غزل

0 1,158

په ســـــــــــــــــريندې کوي ګذار ملا
له خــــــــــــدايه هيڅ نه کوي ډار ملا

د ستا له شرنګ تيښته د درز په لور
تا ته ربــــــــــــــاب کړی آزار، ملا

زه پــــــــــه تيراه ته په مردان کافر
يو دی د کـــــــــــــــلي او د ښار ملا

راځــــــــــــه،راځه ،دوه درې ټپې کوو
يو څو لمــــــــــــحو ته مې شه يار ملا

اوس د اذان په ځــــــــــــاې کوي اذن
اوس خـــــــوار ملا کله دی خوار ملا

دا چـــې په هريو کار کښې کار لري
ای دوسته نور څه اوکـــړي کار ملا؟

مــــــــــــمتازه ته فخر افغان ستايې
تا نه خــــــــــــــــفه تا نه بيزار ملا

ممتاز اورګزې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply