رواني تروریزم او سټیفین پډاک/ نجیب الله علیزی

0 1,279

د لاس ویګاس پیښه دامریکایې وګړو او په مجموع کښ دټول بشریت لپاره یوه غمیزه وه. دیک شنبي په شپه سټیفین پډاک دامریکا په لاس ویګاس کښي دیوه کانسرت پرګډونوالو فیرونه وکړل چي په نتیجه کې یې ۵۹ کسان ووژل او تر ۵۰۰ کسانوزیات یې زخمیان کړل. دسیمي پولیس او یوشمیرڅیړونکي وایې چې تراوسه یې هیڅ نښې نښانې نه موندلي چي بریدګردې دنړيوالې ترهګرۍ سره کومه اړیکه درلودل.

ترهګری یا ترویزم څه شي ته وایې؟

تراوسه تروریزم اودتروریزم تعریفول یومغلق کار دئ. مختلف تعریفونه شته چي هریود بل څخه متفاوته دي. هر تعریف د وخت او جغرافیایي موقعیت په بدلون سره تغیر خوړلی دئ. داکسفورډقاموس تروریزم داسي تعریف کړی دئ:

(( تروریزم په لغت کي وهم او وېري اچولو ته وايي او په اصطلاح کي د دولت یا ډلو ټپلو په واسطه د سياسي قدرت لاس ته راوړلو په منظورد خلکووژل،ترس اووهم اچولوته وايي)). بعضي خلک تروریزم د مبارزې یوه برخه بولي خو ځیني بیا وایې تروریزم چي هرډول وي یوازی یو جنایت دي. دتروریزم دتعریف پر سر ځکه اتفاق نشته چي یوه ډله یا یو شخص دیوې ټولنې لپاره (اتل) وي خو همدا ډله یا شخص دبلې ټولنې لپاره تروریست وي.

د تروریزم خاصیتونه :

دتروریزم لومړی خاصیت دادي چي په خلګو کي ډار او ویره خپروي. دوهم خاصیت یې د عامه خلګو په نښه کول دي ځکه  هغه حملې چي ناڅاپه او پر عام وګړو وشي او په هغه کي ملکي کسان له منځه ولاړ شي دا یو اضطراب یو نوع وحشت منځ ته راوړي.تروریستان تل غواړي داسي یوعمل وکړي چي هغه د رسنیو د پاملرني وړوګرځي. تروریزم ځانته ډیر ډولونه لري مثلا: سیاسي تروریزم، انقلابي ترویزم، ملي ګرا تروریزم، انتحاری ترویزم، مذهبي تروریزم، انارشي تروریزم، ښې اړخی او چپ اړخی تروریزم، سایبر تروریزم. همدارنګه سیاسي دولتي تروریزم بیا په خپل ذات کې پر دولتي داخلي، دولتي خارجي، دولتي مداخله ګراو دولتي نظامي تروریزم باندي ویشل شویدي. همدا شان غیرسیاسي تروریزم هم پر دوه ډولونو باندي ویشل شویدي چي لومړي یې جنايئ تروریزم او دوهم یې رواني تروریزم دي چي همدا رواني تروریزم زموږ دبحث اصلي موضوع ده.

پورته ذکر شوي دترویزم ډولونه هریو ځانته نسبي تعریف او ګڼي بیلګې لري، څرنګه چي زموږ دبحث موضوع سټیفین پډوک دي نو ځکه موږ رواني تروریزم تر بحث لاندي نیسو:

رواني تروریزم څه شي دي؟

داډول تروریزم د رواني او عصبي اختلالونو له کبله منځ ته راځي هغه څوک چي په هره وجه او سبب د کورنۍ میني او محبت څخه یا هم په ټولنه کي د خواخوږۍ څخه بې برخي پاته شوی وي داسي اعمال سرته رسوي چي د ټولني او د خپلو اطرافیانو توجه ځان ته ورجلب کړي. دوى هغه ناروغان دي چي شدیدي میني او محبت ته ضرورت لري. د دوى په زشتو اعمالو کي هیڅ سياسي هدف نه وي، بې له دې چي د خلګو توجه ځان ته ور جلب کړي. مثلاً: هینکلي یو امریکایې زلمی هلک و، د ده یوه انجلي خوښه وه، خو هغې ده ته کوم ارزښت نه ور کاوه، د دې  له پاره چي هینکلي شهرت پیدا کړي د امریکا جمهور رئیس رېګن ئې په کال ۱۹۸۱ کي خپل د توپنچي تربرید لاندي راوست او زخمي یې کړ، وروسته پلټنو وښودل چي هینکلي یو نوع عصبي او رواني اختلالونه درلودل. هینکلي تر دی پخوا هم کوښښ کړي ؤ چي جیمي کارتر ووژني خو هیڅکله بریالی نه شو. سټیفین پډوک هم شاید دهینکلي په څیر رواني اوعصبي اختلالونه درلودل، که چیرته (پډوک) دنړیوالو ترهګرو سره لاس ونه لري نو لږ ترلږه دنوموړي عمل نړیوال تروریزم نه بلکي یو رواني تروریزم حتما دي.
کابل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply