زه چې ماشومه ومه
زما يوه هيله وه
زه به ښونځي ځمه
نو زه ښونځي ته تلمه
ما به درسونه ويلې
ډيره لايقه ومه
زه ټولګۍ مشره ومه
دا نو د کلې يو کوچنې ښونځي وو
چې تر اتمه يې ټولکي لرلو
ما به بابا ته ويلې
چې د اتم ټولکې فارغه شمه
نو زه به چرته ځمه
بابا به ډير راته پر مينه ويل
چې ته هيڅ غم مه کوه
ته خپل درسونه وايه
چې د اتم ټولګې فارغه شوې ته
تا به زه ښار ته بوځم
تاته ليله نيسمه
ته به ښونځي پوره کړې
بيا پوهنتون ته به ځې
تکړه ډاکټره به شې
داسې کلونه تير شو
زه پر شپږم کې شومه
رنګ رنګ خبرې کيدې
څوک واې وطن ورانوې
څوک واې ښونځي نړوې
اوس خلک ټول ويريږې
د هيچا نه خوښيږې
چې لوڼې درس اوايې
مونږ هم وطن پرېښدو
زه مهاجره شومه
خپلو ملګرو نه مې
زه ډيره لرې شومه
اوس دا يوه هيله ده
چې زه ډاکټره شمه
ما خپلې مور ته ويل
چې زه ښونځي ته ځمه
مور مې ويل نه لور جانې
دلته پريدې وطن دې
دا زمونږ کلې ندې
دلته څوک نه پيژنو
پر چا باور نلرو
ډيره حیرانه شومه
زه پریشانه شومه
خو بيا هم هيله لرم
بابا وطن کې پاتې
ورته به فون کومه
چې اجازه ترې واخلم
چې زه خپل درسونه وايم
بابا مې فون کړې وو
ډيره خوشحاله شومه
اوس نو بابا سره خبرې کوم
بابا ښونځي شروع دې
ټولې انجونې ورځې
خو دوي ما نه ورپريږدې
بابا مې چپ شو
بيا يې دا اويل
بچۍ د کور مشران چې
تاته هر څه وایې
هغه به ټول ته منې
زه نو خاموشه شومه
دا خاموشې وه
د ماتم خاموشې
اخ د يوې کوچنۍ هيله ده
پر بې رحمۍ قتليږې
زړه به نو نه ماتيږې
زه په هر څه پوهيږم
ځان سره پټه ژاړم
ګيله به چاته کوم
زما او د ورور تر منځ مې
ډير لوی توپير وو ځکه
هغه هلک او زه جينۍ چې ومه
کله ښوځي ته چې تله
هغه به ډير نازيده
ما به چې يې نوم اخيسته
ټولو به ورټلم
زمونږ کور زلميان به
کله ښونځې ته چې تله
پر دروازه کې به زه
ورته ولاړه ومه
د دوۍ پر تلو باندې به
ډيره خوشحاله ومه
خو پر خپل حال باندې به
ډيره ستومانه ومه
زه چې ورو ورو لويدم
د اوګو بار جوړيدم
پر يوې وړې غلطۍ
زه به يې نه وبښلم
زه به يې ښه وهلم
اخير واده یې کړمه
خو ما هيڅ ونه ليدل
چې ماشومتوب څنګه وې
او پيغلتوب څنګه وې
بيا ناويتبوب څنګه وې
زه د بابا د بڼ وم
ښکلې مرغۍ
چې پر هوا ګرځيدم
ما نه يې وزرې پرې کړې
اوس پر پنجره کې بنده
ډيره بې وسه يمه
هر څه بدل بدل دې
هر څه بدل بدل دې
#هيله افغان
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320