د افغانستان او سیمې په اړه د کمنترن توطئي/ نورالحق  ن. څلی

0 1,005

[ تروتسکي چې د بلشویکانو د ګوند یو وتلی مشر او د بلشویکي روسيی د دفاع وزیر و ، د ۱۹۱۹ کال د اګست د میاشتې پر پنځمه د ګوند مرکزي کمیټي ته په خپل لیک کې لیکي : « په دا اوسني وضعیت کې زمونږ لپاره د هنګري شوروي جمهوریت ته د رسېدو په پرتله هند ته د رسېدو لاره  ډېره دتېرېدو وړ او ډېره نږدې ده » . نوموړی وړاندې لیکي : « پاریس او لندن ته د رسېدو لاره د افغانستان ، پنجاب او بنګال له ښارونو څخه تېرېږي  » .  دې موخې ته د رسېدو لپاره تروتسکي داسې خیال درلود تر څو په « اورال » او روسي ترکستان کې د افغانستان له لارې  پر هند باندې د تېري  د سمبالتیا لپاره  انقلابي اډې جوړې شي .

د ۱۹۱۹ کال د سپتامبر په میاشت کې تروتسکي په ډېر ټېنګار سره هڅه وکړه تر څو د بلشویکانو د ګوند له مرکزي کمیټي څخه په روسي ترکستان کې « زمونږ  ( روسانو  ) له لوري د جنوب په خوا د احتمالي تعرض لپاره د سترې نظامي اډې د جوړولو هوکړه تر لاسه کړي . په همدې میاشت کې د تروتسکي په امر پنځه ویشت زره ټوپک او نور اړین نظامي ټوکي ترکستان ته واستول شول .‌ . . تر څو  په سملاسي توګه د افغانستان حکومت ته وسپارل شي . په همدغه وخت کې ماسکو لا له وخته خبر و چې د افغان او انګلیس دریمه جګړه لا پخوا پای ته رسېدلې وه . خو د هغه سر بېره کرملن هیله من و تر څو افغانستان یو ځل بیا له انګلیس سره په جګړه کې ښکېل کړي .

د ۱۹۱۹ کال د اکتوبر په شپاړسمه لینن تاشکند ته رسمي دستور ورکوي او د شوروي ترکستان مشرتوب ته سپارښتنه کوي تر څو «  په عاجله توګه په ترکستان کې  د مهماتو جوړولو ( ماشین آلات او نور اړین وسایل در استوو ) ، د وسلو او پوځي ټوکو د ترمیم ، د ډبرو سکرو ، نفتو او اوسپنې د استخراجولو لپاره ولو که کوچنۍ وي خو یو مستقل جوړښت په پښو ودروي . « د دې برسېره د ترکستان  د جبهې د انقلابي شورا غړي او د ترکستان د کمیسون مشر  ش . الیایوې ته امر کېږي تر څو د « هند له لارې » د جنوبي هېوادونو سره « پخوانۍ استخاباراتي » اړیکې ټېنګې کړي .

د ۱۹۱۹ کال په اکتوبر کې هغه مهال چې په ماسکو کې د کورنۍ جګړې د ستونزو سره سره  د حکومت له لوري منځنۍ آسیا ته د انقلاب د صادرولو  تیاری نیول شوی و ، د  ترکستان مشرتوب د کرملن د اوامرو پر خلاف له دې نه سر غړونه کوي تر څو افغانستان ته د خپلو کوچنیو زېرمو او همدا شان د تروتسکي له خوا رالېږل شوي ټوپک  ورکړي . په تاشکند کې شوروي چارواکو  په خپله دغو وسلو ته د بسمچیانو پر ضد  روانې جګړې کې اړتیا لرله . له دې نه اخوا د ترکستان بلشویکانو د افغانستان پر پاچا باندې باور نه درلود . د هغوی لپاره امان الله خان  سره له دې چې له انګرېزانو څخه یې سخته کرکه لرله ، خو  د شورویانو استخباراتي  کړیو داسې کره مالومات درلودل  چې که چېرې امیر د خپلو ځواکونو سره ترکستان ته ننوځي نو اولس دې ته تیار و چې له هغه څخه ملاتړ وکړي ، نو ځکه باالقوه دښمن ګنل کېده .

د یادولو وړ ده چې په منځنۍ آسیا کې  شوروي او ګوندي چارواکو په دغه سیمه کې د امان الله خان  د شوروي ضد کړنو د تیاریو په اړه د شک کولو ډېر جدي علتونه درلودل . امان الله خان د خپلې واکمنۍ په پیل کې له افغانستان سره نه یواځي د ختیځو پښتنو د سیمو بلکې د بخارا ، خېوې ، فرغانې ، پنجده او د کشک د نظامي  کلا د یو ځای کېدو تکل  هم درلود .

د افغانستان په اړه د شوروي ترکستان د مشرتابه دریځ په ماسکو کې د تروتسکي او د آسیایې استقامت د نورو پلویانو قهر راوپاراوه  او هغوی د ترکستان  د مشرتوب دغه شان چلند « خپل سري » وبلله . د بېلګې په توګه د بلشویکانو د حکومت د بهرنیو چارو په وزارت کې  د مسلمان نږدې ختیځ  لپاره د څانګې مشر نریمان نریمانوف  *

د افغانستان مسئله په آسیا کې د شوروي روسیي او بریتانیي د سیالۍ ( ټکر ) لویه غوټه ګڼله . نوموړي په دغې سیمه کې د لا فعال سیاست د مخ  ته بیولو په اړه د لینن ملاتړ تر لاسه کړ . د ۱۹۱۹ کال د نومبر په لمړۍ ورځ  نریمان نریمانوف « د افغانستان د مسئلې په تړاو » لینن ته په خپل هر اړخیز ګزارش کې ولیکل : «  که چېرې د هغه څه چې تر اوسه د تبلیغاتي موخو لپاره د لویدیز لوري خواته مصرف شوي دي ،  د هغه یو پر اتمه برخه د همدغو موخو لپاره په ختیځ کې مصرف شوې وې  نو اوس به مسلمان ختیځ زمونږ تر مستقیمې اغېزې لاندې و . . . مونږ دوه کاله یواځې پر دې بوخت یاستو چې د رادیو له لارې په لویدیځ کې عامه ذهنیت آماده کړو ، خو دغه عام ذهنیت هماغسې مونږ د غلو په نوم یادوي ، خو ختیځ غواړي ، مونږ ته د اتحاد او ‌مرستې لپاره زارۍ کوي ، خو مونږ نه یواځي  دا چې پام نه ورته کوو ، حتی  د  « پان اسلامیزم » تر بیرق  لاندې د انقلاب ضد هم په کې وینو . . . » .

نریمانوف داسې انګېرله چې د انګرېزانو پر ضد د ختیځ اولسونو په تېره بیا د افغانانو کرکه د دې واقعیت ښه وثیقه ده چې د شوروي روسیی دښمنان  « هیڅکله هم نشي کولای چې افغاني پرګنې زمونږ پر ضد تودې جګړې ته را وهڅوي » . نو ځکه  یې په د تړاو وړاندیز دا و چې د ماسکو او کابل تر منځ د « نورمالو » اړیکو د ټینګولو بهیر آن افغانستان ته  د خاورې د ورکولو په بیه ګړندی  شي . .

د تروتسکي ، نریمانوف او نورو د وړاندېزونو په تړاو د لینن غبرګون زړه نازړه  وه . « د نړیوالې پرولیتاریا  مشر » داسې نیت نه درلو چې د سختې اړتیا نه پرته د روسي امپراتورۍ خاوره چا ته ورکړي ، خو همدا شان یې نه غوښتل تر څو په ختیځ کې  د برتانیي پر ضد د برتانوي ضد ځواکونو د امکاناتو د کار اخیستنې چانس له لاسه ورکړي .

د ۱۹۱۹ کال په پای کې شوروي روسیی او کمنترن د تکتیکي ملاحظاتو په رڼا کې د نړیوال انقلاب د « ختیځې جبهې » په پرانېستلو ، په قطعي توګه حساب وکړ . د هند پر برتانوي مستعمرو باندې د سره اردو  ګوزار که د دغو پلانونو اساسي بر خه نه وه ، خو یو جُز یې وه ] . ( ۱ )

د ختیځ لپاره د کمنترن لمړۍ ډېره ځواکمنه څانګه د شوروي ترکستان  په مرکز تاشکند کې خپل فعالیت پیل کړ . دغه څانګه د ترک بیورو ( دفتر ) په نوم یادېدله ، ۱۵۷ کارکوونکي یې درلودل او تشکیل یې په لاندې ډول و :

لمړی ــ د مشرتابه هئیت یې درې تنه وو .

دوهم ــ د دغې څانګې مرکزي دفتر له اداري ، محاسبې او د اکمالاتو له برخو څخه جوړ شوی و .

دریم ــ سازماندهي څانګه یې تر ټولو مهمه وه چې په درې برخو وېشل شوې وه ــ محرم ، غیر رسمي او رسمي .

څلورم ــ د لیکنو او چاپ څانګه چې د ختیځ هېوادونو په ژبو یې چاپي آثار ، تبلیغاتي پاڼې او برشورونه لیکل او چاپول .

د کمنترن د تاشکند د څانګې اساسي موخه د ختیځ هېوادونو ته د  کمونستي انقلاب صادرول و ، دا څه هسي بېړنی پلان نه وه بلکې  په واقعیت کې ښه سنجول شوي عملیات وو چې ټول اړخونه یې په پام کې نیول شوي وو. په ماسکو او تاشکند کې د دغه سازمان چارواکي ډېر ژر په دې پوه شول چې د ختیځ اولسونو د نمایندګانو سره کار کول ډېر ستونزمن کار دی . دوی به اکثره د ختیڅ  اولسونو اړوند درې کتګورۍ کسان لېدل چې یا به سوداګر وو ، یا به د مزدورۍ په موخه منځنې آسیا ته راغلي وو او یا به ناسیونالیستان وو . د ختیځ هېوادونو د ټولو  استازو لپاره د کمنترن سیاسي او ایدیالوژیکي اصطلاحات او موخې نا آشنا او بېګانه وي . طبعي ده چې کمنترن داسې یوې څېرې ته  سخته اړتیا لرله چې د ختیځ له ذهنیت سره ښه بلدتیا ولري .

له ډېرو هڅو وروسته کمنترن د خپلې تاشکند څانګې لپاره یو مشر د مکسیکو په هېواد کې پیدا کړ ، چې  مانابندرا نات رای نومېده ، په خټه هندوستانی خو د دغه هېواد د سوسیالست ګوند بر حاله عمومي منشي و . نوموړی چې پخوا د هندوستان د آزادۍ او کمونستي غورځنګ یو ډېر مشهور او پېژندل شوی شخصیت و  چې وروسته بیا مکسیکو ته لاړ او د دغه هېواد د سوسیالست ګوند د مؤسسینو له ډلې و. ماسکو ته راوبلل شو او په کال ۱۹۲۰ کې د کمنترن د تاشکند څانګې د یوه مشر په توګه وټاکل شو .

« د ۱۹۲۰ کال په دوبي کې کمنترن  د بلشویکانو د فعال ملاتړ په مټ د ام  برودین او مانابندر نات رای په مشرۍ د افغانستان لپاره یو ستر نظامي ماموریت سمبال کړ . دغه نظامي ماموریت ته په پیل کې داسې پلان و تر څو پنځه لس زره ټوپک له یونیم ملیون مرمیو سره ، پنځوس درانه ماشینداره له پنځه سوه زره مرمیو ، پنځه سوه تفنګچې له پنځوس زره مرمیو ، څلور زره عدده لاسي بمونه ، پنځه پایي د مخابرې دستګاه وې او همدا شان دوې الوتکې ورکړل شي . خو وروسته ورته یواځې د چاپ ماشینونه ، درې سوه تفنګچې له دېرش زره مرمیو ، څلورزره عدده لاسي بمونه خو درې الوتکې ورکړل شوې » . ( ۲ )

د کابل او کشک تر منځ  د هوایي پله جوړول د دغه ماموریت تر ټولو مهمه دنده وه .

د یادولو وړ ده چې  هندوستاني انقلابي  ام  نات رای  داسې حساب کاوه چې په پټه د برتانوي هند خاورې ته د یوې ډلې مسلکي تخریبکارانو او د اړتیا وړ انفجاري توکو په لېږلو سره به ډېرې لارې ، پلونه او د اورګاډي پتلۍ له منځه یوسي ، په خپله دی به د یوه پنځه ویشت زریز اردو سره چې ډېری  به یې پښتانه وي د افغانستان له خاورې پنجاب ته ننوځي .

د کمنترن دغه ماموریت ونشوای کولای  چې د افغانستان له شمالي سرحد څخه واوړي ، چې اساسي علت یې د ستر غازي امان الله خان سیاسي هوښیاري او د هېواد په چارو باندې بشپړ تسلط درلودل او د کمنترن د مشرانو له اټکل څخه وتلې سپین سترګې وه .

د تاشکند د کمنترن څانګې مشر ام  نات رای  په تاشکند کې د افغانستان  د سیاسي نمایندګۍ له مشر هادي خان سره د خپل ماموریت په تړاو اوږدې خبرې اترې پیل کړې .  ام  نات رای  د خپلې یوې لېدنې په ترځ کې افغان دیپلومات ته وایي چې په کابل کې ددې لپاره اډې ته اړتیا لري تر څو په هندوستان کې کمونستي انقلاب سازماندهي کړي . همدا شان په ډېره سپین سترګۍ  سره د دې اړتیا وخت هم ټاکي او زیاتوي چې وروسته له هغه چې « مونږ په افغانستان کې شوروي حکومت جوړ کړو » . ( ۳ )

د ۱۹۲۰ کال په اکتوبر کې د روسي ترکستان په ترمز سرحدي ښارګوټي کې د کمنترن په مستقیمه  لارښوونه د افغانستان له اتباعو څخه  « د افغانستان  مرکزي انقلابي  کمیټه  » په نوم یو سیاسي سازمان جوړېږي چې مشر یې د محمد یعقوب په نوم یو تن افغان ټاکل کېږي .

محمد یعقوب او شریکانو یې داسې انګېرلې وه چې د شوروي په مرسته د غازي امان الله خان واکمني راوپرځوي او پر ځای یې یو شوروي ډوله جمهوریت رامنځ ته کړي . د یادولو وړ ده چې د دغه سازمان غړو یواځې په هرات ، میمنې ، مزارشریف او د شمال په څو سرحدي کلیو کې شتون درلود او د کمنترن لپاره یې مالومات راټولول .

د کمنترن له خوا د دغه سازمان له جوړېدو نه کابل ژر خبرېږي ، پایله دا کېږي چې کمنترن او شورویان ډارېږي او د دغې ډلې له مالي ملاتړ څخه لاس اخلي .

په کال ۱۹۲۰ کې د کمنترن د تاشکند د څانګې له خوا د ایران کمونست ګوند او د  هند کمونست ګوند هم تاسیس کېږي . په زړه پورې خبره داده چې د هند د کمونست ګوند د غړیتوب لمړی لمبر کارت د کوزې پښتونخوا یوه پښتون ته ورکول کېږي حال دا چې د کمنترن مشر ام  نات رای پخپله  ډېره پخوانۍ سابقه لري او د مکسېکو هېواد د سوسیالست ګوند عمومي منشي هم و .

کمنترن د بلشویکانو یوه داسې پروژه وه چې په ډېره کمه موده کې یې بې سارې لاس ته راوړنې درلودلې . په منځنۍ او جنوبي آسیا او همدا شان  په منځني ختیځ کې د کمنترن  د فعالیتونو اساسي  موخې د برتانوي استعمار پر ضد وې ، نو طبعي خبره ده چې ددغه سازمان په مټ ماسکو د لندن لپاره ډېرې ستونزې پیدا کولای شوې او برتانوي مستعمرې له ګوښ سره مخامخ وې . د بلشویکانو واکمنۍ د کورنیو ستونزو تر څنګ بهرنۍ ستونزې لرلي چې تر ټولو مهمه یې د لندن له خوا په رسمیت نه پېژندل و . د دواړه هېوادونو ملي ګټو لندن او ماسکو دې ته اړ کړل چې یو جوړ جاړي ته سره ورسېږي ، په کال  ۱۹۲۱  کې د دغو هېوادونو تر منځ په ظاهره  یو تجارتي تړون لاس لیک شو خو په واقعیت کې د دواړو خواوو تر منځ هر اړخیزې اړیکې ټینګې شوي . د دغه تړون د لاس لیک کېدو وروسته د کمنترن د تاشکند څانګه وتړل شوه .

د کمنترن د تاشکند څانګې له تړل کېدو وروسته د دغه سازمان د فعالیت بڼې بدلون وموند ، خو آن تر ۱۹۴۳ کاله پورې چې رسمأ منحل اعلان شو په فعالیتونو کې یې هیڅ ډول ځنډ را نه غی .

د لندن او ماسکو تر منځ د یاد شوي  تړون د سرېزې په  « الف » ماده کې برتانیي  له شوروي اتحاد څخه رسمي ژمنه اخیستې  ده تر څو : « د آسیا د هر هغه اولس د هڅولو لپاره چې د برتانیي له ګټو او یا هم د برتانوي امپراتورۍ د کړنو له هرې بڼې سره دښمني ولري په تېره بیا د هند او د افغانستان په خپلواک دولت کې له هر ډول نظامي ، دیپلوماتیکي ، او یا د اغېز شېندلو له کوم بل ډول او یا هم د تبلیغاتي هڅو څخه ډډه وکړي » .

اوس چې شوروي اتحاد د تاریخ په کنده کې پروت دی ، نو ډېر څېړونکي یې د ړنګېدو د علتونو په اړه څېړنې کوي او په راتلونکې کې به یې تاریخ پوهان د خپلو معیارونو په تله کې تلي . خو هغه پوښتنې چې همدا اوس ډېر خلک یې بوخت ساتلي دي ،هغه دا دي چې آیا شوروي اتحاد په بل نوم او بله بڼه د تزاري روسیی د امپراتورۍ دوام نه و ؟ آیا یوه ایدیالوژي د خپلو ملي ګټو لپاره د یوې وسلې په توګه و نه کارول شوه ؟ دغه واقعیت ته ځير شئ ، د بلشویکانو ګوند کله چې د واک ګدۍ ته ورسېد یواځې دوه سوه زره غړي یې درلودل خو کله چې له واک څخه ګوښه کېږي شل ملیونه غړي او د نړۍ یو لوی دولتي ماشین په واک کې لري .

پای

 

*  اصلي نوم یې نریمان کربلائي نجف اوغلو و ، په خټه آذربایجانی ، لیکوال ، ورځپاڼه لیکونکی ، انقلابي او د ژوند تر پایه د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د مرکزي کمیټې غړی و ــ ژباړن .

 

اخیست ځایونه :

د ستالین د افغانستان جګړه        د منځنۍ آسیا تر شا محاذ

لیکوال : یوري تیخانوف

د چاپ کال : ۲۰۰۸

روسي متن

 

لمړی ــ    ۴۸ ، ۴۹ ، ۵۰ او ۵۱ مخونه

دوهم ــ     ۸۴ مخ

درې یم ــ   ۸۷ مخ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply