ناورکړې نجونې دې دغه تېروتنې نه کوي

0 1,962

په ګډ ژوند کې ځینې تېروتنې زیان اړوي او په یوه او بل نامه یې عملي کول د ژوند په بیه تمامېږي چې پام ورته په کار دی .
زموږ په ټولنه کې ځینې ناوړه دودونه او محدودیتونه نور مخ په ماتېدو دي، خو اوس هم ځینې خبرې شته چې ځوانان او پېغلې یې عملي کوي او دا د دوی د ژوند لويې تېروتنې دي.

• خپل واک نورو ته ورکول
دا یوه لویه تېروتنه ده چې د یو ناوړه دود په توګه اوس هم په افغاني ټولنه کې عملي کېږي، پېغلې د خپل انتخاب حق نه لري او خپل فردي حق نورو ته بښي. که په رضا وي خپل کار یې دی، خو دا مالوم حقیقت دی چې رضا پکې نه مراعاتېږي. کورنۍ د واده لهپاره هلک او نجلۍ ته شرایط ږدي او په تېره بيا نجونې مجبورې دي هغه ومني او له منلو پرته یې بله لاره نه ویني.

• د نورو تجربې کټ مټ کاپي کول
د ژوند اساس تجربه ده، خو کټ مټ د نورو د ښو او بدو تجربو کاپي کول ګډ ژوند ته زیان اړوي او د یو اړخ په توګه باید تاسې خپله هم حق ولرئ چې د تجربو تر منځ لیکه را و کاږئ.

• د خاوند په انتخاب کې ډېر دقت نه کوي
وروسته له هغې چې پېغلو ته د خپل خاوند د انتخاب حق هم ورکړل شي د هغه په اړه ډېره پلټنه نه کوي او په یوه او بله خبره تېروځي او په دې ډول ډېری وخت خپل ګډ ژوند اور ته غورځوي. په همدې اساس کېدای شي کله یو مناسب خواستګار ته هم د همدغې بې‌غورۍ له وجې ځواب ورکړي او دا د ژوند لویه تېروتنه ده.

• بې‌ځایه شرمېدل
د ژوند د یو مناسب ملګري د انتخاب لهپاره اسلام تاسې ته اصول او چوکاټونه در په ګوته کوي. ډېری نجونې د یو مناسب خواستګار په تمه وي، خو کله چې یې وخت را ورسېږي، بې‌ځایه شرم یې د منتخب کس په اړه دوه زړې کړې او د ژوند یو لوی چانس بايلي.

دا جرات ولرئ چې کله مو په نظر او تر څېړنې وروسته د خپل خواستګار په اړه مالومات تر لاسه کړل، اقدام وکړئ او هلته د هيچا فرمایشونو ته ځای نه پاتېږي.

• په دفتري کارونو کې ډېر مصروفیت
یو شمېر نجونې چې په دفترونو کې کار کوي، خپل کار ته دومره لومړیتوب ورکوي چې د ژوند دا مهم پړاو یې له سره له ياده وتلی وي. سره له دې چې د ګډ ژوند لهپاره ټول شرایط پوره کولای شي، خو د همدغې ناپامۍ له وجې مجرده پاتېږي او دا دردونکی حالت دی.

• تجربې سم نه تفکیک کوي
د خپلې کورنۍ او چم، ګاونډ یوه بله بده پېښه د خپل ګډ ژوند لهپاره اساس ګرځوي او غواړي په هماغو پخوانیو تجربو مخ ولاړې شي، حال دا چې پخواني او اوسني شرایط فرق لري، د ا کار اشتباه ده، ځکه د ښو او بدو تجربو تر منځ تفکیک ضروري دی.

• فکر کوي چې نور یې وخت تېر شو
په قسمت سربېره تدبیر او هڅه شرط دی، خو ځینې نجونې چې یو څه وخت مجردې پاتې شي، فکر کوي چې نور یې وخت تېر دی او له ژونده لاس اخلي. دوی چې خپلې همزولې ویني چې اوس اولادونه لري، زړونه یې ښويېږي او دا د ژوند لویه تېروتنه ده. هر وخت ستاسې وخت دی، خو که چانس مو پیدا کړ، مناسب اقدام وکړئ او له احتیاط سره زړه‌ورتوب هيڅکله مه هېروئ .

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply