د بیان آزادي که نورو ته سپکاوی؟/ فرهاد مندوزی

0 967

د بیان آزادي د هر وګړي حق دی تر څو پرته له دې چې د چا لخوا وګواښول شي خپله نیوکه، وړاندیز او شکایت په ازاده توګه بیان کړي.
د بیان د آزادۍ لپاره په هر هېواد کې ‌‌‌‌‌‌ډیر کارونه ترسره کېږي تر څو د ټولنې وګړي وکولای شي د بیان آزادي ترلاسه کړي او په دې برخه کې په تېره یوه نیمه لسیزه کې افغان حکومت هم ښه ګامونه اخیستي او ښې لاسته راوړنې لري.
د بیان دآزادۍ تعریف ته که موږ راشو نو په ‌‌‌‌‌‌ډیرو ساده او لنډو ټکو کې یې داسې تعریف کولای شو چې :
پرته له کوم ‌‌‌‌‌‌ډاره او پرته له کوم فشاره د حقایقو بیان، رغنده نیوکې ، وړاندیزونه او د قانون سره د سمو غوښتنو څرګندولو ته د بیان آزادي وايي.
نو د پورته یادو شویو ټکو په پام کې نیولو سره د ټولنې هر وګړی هغه که په رسنیو، دولتي دنده، شخصي دنده کې وي او یا هم لوړ پوړی چارواکی وي،کولای شي خپل غږ پورته کړي تر څو مسول چارواکو ته ورسیږي او د حل لار ورته پيدا کړي.
د بیان لهآزادۍ څخه که ناوړه ګټه پورته شي یادغه یاد شوي ټکي او اصول مراعات نشي نو ددې سبب ګرځي چې د وګړو ترمنځ یو بل ته سپکاوی، شخصي ګټو ته پر ملي ګټو لومړیتوب ورکول او د بیان آزادی د اصولو تر پښو لاندې کولو رامنځ ته شي.
همدا علت دی چې په اوسنیو شرایطو کې زموږ په هیواد کې تر ‌‌‌‌‌‌‌ډیره دا اصل تر پښو لاندې شوی او په سمه توګه ګټه نده ورنه اخیستل شوي چې د بیلابیلو ستونزو د رامنځته کیدو لامل شوی.
نو که راشو پر دې موضوع بحث وکړو چې څوک او څنګه د بیان لهآزادۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي نو باید یادونه وکړو چې په عام ډول درې ‌‌‌‌‌‌ډوله اشخاص د بیان آزادی اصول نه مراعات کوي، چې د هغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ځینې رسنی، زورواکي او د ټولنې یو شمیر وګړي دي ،چې تر ‌‌‌‌‌‌ډیره یې د بیا آزادی څخه ناوړه ګټه پورته کړي ده.
لومړی ډله هغه زورواکي دي چې د خپل مقام او زور څخه په ګټې اخیستنې د بیان له آزادۍڅخه ناوړه ګټه پورته کوي چې نورو ته سپکاوی کوي هغه که مخامخ وي، د تلویزیوني خپرونې په ترڅ کې وي او یا هم د ټولنیزو رسنیو له لارې. دا هغه اشخاص دي چې تر ډیره خپلو شخصي ګټو ته د ملي ګټو پر ځای لومړیتوب ورکوي، او د خپلو شخصي ګټو د برحقه ښودلو په موخه، هر ډول اصول او اخلاق تر پښو لاندې کوي، له همدې امله تل پر لوړ پوړو او ټېټ پوړیو دولتي چارواکو او ان دا چېتر ولسمشره پورې، بې ځایه تورونه پورې کوي او د بیان آزادی څخه په ناوړه ګټه اخیستې سره نورو ته سپکاوی کوي.
دویم هغه شمیر رسنۍ دي چې د چارو واګې یې د زورواکو او یا هم ځینو پردیو هیوادونو په لاس کې دي چې له همدې لارې د مختلفو سیاسي، ټولنیزو او داسې نورو خپرونو په واسطه هغه اشخاص او هغه ډلې خپلو سیاسي بحثونو کې میلمانه کوي چې د حکومت پرضد او یاهم د یوې خاصې ډلې او یوې خاصې نظریېپه مقابل کې خپل مخالفت څرګندوي چې پدې سره د بیان آزادي تر پښو لاندې کوي او د مقابل لوري سپکاوی کوي، خو د یادې موضوع د څېړلو پرمهال سره لدې چې د بیان آزادي ستایې، پر خپل ځان د لګول شويو تورونو پړه پر ځان نه مني،همدارنګه وروسته بیا د بیلابیلو مدني حرکتونو او د بیان آزادی ته د درناوي نه کولو په موخه مبارزه کوي په داسې حال کې چې په خپله نورور ته سپکاوی یو جرم ګڼل کیږي.
دریمه ډله کې هغه شمیر عام وګړي دي چې په ناغېړۍ او یا قصدي توګه د بیان آزادي تر پښو لاندې کوي چې له بده مرغه پر یادو اشخاصو د پورته دوه ډلو په پرتله ژر قانون پلي کیږي او د قانون منګولو ته سپارل کیږي په داسې حال کې چې که قضیه ژوره وڅېړل شي په ډاګه کېږي چې دا ډله خلک تر ډیره د پېښو اصلي قربانيان دي.
په پای کې غواړو په دې اړه بحث وکړو چې څنګه کولای شو په رېښتیني توګه د بیان له آزادۍ څخه ګټه پورته کړو او همدا ډول نور خلک دې ته اړ کړو چې خپلې څرګندونې د قانون په چوکات کې بیان کړي ترڅو چارواکو ته ورسېږي او د حل لاره ورته پیدا شي. نو دا اړینه ده چې ټولې هغه څرګندونې، نیوکې او وړاندیزونه چې موږ یې بیانوو ،باید د قانون سره سم وي، یو اړخېز او د نورو پر ضد نه وي، رغنده او د ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply