د یوه انبور پلاس اړتیا / نعیم فیصل

0 1,276

په یو شمېر ولایتونو کې هېوادوالو د ډېورنډ تورې کرښې په اوږدو کې د پاکستان حکومت له خوا د اغزن تار غځولو پر وړاندې لاریونونه کړي يا وکړل او په دې شعارونو چې «موږ ډېورنډ کرښه نه منو! که حکومت یې مخنیوی و نه کړي؛ نو ولس ته دې اجازه ورکړي چې مخه یې ونیسي!» بدرګه کوي.

دې بااحساسه لاریونوالو ته دېافرین وي چې لږ تر لږه خپل یوه ورځ وخت خو د وطن‌پالنې په پار په لاریونونو کې تېروي او لږترلږه خپل غږ خو نړیوالو ته رسوي چې ولس د پاکستان د دسیسو پر وړاندې حساس دی.

ما پخوا دا خبره کړې وه چې زموږ تاریخي دوښمن، «بريټانیا» د افغانستان پر ضد په هره سیاسي توطیه کې له پاکستان سره لاس يوکوي او په تېرو اولسو کلو کې یې زیاته ملګرتیا ورسره کړې ده. اوس خو پوره په ثبوت ورسېده چې پهکابل کې د بريټانیا سفیر په ډاګه وویل چې ډېورنډ کرښه دوی ته د یوې رسمي پولې حیثیت لري.

لاریونوالو ته وایم چې د ډېورنډ کرښې لهپاره له حکومته اجازه مه غواړئ او نه حکومت دا مهال په داسې موقف کې دی چې پر ډېورنډ کرښه اعتراض وکړي. اصلاً نه غواړي چې پر ځان عریضه وکړي.

حکومت ځکه پر ډېورنډکرښه خپل سر نه ګروي چې ملګرو ملتو پخوا دا ډول معاهدې او تړونونه لغوه اعلان کړي دي او دا هم مه هېروئ چې د ډېورنډ کرښې د تړون او یا هم معاهدې هيڅ ثبوت نه‌شته.

د اغزن تار په غځولو او په اوږدو کې یې د ویالې کاږلو هدف دا دی چې پر ډېورنډ کرښه باندې د دولت په کچه غږ پورته شي او پاکستان او بريټانیا یو ځل بیا په خړو اوبو کې ماهیان ونیسي.

ولسمشر اشرف غني چې په پکتیا کې د روان کال د اکټوبر د اوولسمې له چاودنې وروسته، د اکټوبر په یوویشتمه دغه ولایت ته د شهیدانو او ټپیانو له وارثانو سره غمشریکۍ ته تللی و، په غونډه کې په ډاګه وویل چې د اغزن تار د لېرې کولو لهپاره یوازې یو انبور «پلاس» په کار دی.

له دې په ډاګه شوه چې ولسمشر ولس ته اجازه ورکړې ده چې تاسې خپل کار کوئ، دا ځکه چې دا د ولس حق دی، نه د دولتونو یا حکومتونو.
که احیاناً دولت وغواړي چې د ډېورنډ کرښې په باره کې د پاکستان حکومت او یا له ملګرو ملتو سره وغږېږي، موږ «ولس» یې باید په کلکه مخنیوی وکړو. موږ باید له دولته یوازې دا وغواړو چې د اغزن تار د پرې کولو پر مهال که د پاکستان حکومت موږ ته زیان اړاوه، زموږ دفاع دې وکړي. ځکه پر دولت باندې دا زموږ حق دی.

نه یوازې زموږ بلکې د پورې غاړې پښتانه هم که چېرې د اغزن تار د لېرې کولو پر مهال د پاکستان حکومت له ګواښ یا خطر سره مخ کېږي، باید چې زموږ دولت یې مخه ونیسي.
زه له افغانستانه بېلې شوې ټوټې «پښتونخوا» ته هيڅکله د خیبر پښتونخوا نوم نه کاروم، زه یې مقبوضه پښتونخوا یا مقبوضه افغانستان بولم.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply