يو فيل تر پنځوس کاله بند وروسته خوشې شو

0 931

اورېدلي به مو وي چې په دې ورځو کې د پاکستان پوليسو يو خر زندان ته اچولی او تور يې ورپورې کړی دی چې قتل يې کړی او بايد سزا ورکړي، نن دا هم ولولئ چې په هند کې بيا يو بندي فيل تر نيمه پېړۍ زندان تېرولو وروسته خوشې شو.

دغه فیل په هند کې بندي شوی و او د بریټانیا د حیواناتو ساتنې یوې محکمې په خپلو هڅو له زندان څخه خلاص کړ.
په اتراپرادېش ایالت کې دا بندي فیل په زندان کې له بد سلوک سره هم مخ و او ډول ډول ظلمونه پرې کېدل.

کله چې دا خبر دې بریټانوۍ ادارې ته ورسېده، نو سم‌دلاسه یې یو ټیم د هندي حکومت په مرسته اتراپرادېش ته ولېږه او له هڅو او منډو ترړو وروسته یې دا فیل له زندان څخه خلاص کړ.

تر اوسه رسنيو څه نه دي ويلي چې دا فيل په کومه ګناه زندان ته اچول شوی و.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply