د ښوونې او روزنې ارزښت په ټولنه کې/ښویالی محمد شفیق شرفزی

0 1,841

ښوونه او روزنه د یوې ټولنې او هېواد د ملا د تیر حیثیت لري، او په وده او پرمختګ کې یې رغنده رول لري. په هره اندازه چې  یوه ټولنه اګاه وي او د پوهې کچه یې لوړه وي په هم هغه مقدار یې ټولنه پرمختللې، او خلک یې هوسا او آرامه ژوند لري، یو بل ته په احترام قایل وي، مشر او کشر پکې مالوم وي، د معلم او متعلم حقوق پکې خوندي وي، په ټولنيز ژوند کې یو دبل همکار وي او یو د بل لاسنیوې پکې عام وي او بلاخره هرڅوک د خپل ژوند څخه خوند اخلي.

د ښوونې او روزنې پواسطه د انسان فکري، رواني، جسمي، اجتماعي او مسلکي غښتلتیاوې غوړېږي، مثبت بدلونونه پکې راځي او همداشان  ښوونه او روزنه د نورو انسانانو او موجوداتو د حقوقو د تحقق او تامین لامل کېږي، چې په مټ یې انسان د بشپړ ویاړلي ژوند کچې ته رسېږي، فقر غربت او ناتوانایي محوه کوي او د جنډر په برخه کې هر جنس ته د خپلو حقوقو په ورکړه قایل دی د اسلامي مبارکو ارشاداتو نه نیولې تر ملي او بین المللي بشري حقوقو د اسنادو له مخې یې هر انسان ته خپل حق ورکړې.

ښوونه او روزنه دوه ځانګړې کلمې دي چې د مانا له مخې سره ډېرې نږدې او یو د بل لازم ا وملزوم دي. په لوستلو کې د ښوونې کلمه د روزنې څخه مخکې اخستل کېږي اما په عمل کې روزنه تر ښوونې د مخه ده. د مانا له مخې روزنه ډېر پراخه مفهوم لري او ښوونه یې جز دی. د لغوي مانا له مخې ښوونه یو چاته د پوهې هنر ور زده کولو ته وایي، او د روزنې مهمه د نده د انسان د مختلفو جوانبو یانی جمسي، فکري، اجتماعي، دیني، رواني اونور وده او اداره کول دي. نو ویلای شو چې ښوونه او روزنه د هغو تغیراتو، ودې او پرمختګ ته وایې، چې د انسان په جسمي، اجتماعي، رواني، تحقیقي، مفکورو او فني تکړه توبونو کې راوځي .

څرنګه چې د ښوونکي په مسلکي کېدو کې د ښوونې او روزنې پرنسیپونه او اساساتو پېژندنه مهم رول لري او اساسي هدف یې د یو په کار پوه ښوونکي روزل دي، نو د دې لپاره، چې دغه هدفونه مو لاس ته  راوړي وي، ښه به داوې چې ګران زده کړیالان، چې راتلونکي ښوونکي دي، د ښوونې او روزنې په تمامه مانا پوه، او د ښوونځیو د سیستم او د تدریس د نورو لارو چارو سره اشنا شي .

د ګران هېواد افغانستان  د اساسي قانون په دري څلوېښتمه ماده كي کښل شوي: زده كړه د هېواد د ټولو اتباعو حق ګڼل شوی او دولت يې په ټول افغانستان كي د متوازن معارف په عامولو مكلف كړی، خو له بده مرغه تر كومه ځايه چي ليدل كېږي د هېواد په اکثره سیمو کې د ښووني او روزني بهير ټكنې دی، په كيفي او كمي لحاظ د هېواد د ډېرو سيمو ښوونيز  بهير د اندېښنې وړ دی. په ځانګړي ډول په هغه ساحو کې چې امنیتي تهدید لاندی دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply