لنډی او لنډپاری

0 1,232

ولسمشر ټرمپ د شمالي کوريا له توغندويي تجربو دومره پر زړه نه ده خوړلې لکه کېم جونګ اون چې د «لېوني بوډا» په پېغور سوځولی دی.
د ژبې دغه ګوزار نېغ د ولسمشر ټرمپ پر زړه لګېدلی، ځکه خو يې نور ټپونه له ياده وتلي او د همدغه زخم څټلو ته يې ژبه را ايستلې ده.

د خبرو دغه زخم له ده خپلې ټولې ګواښنې او خبرداري هېر کړي، ځکه خو اوس دا نه وايي چې د کېم جونګ سابه به ور په مالګه کړي، يا به د امريکا په يوه ګوزار د شمالي کوريا ډيکټېټر رژيم د تاريخ برخه وګرځوي.

ځکه خو اوس له شمالي کوريا او خپله کېم جونګ سره روغې جوړې او د خبرو اړتيا ته ورګرځېدلی، له همدې ځايه د خپل کرکټر او مزاج پر خلاف وايي، ده کېم جونګ لنډی او پنډ نه دی بللی، نو ده څنګه زه زوړ بللی يم؟
يو څوک د قد او ونې له امله لنډی يا مندری باله شي، خو د نورو که څه هم ونې ښې اوږدې اوسي، خو لنډيان يا لنډپاري را خېژي چې د ونې له لنډي خطرناک وي.
مرحوم غني خان لنډی د سخوندر په مانا را اخيستی؛
بابا وې غني سړی شه جېل ته ولاړ شه
غني وې بابا لنډی نه دی د خټو

په نارينه‌وو کې ټرمپ ښايي لومړنی يا يوازېنی کس وي چې د عمر په اړه دومره حساس راوځي، که نه دغه ستونزه ښځينه‌وو ته پېښه ده، يوازې د ښځينه‌وو ځانګړتيا يا کمزوري پېژندل شوې ده.
داسې ګڼل کېده چې که ولسمشر ټرمپ له کېم جونګ اون سره په ناندريو کښېوزي، ماشوم به يې ياد کړي او په لويه تنه به له يوه ماشوم يا ژڼکي سره ځان په يوه جوال کې نه اچوي.

دلته چې په موږ کې کوم ژڼی د کار خبره وکړي، ماښوم يې ګڼي او وينا يې د نوټس وړ نه بولي چې له مشر سپين‌ږيري دغسې کومه خبره واوري اپلتې ورته ښکاري، ځکه خو دلته د کار خبرې يا چارې ته غوږ نه‌شي نيول کېدای.
له ګدا تر پاچا دغه احساس زموږ ټولنيز حقيقت ګرځېدلی، ولسمشر غني هم له دې څخه مستثنا نه دی، ځکه خو ځان عقل کل ورته ښکاري، د نورو خبرو ته يوازې ګوري، له اورېدو يې عاجز دی.

د رولا خبرې چې د سر او زړه په غوږو اورېدلای شي، هغه د مړې ګېډې پاړسي ورته غږوي، ځکه خو دی يوازې د خبرو له ليدو څه تر لاسه کولای شي.
کېم جونګ اون د ډېری ځوانانو فېن دی، د ده د وېښتانو سټايل نن سبا يو منلی موډ ګرځېدلی، په دې سربېره دی د مزاحمت سيمبول هم پېژندل شوی.

په نړۍ کې يوازېنی ولسمشر دی چې له امريکا سره يې له ډغرې پښې نه رپي، داسې نه دی لکه القاعده او دا نور اورپکي چې زور دې د ملخ، ورځې پر مخ!
دی له امريکا سره خپل زور برابر ګڼي، يا يې د برابرولو په هڅه کې دی.
د پاړسي يکې بګو دو تا بشنو همدې ته وايي. که نه د شوروي اتحاد او کمونيزم تر نړېدو وروسته د امريکا سترګه له چا نه‌‎ سوځېده.

په امريکا کې که کوم مسلمان په جرم او جنايت کې ښکېل شي، له واره د مذهبي ترهګري او اورپکي دوسيه پسې را وباسي، خو که کوم سپين پوټکی لسګونه کسان ووژني، د ډاکټر او روغتون پر ځای، ټرمپ د عصبي ناروغ او لېونتوب تصديق ور لاسليک کړی وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply