کادرCadre / ايمل ښمر

0 1,231

تاسې به له علمي کادر، نظامي کادر او… دا ډول تړنګونو سره ډېر مخ شوي ياست، کله مو فکر کړی چې «کادر» یانې څه؟
کادر فرانسوي ویی دی، له ایټالوي (quadro) او لاتیني (quadromm) څخه اخیستل شوی دی، د (square) چوکاټ، د انځور اوسپنیز یا لرګین قالب ته وايي چې انځور پکې ساتل کېږي.

په دغو مفهومونو هم کارېږي؛
ـ یوې ادارې ته د کار لهپاره تخصص لرونکي روزل شوي وګړي.
ـ د مسلکي، سیاسي او د نظامي ځواک په برخه کې پر تخصص سمبال او روزل شوي وګړي.
موخه مې دا وه چې هر ویی پر خپل ځای او وړ کس، شي او… ته وکاروئ، د ویونو له کارونګ سره که ناپامي کوو، د علمي او مسلکي بنسټونو او اشخاصو هویت او ارزښت ته به مو سخت زیان رسولی وي.

موږ وليدل چې د کورنۍ جګړې په کلونو کې په عامه اصطلاح هر بوتل ته «اتل»، هر وژونکي ته «قوماندان» د خاین، غدار ان سګ‌بازانو او بچه‌بازانو ته «جنرال» وویل شول، لامل دا و چې موږ د ارې مانا له مخې دا ډول نومونو، لقبونو او د نورو دا ډول ویونو نه علمي مفهوم زده و، نه مو یې د زدهکړې هڅه کړې وه؛ نو دوی به خود عام ذهنیت د خپلونې او د خلکو د غولونې په موخه دا ډول ویونه «که مستحق یې وو، که نه وو» کارول او په دې توګه یې ستر علمي، نظامي او مسلکي مفاهیم او ارزښتونه بدنام او بې‌ارزښته کړل.

خلک اوس هم فکر کوي چې جنرال، قوماندان، ښاروال او… د خلکو تخلصونه دي او هر څوک حق لري چې دا ډول تخلص ولري.
په وروستیو کې د سیمو په نامه ځینو ته د «کادر» ویی کارېږي، لکه «پلانی د پکتیا، لوګر یا … کادر دی» که څه هم ها د چا خبره، الف ته ډانګ وایي او یا به د سواد د زدهکړې له کورسه نوی فارغ شوی وي، له بده مرغه د دا ډول لقبونو کارونګ په خورا ناپامۍ او سپین‌سترګۍ کوي.

اوس چې د سیالۍ ډګر پوهنیزو وړتیاوو نیولی دی، ناپوهان او ټوپکیان به نو خود «چې له جګړې او ټوپکه پرته بله وړتیا نه لري.» هڅه کوي چې ځانونه د «حاجي، جنرال، قوماندان او سمه‌یزو کادرونو» په نامه یاد کړي او د کاذب شخصیت جوړونې دې ناکامې هڅې ته لا هم دوام ورکړي، دوی ته نو علمي مفاهیم کله ارزښت لري، دوی ته خو چې د خلکو د باور تر لاسونې، غولونې او کاذب شخصیت جوړونې هر چانس په لاس ورغلی په خورا بې‌علمي او ناپامي یې کار ترې اخیستی، ان ديني مفاهیم او نومونه یې هم که وړ یې وو او که نه وو ځانونو ته کارولي، لکه حاجي صاحب، مجاهد، غازي او… او په دې ډول یې د خلکو تر منځ ناپوهي او فکري جمود ترویج کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply