خپله ژبه یو فرهنګ دی، یوه دنیا ده او یو نړۍ لید دی

0 1,539

یو وخت بېنظر بوټو عمران خان ته ویلي و، یوازې د انګریزۍ په زدکړه او خبرو څوک نه سیاستمدار کېږي.
انګریزي نن سبا د سواد مهم معیار دی، خو د هغه شاعر خبره که یې خپله ژبه نه زده ملا نه دی.
خپلې ژبې نه هدف یوازې د یاګانو او املا زدکړه نه ده، بلکې خپله ژبه یو فرهنګ دی، یوه دنیا ده او یو نړۍ لید دی چې ته ورباندې خپل خپل رسمونه، دودونه او د ټولنې روان پيژندلی شي.
تخنیکي خلک به بیا هم ګزاره وکړي، خو که د سیاستمدار دا باریکۍ او نزاکتونه نه وي زده، بېړه یې غرقه ده. تر څو به په ډیکه روان وي.
همدا اوس زموږ ادارو کې د ژبو د زدکړو په حساب عجب متفاوت ټولنیز کلاسونه ایجاد شوي دي، یو ژبي، دوه ژبي او د انګریزۍ په شمول د څو ژبو تر منځ رقابت داسې روان دی چې پر یو بل د برترۍ او کمترۍ احساس پرې غالب دی او پر یو بل حتا کله کله پسخند او ملنډي وهي.
هغه چې په ملي یا رسمي ژبو پوهېږي انګریزۍ والا بېسواده ګڼي او د انګریزۍ والا دې نورو ته په عین سترګه ګوري. داسې خلک خورا کم دي چې بهرنۍ ژبې سره یې خپله ژبه هم سمه زده وي.
که دا تفاوتونه همداسې پسې روان وي، غلط فهمي به هم روانه وي او د هرې ژبې ماهر به یوازې په خپله دنیا او کلاس کې اوسې او هماغه به ورته ګل او ګلزار ښکاري.

خوشال خلیل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply