجې د دې په ځای چې د محصل تحصیلي پرمختګ وسنجول شي او هغه موخو ته د رسیدو اندازه مالومه کړي چې په لومړي سر کې مو ټاکلي وې، بلکې د محصلانو د را پرځولو کوشش کیږي یا د هغې د استعدادونو د وژلو هڅه کیږي. د تحصیلي پرمختګ په ارزونو کې نه یوازې دا چې شاګردانو د کړنو په اړه قضاوت صورت نیسي بلکې د ښوونیزې برنامې د اغیزمنتیا اوهمدارنګه د استاد د ښوونیزو روشونو په اړه هم باید د یادې ارزونې له پایلو څخه ګټه پورته شي او په یادو برخو(د استاد د تدریس روشونو او یا درسي برنامه) کې د نیمګړتیاوو په صورت کې باید اصلاحي اقدامات صورت ونیسي، چې له بده مرغه دا کار د افغانستان په تحصیلي مؤسسو کې په نشت برابر دی یانې په یوه ټولګي کې دزیاتو شاګردانو ناکامي استاد د ځان او یا د ښوونیز پروګرام کمزوري نه بلکې د شاګردانو کمزوري یادوي.

 او بله دا چې دلته د شاګردانو د هر اړخیزې ارزونې لپاره د ارزونې له بیلا بیلو طریقو څخه کار نه اخیستل کیږي، لکه: پرته د تحصیلي پرمختګ له آزموینو چې هغه کې هم ډېرې نیمګړتیاوې شتون لري د شاګرد د علاقې، هوش، استعداد، مېل او نورو ځانګړتیاوو د سنجولو لپاره اصلاً ارزونې نه ترسره کیږي. د ښوونیزې برنامې څخه هم کله نا کله ارزونه صورت نیسي؛ خو هغه هم په تشریفاتي شکل یانې کله چې د یوې تحصیلي مؤسسې رهبري خبره شي چې ګواکې د ښوونیزې برنامې یا د هغې د یوې برخې د ارزونې لپاره هيئت را روان دی، نو په هماغه ورځو کې کاغذونه چمتو او برابر کړي، چې دا کار د مؤسسې د کړنو په کیفیت هیڅ اغیز نشي لرلای. په همدې توګه د ځینې وختونه د مؤسسې د ټولې برنامې او کړنو څخه چې کومې ارزونې کیږي هغه کې هم بلا شمېر ستونزې او نیمګړتیاوې شتون لري.

د افغانستان د لوړو زده کړو په مؤسسو کې چې کومې آزموینې د تحصیلي پرمختګ په او یا نورو ځانګړتیاوو د سنجولو په برخه کې کارول کیږي، د ثبات او اعتبار له اړخه معیاري او د اصولو مطابق نه دي. یوه آزموینه هغه وخت د اعتبار درلودونکي ده چې د شاګرد د ځانګړتیاوو د اندازه کولو په پار د محتوا یا منځپانګې سره متناسبې پوښتنې او د منځپانګې مناسبه نمونه تهیه او ترتیب شي او همدارنګه د ازمونې موخې او مقصد ته په کتو پوښتنې مطرح کړو پدې مانا چې د مالوماتو سنجولو، د ذکاوت د سنجولو او د تحصیلي پرمختګ د مالومولو لپاره ځان ځان ته آزموینې او پوښتنې باید ترتیب شي او په خپل ځای کې وکارول شي؛ خو دلته موږ داسې بېلګې لرو چې د تحصیلي پرمختګ په آزموینه کې داسې پوښتنې راوړو کومې چې هغه په پيلیزه یا د مالوماتو د کچې د مالومولو ارزونه کې د یوه مضمون اړوند مالوماتو یا عمومي مالوماتو د سنجولو لپاره کارول کیږي لکه زموږ په پوهنتون کې د انګلیسي یو استاد د مضمون له محتوا مطابق پوښتنې نه وې راوړي؛ بلکې عمومي پوښتنې يې د آزموینې په پارچه کې ځی په ځی کړي وې، چې ځینې يې د محصلینو له سويې پورته او ځینې يې د محصلینو له سويې ښکته وې یانې لکه څه ډول پوښتنې چې باید په ورودي یا د پیلیزه ارزونه کې ځی په ځی کیږي هماغه ډول پوښتنې يې راوړي وې، چې وروسته د محصلینو د زیاتو نیوکو او عریضو سره مخ شو. خو دلته د تحصیلي پرمختګ په آزموینو کې د دې په ځای چې باید موږ ټاکل شویو اهدافو ته د رسیدو کچه مالومه کړو موږ یو شاګرد د بل شاګرد سره مقایسه کوو او د هغوی د مالوماتو کچه سنجوو؛ نو ځکه دلته استادان داسې پوښتنې راوړي چې د منځپانګې سره هیڅ تړاو نلري غواړي په هغې کې شاګردان پاتې او ناکام راولي او دا د ځان لپاره یوه لاسته راوړنه وګڼي، چې داخپله د آزموینې ثبات ته زیان اړوي. زموږ په پوهنتونونو کې د آزموینو پوښتنې اول د مضمون د محتوا سره متناسبې یا برابرې نه وي او که بیا د مضمون د محتوا سره تړاو لري هم، د مضمون د محتوا د ځینو برخو سره ډیر د ځینو سره يې لږ یا هیڅ تړاو نلري؛ وجه يې دا ده چې زموږ د پوهنتونونو استادان د پوښتنو جوړولو پر مهال د مشخصاتو له دوه اړخیزه جدول څخه کار نه اخلي؛ نو ځکه په غیر متوازن شکل د مضمون د یوه فصل څخه مثلاً، لس پوښتنې راوړي د بل فصل څخه دوه پوښتنې راوړي او د بل فصل څخه هیڅ پوښتنه نه را وړي یانې د آزموینې په پوښتنو کې يې د مضمون د محتوا څخه مناسبه نمونه ګيری شتون نلري، چې دا ډول آزموینې کاملاً بې اعتباره آزموینې دي.

د افغانستان د لوړو زده کړو په مؤسسو کې د آزموینو ثبات هم د نیوکو لاندې دی. یوه آزموینه هغه وخت د ثبات څخه برخمنه ده چې د یوه وخت نه تر بل وخت پورې او د یوه تصحیح کوونکي نه تر بل تصحیح کوونکي ورکړل شوي نمرې تغیر ونکړي. که څه هم د آزموینې د ثبات ساتل په تشریحي پوښتنو کې ستونزمن کار دی؛ خو بیا هم که زموږ په پوهنتونونو کې یوه آزموینه د دوو استادانو یا د یوه د استاد له خوا په دوو بیلا بیلو وختونو کې واخیستل شي، نو په نیایجو او نمرو ورکوولو کې به يې بیخي ډېر توپیر ولیدل شي؛ ځکه دلته په ځوابونو کې د شخصي قضاوت شاملیدلو احتمال د یوه کس نه تر بل کس پورې او د یوه وخت څخه تر بل وخت پورې بیخي ډېر دی، چې دا هر څه د نژادي، مذهبي، ژبني، قومي او سمتي مسایلو څخه سرچینه اخلي. زموږ د پوهنتونو په آزموینو کې د شاګردانو سره د شخصي عقدو له مخې عملاً استادان ځینې وختونه هغوی ته مشکلې او سختې پوښتنې جوړوي تر څو ځینې شاګردان پکې ناکام او ځینو ته له ځینو نورو ډېرې نمرې ور کړي او پدې توګه د آزموینو اعتبار ته زیان اړوي. ښه را ته یاد دي چې ما ته د پوهنتون یو استاد ویل: ” زه درې ډوله پوښتنې په آزموینه کې شاملوم: یو هغه پوښتنې دي چې یوازې لایق شاګردان پرې پوهیږي، دویم هغه پوښتنې دي  چې یوازې زه خپله پرې پوهیږم شاګردان يې نشي حل کولی او دریم هغه پوښتنې دي چې زه يې خپله هم نشم حل کولی او اکثریت يې همدا دریم ډول پوښتنې د آزموینې لپاره جوړم.” داسې آزموینې کاملاً بې اعتباره آزموینې دي.

د امتحان د روڼوالي او شفافیت لپاره اړینه ده چې استادان د آزموینې په اړه شاګردانو ته لازم مالومات ور کړي او له هغوی سره هم د امتحان په صحنه کې او هم د نمرو په ورکولو کې له عادلانه چلند څخه کار واخلي، نه دا چې له یوه سره دښمني کوي او بل ځان ته نږدې کوي تر څو په شاګردانو او تحصیلي بهیر  د آزموینې مثبت اغیز پریوزي. زموږ استادان تر یوه حده شاګردانو ته د آزموینې په باره کې مالومات ورکوي، خو له بده مرغه د عادلانه چلند په برخه کې ما خپله ځینې وختونه زموږ په پوهنتونونو کې داسې استادان لیدلي دي چې د شخصي تمایلاتو له مخې د ځینو محصلینو څخه یوازې د مخ په اړولو پارچه اخلي او ځینو محصلینو ته بیا آن د پوښتنو ځوابونه ښيي! داسې آزموینې پر شاګردانو د مثبت اغیز پر ځای منفي آغیز کوي پدې مانا چې له درس نه يې زړه توریږي، له خپل چال چلند څخه يې زړه توریږي استاد ته د یوه خېرخواه انسان په سترګه نه ګوري، چېرته چې کیني د هماغه یو استاد له وجې د ټولو استادانو څخه شکایت کوي او بدې ردې پسې وايي. دا هغه څه دي چې له بده مرغه د افغانستان د لوړو زده کړو په مؤسساتو کې شتون لري او د آزموینو اعتبار او ثبات ته يې زیان رسولی ده.

پایله یا نتیجه ګیري

په پایله کې داسې ویلای شو چې د افغانستان د لوړو زده کړو په مؤسسو کې چې کومې ارزونې د محصلینو څخه صورت نیسي بیخي ډېرې نیمګړتیاوې لري. دا ارزونې د اجرأ، زمان او هدف، موضوع، اعتبار او ثبات، شفافیت او اغیزمنتیا له مخې د ډیرو ستونزو درلودونکي دي، نو ځکه د دې په ځای چې زموږ د هیواد د لوړو زده کړو د موسسو اعتبار په داخلي او یا نړیواله کچه مخ په پورته ولاړ شي، مخ په ځوړ روان دی او یا په خپل حال پاتې دی. په همدې توګه د دې بې سارو ستونزو چې زموږ په ارزونو کې شتون لري منفي اغیز د هغه کادرونو په کړنو کې چې له یادو تحصیلي مؤسسو څخه فارغیږي او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کیږي په ښکاره توګه محسوسیږي، چې تاوان يې خپله فارغ التحصیل، د هغه کورنۍ، زموږ خوار او بیچاره ولس او زموږ بدمرغه ټولنې ته رسیږي.

وړاندیزونه:

۱ – د هیواد په ټولو پوهنتونونو کې دې د روزنیزې ارزونې مضمون د ټولو استادانو لپاره د کورسونو په شکل تدریس شي.

۲- بر سیره په تراکمي ارزونه دې د اروزنې له نورو ډولونو څخه هم استادان په لازمي توګه استفاده وکړي.

۳ – د مؤسساتو او درسي پروګرامونو څخه د ارزونو پر مهال دې له کاغذ پرانیو په ځای سمه او رېښتينې ارزونه تر سره شي.

۴- استادان دې د محصلینو څخه د ارزونې پر مهال ټاکل شوي موخې په نظر کې ونیسي، نه د هغوی ناکامول یا کامیابول.

درنښت

سیدشاه ګل ویاړ

د شیخ زاید پوهنتون استاد

                                             ۳۰/چنګاښ/۱۳۹۶

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply