ولسي جرګې ټاکنې به راتلونکی کال ترسره شي او که څنګه؟/ حمیدالله فیضي

0 690

که څه هم  د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړی دی چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالی لري او تخنیکي او عملیاتي چارو د پیلیدا په موخه طرحې او تګ لارې جوړې شوې دي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوې خبري ناستې په ترڅ کې اعلان وکړ چې راتلونکی ۱۳۹۷کال، د چنګاښ پر۱۶ نیټه به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره شي. تر دې وړاندې افغان حکومت ویلي ول، چې ټاکنې به په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې ترسره شي، خو دې اعلان پایله ورنکړه او ټاکنې بیاځلي وځنډیدې. د ټاکنو خپلواک کمیسیون په وینا دا وار به ټاکنې د افغانستان له خپلې بودیجې سمبالېږي او دولت ورته بشپړ تیاری نیولی دی، ځکه وړاندې تر دې ټاکنې د بهرنیو مرستو پرمټ وې. دا وار کمیسیون وار له مخه خبرداری ورکړ چې د لاس وهنو مخنیوی به کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون څرګنده کړې چې بیا هم د رایې ورکونې لپاره کاغذي کارتونه ویشل کیږي او د ولسي جرګې ټاکنې به الکټرونیکي سیستم څخه ګټه نه اخیستل کیږي او د ټاکنو د کارت ترلاسه کولو لپاره به بیا له کاغذي سیستم څخه ګټه پورته کړي او نشي کولی چې د رایې ورکونې ټول سیستم بریښنایې کړي، خو د کاغذي سیستم د جوړولو لپاره طرحې او پلانونه جوړ شوي او چمتوالی نیول شوی دی.

افغانان د ټاکنو خپلواک کمیسیون کړنو او د هېواد د امنیتي حالاتو په پام کې نیولو سره څرګندوي، چې راتلونکې ولسي جرګې ټاکنې به بیا هم د زور واکانو له خوا له درغلیو او ستونزو سره لاس او ګریوان وي، خو لاهم لا تردې مهاله په څرګند ډول معلومه نه ده چې راتلونکې ټاکنې به واقعا د ۱۳۹۷ کال، د چنګاښ په ۱۷ ترسره شي.

ډيرۍ افغانان د بریښنایې پيژند پاڼو نشتوالی، د نا امنۍ زیاتیدا، د ټاکنو په اړه د عامو خلکو د ذهنیت خرابیدا، د وسله والو ډلو ګواښونه، د بې اعتمادۍ او بې باورۍ د فضا زیاتوالی او د سیمې او د نړۍ د ځينو هېوادونو له خوا د افغانستان په کورنیو چارو کې دخالت هغه ستونزې دي چې واقعا راتلونکې ټاکنې به په خپل وخت ترسره نشي او د دې ترڅنګ که ترسره هم شي خلکو ته به د منلو وړ نه وي.

اوس چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي ټاکل شوي باید هڅه وکړي چې د پورتنیو ستونزو د هواریدا په موخه جدې هلې ځلې ترسره کړي. دیادونې وړ ده چې د ځینو ستونزو له کبله د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر نجیب الله احمدزی استعفا وکړه او اوس یې بېلابېل غبرګونونه را پارولي، ځینې یې د افغان حکومت له خوا د فشارونو له کبله بولي خو ځینې نور یې بیا دا استعفا د ملي یووالي حکومت غوښتنو او د ټاکنو په اړه د دوی د نظریاتو د نه پلي کیدا لامل بولي. په هر صورت که د ملي یووالي حکومت په افغانستان کې د مشروع نظام د جوړیدا لپاره چمتوالی لري باید هڅه وشي چې ژر ترژره د ټاکنو خپلواک کمیسیون لپاره مشر وټاکل شي.

داچې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکي به څومره پیاوړي وي او واقعا د درغلۍ په مبارزه کې به زور واکان لاندې کړي که څنګه؟ دا هغه پوښتنه ده چې لاهم د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو نه ده ثابته کړې چې کولی شي د حکومتي چارواکو له نفوذ پرته ټاکنې ترسره کړي، ځکه د دوی کړنو ته په کتو سل په سلو کې جدې نه ښکاري او تردې مهاله یې داسې یو نوښت وړاندې نه کړ چې ثابته کړي راتلونکې ټاکنې به رڼې، عادلانه او سراسري وي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ  په تشریفاتي ډول د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د نېټې د اعلان هرکلی کړی، خو داچې واقعا اراده لري چې ټاکنې ترسره شي که څنګه؟ دا هغه پوښتنه ده چې د وخت په تېریدا او د ولسي جرګې د ټاکنو د نیټې په را رسیدا سره به ځواب ومومي.

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د ۲۴۹ څوکیو لپاره وي چې د هر ولایت د نفوس د انډول په پام کې نیولو سره، نژدې هر ولایت ته څوکۍ ځانګړې شوي دي. د ولایتي شوراګانو د څوکیو شمېر د هماغه ولایت د نفوس د شمېر پر بنسټ ټاکل کېږي. هره ولایتي شورا له ۷ نیولې تر ۳۱ څوکۍ لري.

که څه هم د افغانستان په تاوتریخجن او جګړه ییز حالت کې بیا د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کېږې، چې حتماً  به له ننګونو او ستونزو سره مخ وي، خو د ټاکنو له نه ترسره کیدا څخه بیا هم ستره خبره داده چې ټاکنې ترسره شي او د افغانستان مقننه قوه له نا مشروعیت څخه وژغورل شي.

د افغانستان ولسي جرګه چې کاري موده یې کال وړاندې پای ته رسېدلې د ولسمشرغني په ځانګړي فرمان خپلې چارې مخ ته وړي، خو ډېرو ته اوس هم د نیوکې پلمه ده چې ګواکې ولسي استازي په ناقانونه موده کې کارونه کوي او باید ژر تر ژر ټاکنې وشي.

که دافغانستان اساسي قانون ته پام وشي، نو داساسي قانون په (۳۳) مه ماده کې وايی دافغانستان اتباع د نوماندولو او رایه ورکولو حق لري ، یعني دافغانستان ټول په شرایطوبرابرکسان کولای شي چې هم ځان نوماند کړي اوهم دخپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي. پورته مادې ته په کتنې سره له ورایه ښکاري چې دافغانستان ولسونو ته اساسي قانون حق ورکړي اوخلک کولای شي په پوره قوت له دغه حق څخه ګټه پورته کړي، که اوس مونږ دهېواد دننه حالاتوته وګورونو ځینې کسان اوس هم نه غواړي چې ټولټاکنې ترسره شي، ځکه ځینې وکیلان پوهیږي چې په مشروع توګه ولسي جرګې ته نه بریالي شوي او بیاځلي هم خلک پردوی باور نه کوي، نو لدې امله غواړي چې په بشپړه توګه منفي پاله ووسي.

افغانان له ګواښونو او ستونزو سره سره په هېواد کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کیدا غوښتونکي دي او وایې چې دا ځل نه غواړي داسې ولسي جرګه پرې واکمنه وي چې خپلې ګټې ورته لومړیتوب ولري، بلکې داسې وکیلان او استازي غواړي چې د افغانستان ملي ګټې او ملي ارزښتونو ته درناوی وکړي او  د داسې چاڼ په ترڅ کې وټاکل شي چې واقعا افغانی وي، چې د خلکو د ارادې تمثیلوونکي شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply