څنګه خپلې موخې تر لاسه کړو؟ /محمد یعقوب واحدي

0 1,347

د بریالیتوب لپاره تر ټولو لومړی د موخو ټاکل دي بریالي کسان، چې خپلوهیلو ته رسیدلي اول یې په خپل ژوند کې د خپل ځان لپاره هدف یا موخې ټاکلي بیا یې ددغه موخو لپاره افکار منظم کړي دغه موخه یې تر اخره تعقیب کړی د یو هدف په لور په مخ تللي.

موږ په غالبه توګه په ژوند کې هدف نلرو، په هره ورځ کې خپله لار بدلوو او ډوډی د ورځي په نرخ خورو له دې نه بې پروا یو چې یوازي په هغه صورت کې سړی کولای شي، د ژوند په ترڅ کې ستر کار ترسره کړي په هغه صورت کې چې تل په یوه لاره ګام اوچت کړي او ناکامیو ته که مادي وي که معنوي ارزښت ورنه کړي، هدف ته د رسیدو لپاره دنقشي جوړول او په نیمایې لاره کې په څټ تګ او دیوي بلي لاري غوره کول دعمر ضایع کیدل دي.

هغه څه چې د بریالیتوب لامل کیږي دا دي، چې دیوي اوږدي مودي لپاره خپلې دماغي قواوې دیوې موضوع په باب منظمې کړو، هغه کسان چې په ژوند کې یې ستر بریالیتوبونه ګټلي دي، هغه کسان ووچې په ټول عمر کې یې په یوه برخه کار کړی دی.

د تل لپاره باید په پام کې ولرو چې په پرله پسې توګه دمذبذب هدف تعقیبول، د ټنبلۍ په حال کې پاتې کیدل، په کمزورې اردې سره په کار بوختیدل ددې لامل کیږي چې دژوند (مزی) زموږ له لاسه ووځي، بریالیتوب دماهي په څیرښوی(لشم) او تښتیدونکی دی، باید هغه په لاس کې کلک ونیسو کنه نو ټوپ وهي او تښتي او موږ حیران او سرګردان پریږدي.

هغه څه چې زموږ دموخې دبدلیدو سبب کیږي باید په یاد ولرو په هغو هلو ځلو کې چې مونږ یې خپل هدف ته درسیدو لپاره کوو، باید هیڅکله خپلو ناکامیو او کمزوریو ته ارزښت ورنه کړو. البته منظور دانه چې خپلې کمزورۍ او ناکامۍ په پام کې ونه نیسو، او له هغه سره مبارزه ونه کړو، بلکې منظور دادی چې باید پری نه ږدو چې کمزورۍ او ناکامۍ زموږ په اراده کې بدلون راولي بلکې په کلک هوډ او قوي اردې سره پرله پسې دهدف په لور لاړ شو، بیا به ووینو چې د ارادې دلمر په وړاندې عیبونه او ناکامۍ خود به خوده او به کیږي او له منځه ځي.

د خپل هدف بنسټ باید د واقیعت له مخې جوړ کړو او باید هیڅکله د نن کار سبا ته پرینږدو، بلکې که امکان ولري دسبا ورځې کار نن تر سره کړو. په ژوند کې هیڅ شی له سرګردانۍ نه بدتره نشته، ځکه په دې صورت کې د دماغې قواو دتمرکز او دقت ځواک کمزوری کیږي او دشوق اور مړکیږي، زغم او ټينګ عزم چې د بریالیتوب ستنې دلړزیږي، نو بیا کله چې مو خپله لاره پیدا کړه باید له نورو لارو نه په بشپړه توګه سترګې پټې کړو، بې له هغ په بل کار لګیا نه شو، او باید هیر نه کړو هغه څوک چې هدف په پام کې نه نیسې دهغه ښکاري په څير دی چې بې له دې چې نښه په پام کې ونیسې ډزې کوي امکان لري هغه په ناڅاپي توګه څه شی ښکار کړي خو دغه شی به چندان ارزښت ونه لري.

د اوسني مقام له ثبتولو وروسته، اړینه ده، چې په هغو کارونو باندې تمرکز وکړو، کوم چې زموږ د پرمختګ سبب ګرځي او هغه کارونه ترسره کړو، چې موږ ته د بریالۍ راتلونکې په لور لارښوونه وکړي، کوم چې مخکې مو طرحه کړي دي. په پیل کې دا کارونه مشخص کړئ، لېست یې کړئ او وروسته یې پیل کړئ،

عادې کسان په ژوند کې سم عاقلانه مقصد نه لري ، باید ووایوڅرګند مقصد نه لري. هغوی یواځې دژوند دمادي وسایلو دراټولولو په فکر کې دي او دغه وسایل له هرې لارې چې وي برابروي یې، او په هغې خوشحاله وي، خو هغه کسان چې په ژوند کې یو مقصد لري نه یواځې له مال څخه له ځان څخه هم حاضر دي تیر شي .

دغه شان کسان آن ارزښت نه ورکوي چې آیا مقصد ته به ورسیږي که نه؟

هغوی دهدف په لور رسیدو ته هماغه هلې ځلې غواړي ،دا هیڅکله باید هیر نه کړو چې د دنیا له زیات یا کم مال سره زیاته علاقه دهغه چا په لاره کې چې په ژوند کې ستر هدف لري خطر ناکه ده ، له مال او شتمنۍ سره زیاته مینه دهدف پر لور دتګ خنډ کیږي، مګر داچې په خپله مال او شتمني دسړي هدف وي  سړی باید خپل هدف ته درسیدو لپاره نه یواځې د دنیا زیات یاکم مال ته شا کړي بلکې باید له هغو ناکامیو نه چې ورسره مخ کیږي ونه ډار شي همیشه په خپل هدف پسې هڅه وکړي سره له دې که کړاوونه پرې د ږلی په څیر ووریږي باید وړاندې ولاړ شي ، مجنون دشي چې خپله لیلا تر لاسه کړي.

پای

۱۷/۷/۱۳۹۶

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply