د بوټانو کمال؟

0 1,074

په هرات کې پر حکمتيار د بوټ ګوزار په خواله رسنيو کې پراخه غوغا را پورته کړه، دلته په دې کې څه نه وايوو چې يو وخت د حکمتيار صاحب پر وړاندې څوک له بوټانو سره نېغ نه‌شوای درېدای، ځکه چې د کبر کاسه نسکوره ده.

له خواله رسنيو چا اعلان کړه چې د حکمتيار پر خوا د ګوزار کړي بوټ را نيولو ته يې پنځه زره ډالر تر زړه ايستلي دي. د احتجاج د ريکاټ کولو سل او زر لارې دي، هر څوک د خپل اعتراض او غبرګون څرګندولو بشپړ حق لري، خو احتجاج او غبرګون بايد له چتې او چوکاټه نه وي وتلی.

په بوټ د احتجاج ماجرا دومره سولېدلې چې نور هيڅ کش او اغېز نه دی ورپاتې، د نحوې ملا صاحب له ټولې خواري همدا يوه خبره زما په ياد ده چې په کلام د عربو کې يې تکرار شنيع باله.

دغه ډول اعتراض او غبرګون دومره تکرار شوی چې د عجمو په کلام کې هم شنيع يا ناوړه ګرځېدلی، له همدې ځايه دغه تقليد ته په ښه سترګه نه‌شي کتل کېدای.

زموږ ولايت ته يې د پخواني پاچا په راتلو موږ د سيمې د يکې يوه ښوونځي زده‌کوونکي او د سيمې مخور هرکلي ته درولي وو.

هغه مهال نه زموږ د زده‌کوونکيو شمېر دومره ډېر و، نه د مخورو، پاچا به هر مخور ته په لاس ورکولو پوښتنه کوله؛ “کدام تکلیف مکلیف نیس” خلک ګونګ او مات ولاړ وو، موږ ته يې په کور او ښوونځي دواړو کې د پاچا د لاس ښکلولو ويلي وو، د جومات له ملا صاحب څخه څو واره ما پخپله دا خبره اورېدلې وه چې د اسلام د پاچا سترګو ته د سترګو له مخامخېدو په سړي د دوزخ اور حرام دی.

زموږ د کلي اخوندزاده صاحب ته چې پاچا ودرېده، د تکليف مکليف پر خبره يې خوله نه وه بېرته کړې چې اخوندزاده صاحب يې پر سر له لاس تېرولو وويل؛ هر کله راشې اعليحضرته! په خير راغلې اعليحضرته!، عمر دې ډېر شه اعليحضرته…

له هرې خبرې سره به يې د پاچا پر سر په ډېر متانت لاس تېر کړ.

پاچا د لاس په ستړې مه شې سربېره ورسره د روغبړ غېږه پرانيستله او په څو نورو خبرو يې هم يو بل ونازول.

د برکلي ملک له اخوندزاده سره د پاچا دغه چلند ته په کتو غوښتل د پاچا پر سر همدغسې لاس تېر او له اخوندزاده سره خپله سيالي بشپړه کړي، خو د پاچا ياور ورټوپ کړ چې رشخند خو نيس، اشتک جور کدین…

مانا دا چې که هرکلی وي، که اعتراض او غبرګون بايد د نوښت مالګه او تومنه ورګډه شوې وي.

بوټ داسې شی دی چې د وسلې او وسيلې په توګه يې د کارولو مخنيوی ګران کار دی، حکومتي چارواکي او سياستوال هر يو دوستان او مخالفان لري، خلع بوټ له امکانه وتلې چاره ده، افغانان هسې هم د تقليد روږدي دي او بيا چې له ګوزار وروسته بوټ ډالري رانيوونکي موندلای شي، ډېر ژر به سياستوال او چارواکي د بوټانو له باران او ږلۍ سره مخامخ شي.

د نواز شريف په دويم حکومت کې چې هند اټومي چاودنې وکړې، پاکستان لا د ځوابي چاودنو پرېکړه نه وه کړې، بېنظير بوټو په يوه غونډه کې د پېغور په توګه له خپلو لاسو بنګړي وايستل او نواز شريف ته يې په خطاب کې وويل؛… بيا واخله دا بنګړي واچوه!

د غونډې ګډونوالو په دې هيله چې د بېنظير بوټو بنګړي له سرو زرو پرته بل څه نه‌شي کېدای، د بنګړو په تر لاسه کولو نږدې د يو بل سرونه مات کړي وو، خو بېنظير دومره ساده نه وه چې په دې ورځ يې د طلا بنګړي په لاس کړي وای.

که دغه سړي رښتيا هم په خپل بوټ پنځه زره ډالر ګټلي وي، ښايي بوټان د پښو کولو تر څنګ د وسلې او وسيلې په توګه هم خپل موقعيت جوت کړای شي.

په کور کې د مېرمنو له خوا د خاوند پر ضد د غيرناريه او جارحه وسلې په توګه کارونه او بل په ښوونځيو کې ناړامو زده‌کوونکيو ته د يوې شېبې په مخه بوټ څپلۍ په خوله کې نيول، خو له دې پرته ګنهګارو ته د څپليو هار هم په غاړه اچول کېده، خو د بوش له برکته يې دا دی د استعمال نوي موارد هم راووتل.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply