ولې لویدیځوال د ’’طالبانو اسلامي امارت ‘‘…/دوکتور م، عثمان تره کي

0 1,183

دوکتور م، عثمان تره کي                                                            ٠٩/ ١٠/٢٠١٧   

ولې لویدیځوال د ’’ طالبانو اسلامي امارت ‘‘

 له بیرته راتګ څخه ویره لري ؟

’’ ینس سنتولنبرک ،، د ناتو سکرتر جنرال کابل ته پخپله وروستي سفر کې ( سږ کال  د سپتامبر  ٢٧ )  یوې غوندې ته وویل : ’’ د حالاتو په کتو سره له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو د وتلو بیه تر پاته کیدو لوړه ده  ‘‘.

پدې باندې نه غږیږو چي  د ’’ ینس سنتولنبرک ،، خبره تر کومې اندازې پورې د دیپلوماسي او د حقوقو د اصولو سره سمون لري. خو دومره ویل اړین ګنو چي د ناتو سکرتر جنرال د واکمني د ستیژ او د افغانستان د خاورې د خاوند د دریز نه خبره کوي. دغسي خبره  چه  په کې د ناتو د پوځ د پاته کیدو یا نه پاته کیدو د موضوع په اړه د افغاني اړخ پریکړه په بشپړه توګه له پامه غورځول شوې ده. واقعیت دا دي چي اوسمهال د ناتو په وړاندې یوازې د طالبانو د توپک شپیلي د آزاد افغانستان ږغ پورته کولي شي. پدې شرط چه هغوي د پاکستان د منګلو نه ځان وږغوري.

راځو اصل مطلب ته !

د ناتو د سکرتر جنرال خبره د هغه ذهنیت استازیتوب کوي چي د اشغال د  شپارلسو کلونو په  موده کې په لویدیځو هیوادونو کې د سیاسي لوبغالو په منځ کې مسلط  و.  لویدیځوال  تل د پاکستان  په ملاتړ په افغانستان کې  د طالبانو د واکمني د راژوندي کیدو قضیه د خپل امنیت په وړاندې د یو خطر په توګه  مطرح کوي.

 دلته د نمونې په توګه ستاسو پام د دوو فرانسوي  نظر خاوندانو ځرګندونو ته رااړوم :

–  ’’ ژان پول بکیاست ‘‘ یو وتلې فرانسوي لیکوال  دي چي د فرانسې په مختلفو حکومتونو کې يي دنده لرله. دي وروسته لدې چه  په پاکستان کې د مختلفو سیاسي مشرانو تر منځ تکرونو ته تحلیلي نظر اچوي سیاسي ستیچ ته د نواز شریف راتګ د ’’ پاکستان اسلامي ذروي امارت ‘‘ د جوړیدو پیلامه ګني او وایي :

’’ د هغو استخباراتی معلوماتو له مخې چه  لاس ته راغلې، موږ  دیو بنستیز بدلون په درشل کې قرار لرو چي د پاکستان ، هند او د سیمې نه د باندې سیاسي او نظامي ستراتژیک اندول ته په ژوره توګه بدلون ورکوي.  له امکان نه لرې نده چه د پاکستان اسلامي جمهوریت واک سیاسي- مذهبی انترناسیونالیست جهادیستانو لاس ته ولویږي. د نړیوال جهاد څپې امریکا ته ورسیږي.

د پاکستان په ګاوند کې د افغانستان راتلونکې اسلامي امارت  به چه په کې د طالبانو  واکمني چلیږي لمړي هیواد وي چه د نړیوال جهاد سره خپل پیوستون اعلام کړي. ورپسې، وار عربي هیوادونو لکه لیبیا، مصر، عراق، سوریي او لبنان ته رسیږي. سعودي عرب چه د وهابيت په عقیدوي اصل باندې ولاړ دي، پاکستان کي اسلامي امارت رامنځته کیدو ته د زړه له کومې به هرکلي ووایي. استخباراتي معلومات ښیي چه نواز شریف د خپلي واکمني په وخت کې شهزاده بن سلطان ته د اقتصادي مرستې په بدل، د یو شمیر اتومي سرګلولې په سپارلو ژمنه کړې وه.

 په لند مهال کي په سیمه کې د دغي پروسې تاواني شوې هیوادونه به اسرائیل او هند وي.  خو په اوږدمهاله کې لویدیځ هیوادونه تر غیر مستقیم ګواښ لاندې را ځي ‘‘.

 (https://blogs.mediapart.fr/ – 17janvier 2014 )

’’ ژان پول بکیاست ‘‘ د ’’ پاکستان اسلامي ذروي امارت ‘‘  د رامنځته کیدو احتمال د ملکي حکومت او په ځانګړې توګه د نواز شریف د  واکمني په وخت کې مطرح کوي. خو واقعیت دا دي چه د نړیوال جهاد د پلویانو شبکه په دواړو ملکي او نظامي حکومتي جوړښتونو کې  ځاي لري چه سروالي یې د آي، اس، آي په لاس کې ده.

– ’’ ایریک دنی سی‘‘ په فرانسه کې د استخباراتي تحقیقاتو د مرکز پخواني مشر له نظره افغانستان د پاکستان  د ستراتژیک عمق قوت الظهر جوړوي. ’’ ایریک دنی سی‘‘ په افغانستان کې د پاکستان په لاس د طالبانو اسلامي امارت جوړیدل، عمق ستراتژیک خوا ته د یو ګام وړاندې په توګه شمیري او وایي :

’’ د مرکزي آسیا په اوسني ستره لوبه کې، په افغانستان کې  د طالبانو اسلامي امارت رامنځته کیدل ، د آي، اس، آي د اجندا سره  تړاو لري. ستراتژیک عمق پرته د نظامي اړخ نه د پام وړ اقتصادي اهمیت لرلي  شي : پاکستان باید د افغانستان د لارې مرکزي آسیا ته تجارتي لاره پیدا کړي. د افغانستان له خاورې نه پاکستان خواته د انرژي د انتقال پایپ لین باید د یو له تر کنترول لاندې امن چاپیریال نه تیر شي.

بناً د طالبانو اسلامي امارت  لنګ شوې نظام  د آي، اس، آي په لاس د عمق ستراتژي د پلې کولو په موخه ستر غنیمت و ‘‘.

د افغانستان د امنیت موضوع نړیواله بنه غوره کړی ده : لویدیځ سیاسي لوبغاړې او سیاسي مبصرین د خپلو هیوادونو امنیت د افغانستان د پیښو سره په تړاو مطرح کوي.  د نښو نښانو څخه څرګندیږي چي لویدیځوال خپلې تولې نظامي، دیپلوماتیکي او استخباراتي طاقت دې ته وقف کړې چه په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې مخه ونیسي. لویدیځوال له دې ویره لري چه یو وار بیا پاکستان  په افغانستان کې  د طالبانو اسلامي امارت را ژوندي کړي او هغه د ستراتژیک عمق په لور د لاسوند په توګه وکاروي. بالاخره د نړیوال جهاد پلویان د آي،اس، آي د ملایانو د فتوا له مخې واشنگتن، لندن او پاریس خوا ته مارش و کړي.

یوازې د وسله وال مقاومت سیاسي خپلواکي افغانستان ته  د سولې  او امنیت ذمه واري ورکولي شي.  ’’ پاي‘‘

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply