سوله له چا سره!؟ / ایمل ساپی

0 613

کله چې د طالبانو واکمني پای ته ورسیده، افغانان لکه د هوسا  ژوند توبه یې چې قبوله شوې وي، ډلې ډلې مخ پر وطن شول، کال نیم لا نه وه تېر چې د طالب په نوم افغان ضد ډلګۍ او د امریکا په نوم د یوه خپلسري، بشر دښمنه او دسیسه ګر هېواد په جګړه کې ښکېل شول.

وسله والو طالبانو له بهرنیو ځواکونو د غچ اخیستلو په پلمه په سړک غاړې بمونو، ځانمرګو، خرمرګو، موټر سایکل چاودنو او نورو بیلابیلو پیښو ولس زیامن کړ.

امریکا او نړیوالو قدرتونو بیا په شپنیوعملیاتو، خپلسريو، د افغانیت، اسلامیت او انسانیت خلاف کړنو کې افغانان ووژل او وځورول.

دا هم ټولو ته معلومه ده چې طالب او امریکا د پيشي او موږک لوبه ترسره کوي(دواړه هم په جنګ دي او هم پخلا) په دې هم ټول خبر دي چې دا لوبه به تر هغې وې څو چې یوه منظمه بهرنۍ او کورنۍ پالیسي رامنځ ته شي.

د افغان بې ګناه وژنو کیسه اوس هم ګرمه روانه ده، کله چې اشرف غني ولسمشر شو، د ولسي ویرې، نهیلۍ، بې باوري، لارورکۍ کړکیچن وضعیت لا حاکم شو.

بې ثباتۍ له خلکو په رڼا ورځ لاره ورکه کړه،د اکثریت د تصور خلاف اعمال ترسره کیږي، مافیا لا چاغه شوې، فساد زیات او بې ثباتي زور اخستی.

فکر کیږي چې په اوسني نظام ناخوښ او خوښ، واکدار او  بې واکه سیاستوال په لوی لاس ولس او تیرې ګوته په شمیر لاسته راوړنې په اوبو لاهو کوي، دا کار د حکومت د ناانډولو او کاذبو پالیسو له امله کیږي او یا هم لږ تر لږه د سیاسي او حکومتي څټو له مغزه د حب الوطن او حب الافغانیت احساس توګل شوی یوازې، خپله مادي ګټه، واک، ګوند،ډله، خېل   پيژنې او بس!!!

د ولسمشر له نظره شته ستونزه یو حل لري چې هغه له وسله والو سره سوله ده کومه سوله چې د افغان بچي غوښتنه ده.

اشرف غني د خپلې کاندیداتورۍ د کمپاین په چیغو کې!!! له وسله والو سره د سولې پر مساله ټینګار کاوه چې سوله به ډیر ژر تامین کړي، دا مساله یې په خپل منشور کې هم څیړلې چې په فکري، قانونمندو، بنسټیزو او عملي لارو سوله غواړي که په هره بیه وي.

سوله ټول غواړي خو پرته له هغو چې په جنګ کې یې ګټې دي، سوله ټول غواړي څوک یې له زړه غواړي او څوک یې په خوله غواړي، دلته پوښتنه دا ده چې آیا ولسمشر غني چې د سولې په برخه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په پل  پل ږدي په وس یې پوره ده چې سوله وشي؟

که هو د پرمختګ ټکي یې کوم دي؟

او که نه ….بیا

ولې له هغه دښمن سره چې د نړۍ د لسګونو هېوادونو+ پاکستان په لمسه، مالي مرسته او ابتکار افغان وژنه کوي سوله وشي؟

ولې داسې چا سره سوله وشي،‌ چې پنځه لس کاله مو په ورور ویلو او د سولې پر خبرو ورسره ټینګار وکړ خو دوی یوازې یوه د (نه) خبره کوي؟

ولې داسې چا سره سوله وشي، چې په ۲۸ میلیونو افغانانو پلی شوی اساسي قانون او نور نافذه قوانین نه مني؟

ولې داسې چا سره سوله وشي، چې هره ورځ مو ځوانان په ناځوانه توګه وژني؟

ولې داسې چا سره سوله وشي، چې ګمراهۍ او پردي پالنې یې زړه د تیږې په څېر کړی او لخوا یې د دې سپیڅلۍ کلیمې قبلول خیال، محال او جنون دی؟

ولې داسې چا سره سوله وشي، چې د وحشت خپرونې پالیسي یې غوره کړې، یاغیتوب خوند ورکوي او د جنت د حورو په هوس د هر انسان او افغان وژنې ته د روا والي فتوا ورکوي؟

دا توجې سمه ده چې سوله له دښمن سره کیږي خو دښمن تر دښمن توپیر شته کوم دښمن چې د دوست کیدو تمه ترې نه کیږي د سولې خبرې ورسره څه معنی لري.

که ولسمشر ته داسې څوک د سولې وړ ښکاري او د خپل لیکل شوي منشور له ټولو برخو لومړی سوله کوي د حکومت او ولس دواړو پر وړاندې د شته ننګونو دومدار پاتې کول دي ځکه هر کله چې له وسله والو د سولې غوښتنه شوې هغوی خپلو افغان دښمنه هڅو ته دوام ورکړی که بیا هم له هغوی سره په سولې ټینګار کیږي په دې معنی ده چې موجوده حکومت د وخت تېرولو هڅه کوي او دافغان بچیانو وینه تویدل ورته ارزښت نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply