په رښتیا اوبه د خوب ضد دي؟ / اخترمنیر

0 746

یوه ورځ د اوداسه دپاره دزیارت چينې ته ننوتلم ؛ماښام ناوخته وو د تلیفون څراغ مي ولګاوه، د اوبو په منځ کې د ماهیانو ارامښت دهغو دخوب په څېر راته ښکاره شو.

       نو وار د واره مي د خلکو خبرې مخته جګې ودرېدي چی هر څوک وایې اوبه دخوب ضد دي، غم دخوشحالې ضد ده، شپه د ورځې ضد ده، تور دسپین ضد ده.

    که چېري همداسي وي نو بیا څنګه ماهيان په اوبو کې خوب کولای شي، ځکه چی اوبه خو دخوب ضددي،غم که چېري د خوشحالي ضد وي ،نو غم که نه وي خوشحالي به څنګه وپېژنو داخو دغم برکت ده چي خوشحالي زموږ تر پام ښه راولې ،او که چيري شپه دورځ ضد وي نوهمدا شپه ده چې دشپې له وجې موږ ورځ پېژنو او همدا شپه ده چې موږ د ورځي (سبا) لپاره په شپه کي په يو کار غور کوو او  پلان نیسو، که همېشه ورځ وي ایا د شپې په څېر به څه موجود وي نو همدا ورځ ده چې موږ ته شپه راپېژني، او دا غم دی چې موږ ته خوشحالې رابیژني.

     که چېري انسان هم همدا شان عمل وکړي، او هیڅ شی دبل شي ضد ونه بولي کینه اوحسد دخپل ځان(زړه) نه لري کړي نو هیڅوک هم له ده سره کينه نه کوي، که چېري یو انسان د خپل ځان لپاره ضد ونه بولي نو یقېنی خبره ده نور انسانان هم له ده سره ښه رویه کوي، که چېرته موږ دخپل ځان لپاره خپله ضد جوړ نکړو نو هیڅوک (هیڅ)شی زموږ ضد نشي کېدای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply