افسانه/ هیله افغان

0 1,484

‎‌‌‌‌‌‌خلک ولې لوڼې ښوونځې ته نه پريږې دا سوال به تل زما پر ذهن کې وو خو چې کله به مې له مشرانو نه وپښتل نو هغوۍ به راته ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول ځوابونه راکول زه او زما د ګوتو په شمېر څو ملګرې به ښوونځې ته تللو زما ځينو ملګرو ته به يې کورنيو اجازه نه ورکوله چې ښوونځې ته ولاړې شې ويلې به انجونې ښوونځې ته نه ځې انجونې په کور کې ښه خکارې خو داسې نه وه چې انجونې به پر کور ناستې وې پر هغوۍ به يې ‌‌‌‌‌‌کورنيو ‌‌‌‌‌‌ډير کارونه کول خشاکو پسې به یې ليږلې د ځمکو کارونه به یې پرې کول او داسې نور يو وخت د ځينو ادارو له خوا خلکو ته د خوارکې موادو لالچ ورکول کيده چې خپلې لوڼې ښوونځې ته وليږې نو قصه بدله شوه زمونږ ښوونځې له انجونو ‌‌‌‌‌‌ډک شو د هر عمر والا انجونې به ښوونځې ته راتللې ان څلور کلنې او پيځه کلنې ماشومانې به يې پلارانو راوستې او استادانو به یې پر چپه خوله داخيله اخيسته د هغوۍ د پوهولو کوښښ به يې هم نه کوو ځکه چې هغوۍ ته د انجونو د پلارانو نيت معلوم وو د وخت پر تيريدو سره دغه مواد بند شو نو پر ښوونځې کې هم خزان ولږيده ګلان ورو ورو کمېده
‎بيا هماغه زړه قصه شوه د ګوتو په شمېر انجونې ښوونځې ته راتللې زما ذهن ته به ‌‌‌‌‌‌ډير سوالونه راتله خو ځواب مې نشو پيدا کولې زما يوه ملګرې وه چې لښته نوميده څلور خوندې او څلور يې ورونه یې لروده ځوانانو خویندو به يې د کور کارونه کول او ماشومانو خویندو به يې د پلار سره د ځمکو کارونه کول ورونه به يې ټول ښوونځې ته تلل زه او زما نورې ملګرې به چې ښوونځې ته تللو لښتې به مونږ پسې شاته شاته کاته پر خوله به هيڅ نه ويلې خو د هغې پر معصومه څهره کې به د بې وسۍ درد خکاريده يوه ورځ مې د هغې له مور نه وپوښتل چې ولې دې لوڼې ښوونځې ته نه ځې راته يې پر ځواب  کې وويل ځکه چې لوڼې مې مونږ سره پر ورځنې کارونو کې مرسته کوې ما ترې بيا وپوښتل چې ولې دې نو زامن ښوونځې ته ځې هغوۍ بايد درسره مرسته وکړې ځکه چې هغوۍ هلکان دې راته پر ځواب کې وويل هغه ځکه چې هغوۍ ښوونځې ته ځې زامن مې چې تعليم اوکړې نو دنده به کوې او بيا به مونږ سره د پيسو مرسته کوې ماته بيا سوال پيدا شو ورته مې اويل خو چې لوڼې دې تعليم اوکړې هغوۍ به هم دنده کوې او پيسې به ګټې راته يې وويل چې نه کنه که لوڼې مې ښوونځې ته ولاړې شې نو مونږ سره به څوک مرسته کوې او تر څو چې دوۍ تعليم کوې او بيا دنده کوې مونږ ته يې ګټه نه رارسېږې هغه وخت به دوۍ واده وکړې او بيا به د بل چا کور ته ځې زه نو نوره چوپ شوم خو زما د چوپتيا مطلب دا نه وو چې د لښتې د مور خبره سمه وه ما سره داسې الفاظ نه وو چې د لښتې مور پرې د خپلې بې انصافۍ احساس کړې وې لښته پيغله شوه مور پلار ترې نه پر خپل وخت سره ګټه واخيسته او واده يې کړه خو د لښتې بدبختۍ لا پاې ته ندې رسيدلې د لښتې خاوند د ملې اردو سر تيرې وو هغه شهيد شو او لښته کونده شوه مونږ ټول پر دې خبره يقين لرو چې د مور او پلار مينه او پالنه بې غرضه وې خو زه چې کله د لښته بې وسۍ ته وګورم نو زما پر سپيڅلې مينه شک پيدا شې او ماته د لښتې د مور هغه خبره راياده شې چې به يې ويلې که زامن مې تعليم وکړې نو ګټه به يې ماته راځې او که لوڼې مې تعليم وکړې نو د بل کور ته به ځې

هيله افغان #

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply