طنز – محمود نظری / سوله څه په کار ده

0 1,103

ټول هوښياران مومرییان د زور سول

دمریي ا و بادارترمنځ سوله څه په کار ده

ټول بې غیرتان مو د لاس اله د زور سول

د بی غیرتو تر منځ سوله څه په کار ده

تولعنت افغانان غوړه مالي ته سینګار سول

د تولعنتو سره بیا سوله څه په کار ده

وطن ټول دجهاد په نوم پاک صفا چور سو

نور  دچور چپاول لپاره سوله څه په کار ده

دسولې غزله دلته هر بې طاقته په ترنم وایي

له مور پلور نکي سره بیا سوله څه په کار ده

دا سوله یوازې دمریي د خولې غلبلې دي

ددوو مرییوتر منځ بیا سوله څه په کار ده

ناتو جنګي  مرکز د امریکا او اروپا دی

جنګی مرکزونو سره سوله څه په کار ده

د سولې په بوغارو هر مریی دنیا ختا باسي

د ابته خلکو سره بیا سوله څه په کار ده

سولې د جنګی ډلوتر منځ تر سره کیږي

د تکړه بګیلانو  سره سوله څه په کار ده

په دې نظام کې ډول ډول ناروا پلورل کیږي

د ناروا د خپریدو لپاره سوله څه په کار ده

چغال او چرګ طبیعي نه سره جوړیږي

دچغال اوچرګ ته منځ سوله څه په کار ده

دبل مرییان ټوله ورځ کابلي پلو چټي

پلو خور ته کچري شوله څه په کار ده

ددې نظام مشران ټول ناروا مفتخوران دی

ناروا مفتخورانو سره سوله څه په کار ده

غل  د کور د خاوند  سره کله جوړیږي

د دواړو تر منځ  بیا سوله ښه په کار ده

سوله د ویښ ولس او غلو تر منځ کله کیږي

د پسونو او شرمښ تر منځ سوله څه په کار ده

سوله هله راځي چې اشغال له منځه ولاړسي

په خپله مځکه له دښمن سره سوله څه په کار ده

چې  په سوله کې اعتماد  اخلاص او صداقت نه وي

دذاتي تور او سپين تر منځ سوله څه په کار ده

چې قابیل مړسو د بې عقلي د لاسه د هابیله

اوس د قابیل او هابیل تر منځه سوله څه په کار ده

څه چې  پردو غوښتل هغه یې په سپينوسترګو وکړه

هغو ته د شاباش لپاره سوله څه په کار ده

***

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply