د طالبي لښکر مجاهد د جهاد په مهال، لوګر/ نجیب ننګیال

0 1,012

عباسي خلافت د مسلمانانو د شان او شوکت زمانه وه. طب، کیمیا، فزیک، هندسه، فلکیات، فلسفه،…… او ریسرچ کې د مسلمانانو نوم و. یواځینۍ سهوه یې دا وه چې د خلافت د پولو څخه دفاع هغسې چې لازمه وه، نه یې وه سنجولې. چنګېزیانو برید وکړ. په لکونو خلک یې ووژل. هر څه یې تالا کړل. ښارونه یې وسوځول. خو تاریخ پوهانو ته تر ټولو ډېر درد د بغداد او کوفې ریسرچ لایبریریانو ور وستی. ځکه هغه په لکونو کتابونه چې د دغو ښارونو په کتابتونو کې پراته و، د ټول انسانیت امانت و. شاید نړۍ د هغو په اساس ډېر ژر پرمختګ کړی وای. چنګېز تر ننه د خلکو په فکر کې یو نهایي وحشي او تاریک ذهنه سړی منعکس شوی. چې د ژوند، فرهنګ، علم او هوساینې دښمن و. په وینو روږدی و او زړه یې تر فولادو کلک و.

د دې عکس په لیدو مې ذهن شاوخوا ۱۰۰۰ کاله شاته ولاړ. ته وا دا د لوګر ښوونځی نه دی. بغداد دی او د عباسي خلافت کتابتون. دا طالب نه دی، د هلاکوخان لښکر دی او په لوټ و تالان لګیا دی. رڼاوې وژني او ښارونه نړوي.

طالبه! تاریخ که نور هیڅ در پسې ونه لیکي. یواځې همدا عکس دې په پوره امانت محفوظ کړي، نو کفایت کوي چې د دې وطن راتلونکي نسلونه لاړې در تف کړي.

د اطلاعاتو و فرهنګ مسئولینو! دا انځور په ښه کیفیت چاپ کړئ. د هېواد ټولو میوزیمونو کې یې وساتئ. پرې ولیکئ:

“د طالبي لښکر مجاهد د جهاد په مهال، لوګر، ابتدایه ښوونځی، د ۲۰۱۷ م د نومبر ۱۵ مه”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply