ماشومان ولې دروغ وايي؟ / ژباړن: محب الله آرمل

0 1,911

تر اوسه مې له هېڅ مور و پلار نه دي اورېدلي چې زوی يې دروغ نه وايي. اصل کې دروغ ويل يو مهارت دی چې ټول ماشومان يې زده کوي، د ماشوم د دروغو لپاره ځينې دلايل شته چې يادونه به يې وشي.

کله ماشوم دروغ وايي ؟

د عمر تر درېيو کلونو پورې ماشوم ته دا خبره کوم ارزښت نه لري چې دوروغ وايي که ريښتيا وايي، په دې توپير هم نه پوهپږي چې دورغ ويل ښه کار دی که بد، بلکې چې څه يې ذهن ته ورځي وايي يې. تر څلور کلنۍ پورې ماشوم نه شي درک کولی چې ريښتيا کوم دي او دروغ څنګه دي، ماشوم چې د پياوړي تخيل څښتن دی او تجربه يې کمه ده يوازې خپل زده وايي هغه که دروغ وي يا ريښتيا.

ماشوم ته چې کيسې وايو فکر کوي دا هرڅه ريښتيا دي او څه چې په کيسو کې زده کوي هغه ذهن ته سپاري، خو کورنۍ کولی شي ماشوم ته د کيسو په محتوياتو او مفاهمو خبرې وکړي، تر څو ماشوم ورو ورو د خيال او حقيقت او بيا د ريښتيا او دروغو توپير ته متوجه شي.

که ماشوم د دې لپاره دروغ وايي چې له ستونزې سره مخامخ نه شي، يا ستاسې پاملرنه جذب کړي، ځان نا ګمانه وا چوئ تر څو خپله پو شي چې ښه کار نه کوي، په ډاډ ورته وواياست چې موږ بايد تل ريښتيا ووايو، چې هېڅ وخت مو له ستونزې سره نه مخ کوي. کله چې ماشوم ريښتيا وايي لازمه ده تشويق شي تر څو و هڅيږي او په ريښتيا ويلو عادت شي.

کله چې ماشوم ښوونځی پيلوي ډېره هڅه يې دا وي چې د مور و پلار د خوښې کار تر سره کړي، دغه وخت فکر کوي چې که ريښتيا ووايي ممکن مور پلار خوشاله نه شي نو په څه نا څه دروغو باندې پيل کوي.

تر اووه کلنۍ وروسته ماشوم ورو ورو پوهيږي چې دروغ ويل ښه کار نه دی، په لس کلنۍ کې ماشوم کولی شي د ريښتيا او دروغو د تشخيص حس پيا وړی کړي. والدينو ته لازمه ده ماشوم ته داسې روحيه ورکړي چې د دورغو ويلو ته ځان اړه ونه ويني.

ماشوم د لاندې دلايلو په آساس دروغ وايي

۱ ـ کله چې ناسم کار وکړي، د دې لپاره دروغ وايي چې د مور يا پلار لخوا تهديد نه شي.

۲ ـ ماشوم د هغه څه د تر لاسه کولو لپاره هم دروغ وايي چې غواړي تر لاسه يې کړي.

۳ ـ نور اغېزمنول هم د ماشوم آرزو ده او ددې کار لپاره اکثره وخت دروغ ويل ورته مناسب ښکاري.

۴ ـ ماشوم لومړی په ځان زيات باور لري، خو ورو ورو يې دغه حس زيان وينې، په همدې اساس اکثره وخت ماشوم غواړي ځان لوی وښيي او دروغ وايي.

۵ ـ کله چې له والدينو دروغ اوري دوی يې هم وايي.

ماشومان د مور و پلار ټول کړه وړ وينې او زده کوي يې، مشهور وينا ده چې « ماشوم هغه څه نه کوي چې مور و پلار يې ورته توصيه کوي بلکې هغه څه کوي چې مور او پلار يې تر سره کوي »

د ماشوم دروغ به څنګه پېژنو ؟

د دې سوال ځواب آسانه نه دی ځکه ماشومان له يو بل سره توپير لري، خو ځينې لار چار شته چې په مرسته يې د ماشوم ريښتيا او دروغ معلومولی شو.

۱ ـ د ماشوم څېرې ته په ځير وګورئ، کله چې ماشوم دروغ وايي عصباني او وارخطا وي، برعکس د ريښتيا ويلو پر مهال آرام وي.

۲ ـ بې معنې خبرې، ماشوم اکثره وخت داسې خبرې هم کوي چې سړی يې په اصلي هدف نه پوهيږي، دغسې خبرې چې پوره رښتيا نه وي، په دروغو څه نا څه دلالت کولی شي.

۳ ـ منطق : سر په سر دورغ ويل ماشوم اړ کوي چې يو مخی هم ځانته وګوري چې د ده خبرې تائيد کړي، د ماشوم د دروغو يوه بله نښه دا ده چې خبرې يې ضد نقیض او ګډې وډې وي.

دروغ بايد څه وخت جدي وګڼل شي ؟

دروغ ويل يوه اساسي ستونزه ده. ماشوم نه غواړي د کمترۍ له تجربې سره مخ شي، ماشوم خپله ماتې نه مني او همدا مسايل يې دروغو ته اړباسي. ځينې وخت کېدای شي ماشوم يو څه ته اړتيا ولري او د بل د توجه د جلب په خاطر دروغ ووايي. تاسې ته د والدينو په حيث اړينه ده چې د ماشوم ريښتيا او دروغ معلوم کړئ، چې په کومه کچه او کوم اساس يې وايي. تر آته کلنۍ وروسته د ماشوم دروغ ويل يوه ستونزه ده چې بايد د کورنيو له خوا جدي ونيول شي.

شرايطو ته په کتو لاندې لارې چارې شته چې د دروغو د مخنيوي لپاره يې کارولی شئ

۱ ـ خپلو ماشوماتو ته هېڅ وخت دروغجن خطاب مه کوئ، ځکه کېدای شي ستاسې په همدې خبر عمل وکړي او دروغ ويل يې عادت وګرځي.

۲ ـ تر آته کلنې وروسته د ماشوم دروغ بابېزه مه ګڼئ.

۳ ـ له ماشوم سره ريښتنی چلند وکړئ ، ماشوم اکثره وخت مصلحتي دروغ وايي، يانې داسې دروغ چې کوم بل ملاتړی هم ولري.

۴ ـ د کيسو په اړه له ماشوم سره بحث وکړئ، تر څو پوشي چې دا ستانونه د خيال زېږنده دي او سل په سلو حقيقت نه لري، آته کلن ماشوم دا درک کولی شي چې کيسه د واقعيت تمثيل دی، خو واقعيت نه دی.

۵ ـ که مو ماشوم ته ويلي وي، چې ريښتيا ويل ستونزه نه پېښوي نو صادقانه چلندونه يې مه ګواښئ.

۶ ـ له ماشوم داسې پوښتنې مه کوئ چې تر استعداد يې لوړې وي او د ځواب لپاره يې د دروغو ويلو ته ځان اړ وويني.

۷ ـ که مو ماشوم د نوې ځوانۍ په درشل کې وي، په دې يې آګاه کړئ چې دروغ ويل يې شخصيت ته زيان اړوي او خلک يې په خبرو باور نه کوي، د هغه شپون کيسه چې څو ځله يې د کلي خلک په دروغو د مرستې لپاره ورغوښتی وو چې ګواکي په رمه لېوان ګډ دي، خو چې کليوال به ورغلل، د شپون خبره به دروغ وه ، بله ورځ چې په رمه ریښتيا لېوان پېښ شول او شپون هرڅو چيغې وکړې چې رمه لېوانو وداړله ، کليوالو باور ونه کړ، دوی فکر کاوه شپون بيا دروغ وايي. دا او دې ته ورته کيسې ماشومانو ته وواياست.

۸ ـ په کومه مسئله کې چې ستاسې ماشومان دروغ وايي د هماغه مسئلې په باره کې فکر وکړئ او د ماشوم دروغ پکې معلوم کړئ.

۹ ـ په دروغو ماشوم ته جزا ورکړئ، د درغو په عيبونو او زيانونو بحثونه ورسره وکړئ.

۱۰ ـ د ماشوم ريښتيا ويل و ستاييئ .

۱۱ ـ دا ستاسې دنده ده چې له ماشوم مرسته وکړئ تر څو دروغ ويل ورو ورو هېر کړي.

۱۲ ـ داسې فضا را منځته کړئ ، چې ماشوم مو خپل ټول احساسات پرته له وېرې بيان کړای شي، په ريښتيا ويلو يې تشويق کړئ او د هغو په ځان باور پياوړی کړئ.

۱۳۹۶ – ۷ – ۱۷

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply