دهغه حکایت!/ د. صلاح الدین سعیدي

0 674

تاریخ عربي كليمه ده او تحت اللفظي مانا يې سنه او نېټه او انګلیسي کې د کرونولوژي یعنې سنه نګاري مانا ورکوي او یا ورته نږدې ده. کرونولوژي او سنه نګاري كه تحت اللفظي مانا واخيستل شي انګلیسي کې کرونولوژي یعنې سنه نګاري وايي. تاریخ ته په واقعي مفهو م واقعي د كلیمې ته انګلیسي کې هیستوري وایي. هیستوري له دوه انګلیسی کلیمو یعنې hisهیز= د هغه او Story ستوري= یعنې قصه . دواړه جمع کړو نو بیا کیږي د هغه قصه او یا د هغه حکایت= هیز ستوري چې په مرور د زمان هیستوري History شوې ده. دا د هغه قصې، حکایت او حافظې له تأریخه حد اقل حد اقل دوې دي. د استعمار ګر ، حاکم، جابر، دیسانت شوي، دیکتاتور …له خولې اوله قلمه ویل شوای او یا لیکل شوای تأریخ او د مستعمرې، مظلوم او زبیښل شوي ملت تأریخ او د تأریخ حافظه. په انګلستان په روستۍ لسیزه کې یو وخت د داخلې وزیر ددې هېواد یو سیاسي مخکښ د کنزرواتیف حزب غړی و ټاکل شو. ددغه کس نوم دیوید بلنکیت او دی په دواړو سترګو مادر زاد ړوند وه. له ده څخه په یوه رادیویی مصاحبه کې پوښتنه وشوه چې تاسې څه وخت پوه شوی. چې تاسې وړانده یاست. ده وویلې زه نه پوهېدم چې زه ړوند یم، ترهغه چې ماته وویل شول چې تع ړوند یې او بیا پوه شوم چې ړوند یم او دلته بینایان هم شته چې شیان ویني. ددې قصې او حکایت او د تأریخ د اصطلاح نه تشریحات مطلب دادی چې مونږ ته په کار ده یو سلسله حقایق او د هغو منطق. عیني ومنو. پوه شو چې یو شمېر خلکو ته حقایق لیدل هم سخت کار دی. دا باید ومنو چې حقایق غیر زمونږ د حقایقو هم شته. تعهد ولرو چې په صادقانه ‌‌‌‌‌‌ډول په خپلو حقایقو باور لرم او هره لحظه چې د نورو د حقایقو استدلال راته مالوم شو بدون له ترس او تعصبه هغه منو او خپلوو. د سیکولار سیاست مبلغین او له خپل ځانه قهرمان جوړول او له تېرو 17 کلو ناکام حاکمیت نه ځان ته برائت هڅه او د کادری حق تلفیو، د عوایدو او مرستو حیف او میل او د بې ځایه وینو توییدو پړه او په افغانستان کې د غیر متوازن انکشاف او د قانون عام نه تطبیق او … تخلفاتو کې جناب سپنتا او نور ټول حکام شریک او هریو یې خپل مس‌ؤولیت او برخه لري. دا ورته ويل پکار دي. دا قبلول پکار دي او دې‌ مسوولیت نه څوک کم و بیش په حاکمه ‌‌‌‌‌‌ډله کې ځان نه شي خلاصولای. له تېرو ته زده ګړه او د تېرو په یاد لرل د عدم تکرار لپاره او نه د انتقام او نفرت لپاره، یو ضروري کار دی. الهی مونږ ته د نیکۍ هدایت وکړې. آمین

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply