که زموږ منئ، پر دې لارو مه ځئ

0 945

په نړۍ کې ډول ډول او خطرناک سړکونه شته، کاږه، کېچ مېچ، اوږده، لنډ او بلاخره اسمان څکي او ګڼ نور….. خو راځئ نن تاسې د هغو سړکونو په اړه ولولئ چې پرې سفر له خطره تش نه دی. هو دا سفر یوازې باطني وېره ده چې تاسې پسې اخلي.

ګاولنګ روډ؛
گاولنگ د نړۍ یو له ډېرو سختو تونلونو دی چې د غرونو په منځ کې جوړ شوی او داخل یې هم ډېر کوږ او کږلېچونه لري. د دې تونل جګوالی ۱۶ فټه او سور یې ۱۳ فټه دی، خو پوهېږئ چې د دې تونل تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ۱۳ کلي یې له پنځو پېړیو راهیسې سره نښلولي دي.

لاس چاکا کولاس روډ؛
دا د چلي او ارجنټاین د سرحد ترمنځ جوړ شوی سړک دی چې ۵۵ زره میله اوږدوالی لري. دا سړک دومره له موړونو او پېچومو ډک دی چې خلکو اوس د ورکې لارې نوم ورکړی. دا لاره نږدې ټول کال په واورو پوښلې وې او ۲۰ داسې موړونه لري چې هره لحظه پرې د موټر د چپه کېدو احتمال شته.

سیاچن تبت های وی؛
د سیاچن ۱۳۳ میله بای‌پاس به تاسې د چین د سیاچن د تبت سیمې ته ورسوي. دا د نړۍ تر ټولو پورته یا اسمان څکې لار بلل کېږي چې ورته د پورته کېدو پر مهال لاندې نه شئ کتلای او سم‌لاسي مو وار خطا کېږي.

دا لار هغه مهال تر ټولو سختېږي چې کله یې تر څنګ غرونو، کندو او سیندونو ته ورسېږئ. پر دې لاره د کال د لسو میاشتو پر مهال باران او واوره اوري او له همدې کبله یې د ټرافیکي پېښو شمېر هم نسبت نورو ته لوړ دی.

اسکیپرز کینیون روډ؛
د نړۍ دا خطرناکه لار په نیوزیلانډ کې ده. د دې لارې له رغېدو ۱۴۰ کاله کېږي، ۱۶۶ میله اوږده ده. ډېره تنګه لار ده او کله چې بنده شي، ساعتونه ساعتونه به ورته منتظر پاتې کېږئ.

شمالي ینگاس سړک؛
دا سړک تر یوې غریزې سیمې تېرېږي او دواړو لوریو ته يې سیندونه دي. په کلني ډول د ۳۰۰۰ ټرافیکي پېښو په کېدو اوس دې سړک ته د خونړۍ لارې نوم ورکړل شوی دی. دا سړک په بولیویا کې دی او موټر چلول پرې دومره ستونزمن دي چې هر څوک پرې د تګ راتګ له‌پاره زړه نه ښه کوي، خو کله چې له لاندې سیمې، پورته وخېژئ، نو داسې منظرې به وګورئ چې بېرته د راکښته کېدو له‌پاره به مو زړه ښه نه شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply