شخصيت پېژندنه /  ژباړه: رفيع الله روشن

0 1,252

 

يو نابينا شخص د ونې تر سيوري لاندې ناست و چې د وخت پاچا يې څنګ ته راغی،سلام يې ادا کړ اوپه ډېر احترام سره يې ورڅخه وپوښتل:

بابا جانه! له کومې لارې کولی شم چې پايتخت ته ولاړ شم؟

په ده پسې د همدې پاچا دکابينې يو وزير راغی او پرته له سلام او احترام څخه يې نابينا ته وويل:

پايتخت ته کومه لاره تللې ده؟

دی هم ولاړ ورپسې دهمدې پاچاهۍ يو عادي ساتونکی راغی،نابينا يې په سرباندې وواهه او ورته ويې ويل:

احمقه! هغه لاره چې پاتخت ته تللې کومه ده؟

کله چې دی هم ولاړ نو نابينا په کړس وخندل،ترڅنګ ناست ملګري يې ورته وويل:

ولې خاندې؟

نابينا ځواب ورکړ:

لومړی کس چې له ماڅخه يې پوښتنه وکړه هغه پاچا و،دوهم کس وزير او دریم یو عادی ساتونکی و.

ملګري يې په حيرانتيا وپوښتل:

مګر ته ړوند يې او څه نه وينې نو بیا دې څنګه دوی وپېژندل؟

نابينا ځواب ورکړ:

دهغوی رفتار او چلند هغوی راباندې وپېژندل،پاچا له خپلې لويۍ او شخصيت څخه مطئن و نو ځکه يې په پوره احترام سره پوښتنه وکړه،ولې ساتونکي يې دخپل حقارت او رنځ وړونکي حالت ښکارندويې وکړه او حتی دومره تنګ راغلی و چی زه يې په کوتک ووهلم نو دهر چا شخصيت دهغه له رفتار څخه معلومېږي، نه د يو چا توروالی دهغه شخصيت بیانولی شي اونه يې سپينوالی اونه هم تور والی د چا د بدۍ او بد اخلاقی  سبب کېدای شي اوښکارندویي يې نشي کولی .

کفن سپين ولې وېروونکی وي، مګر کعبه توره خو ډېره خوږه او دهرچا په زړه کې ځای لری اوهرڅوک يې د نږدې کېدو هڅې کوي.

نو د انسان شرف د هغه په اخلاقو پورې تړاو لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply