غزل/ ممتاز اورکزے

0 1,052

له پـــــــکتيا تر کــــــــــــــــندهاره تابوتونه
شـــــــــــــــــول روان په هره لاره تابوتونه

راځه دوه دوه دانې اخلوو کور کښې ښه دي
بـــــــــــــــــــيا به نه وي سبا ياره ،تابوتونه

د غـــــــــــزني شهيدان بې تابوته مه شه
ورليږو له ننــــــــــــــــــګرهاره تابوتونه

شــــــــــــــمارياتو کښې ډګري لرې لاليه؟
ښـــــــــه ،تۀ وړ يې راځه شماره تابوتونه

اے کـــــلاله! خټه پريږده لرګے خپل کړه
جوړوه د خــــــــــــــــداے د پاره تابوتونه

چــــــــــــې باچا مو په اوږو جنازې اخلي
مــــــــــــــــــــحترم بويه ،بسياره تابوتونه

نن يو يو مــــست ماتم کومه په ماښام کښې
مــــــــــــــــــــا ليدلي دي خماره ،تابوتونه

خـــدايه! اوس زمونږ تحفې بايد شي داسې
لـــــــــــــــــــــــه دلبره تر دلداره تابوتونه

راځـــئ جوړ کړو د نا اهلو باچاهئ کښې
لــــــــــــــــه دستوره .له دستاره .تابوتونه

اے ګودره! وران شه .نور پسې لا وران شه
جـــــــــــــــــــــــوړوم دې له چيناره تابوتونه

د مــــــــــــمتاز غږونه څه خو محترم کړه
ورته جـــــــــــــوړ کړه اسفند ياره تابوتونه

ممتاز اورکزے

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply