د خبیثه حلقې ماتول/ډاکټر عبداللطیف کاکړ

0 515
په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو او په ځانګړي ډول د طالبانو د رژیم له ماتې وروسته چې هېواد ته د مرستو بهیر رامات شو، نو ورسره جوخت یوه خبیثه حلقه چې ټوله تکیه یې په جنګ، فساد او قاچاق وه جوړه شوه.
دغه خبیثه حلقه کرار کرار پختګۍ ته ورسېده او د افغان ولس په ستوني یې خپلې بدمرغه منګولې خښې کړې. د دوی وینه یې وزبېښله او لا یې هم زبېښي. که چېرې ولس او حکومت په ګډه او صادقانه توګه د دغې خبیثه حلقې له بدرنګه منګولو څخه د هېوادوالو په ستوني خښې منګولې نرمې نه کړي او دوی ورڅخه ونه ژغوري، نو هېواد او هېوادوال به مو د ابادۍ، پرمختګ او ښې ورځې مخ ونه ګوري.
ملي یووالي حکومت کوښښ کوي چې د ولسي او سیاسي قشر د ملاتړ او سیمه ییزې اجماع پر مټ د جنګ، فساد او قاچاق پر وړاندې د ټینګې مبارزې له لارې هغه خبیثه حلقه چې د افغانستان د پرمختګ او زموږ د هېوادوالو د سوکالۍ او نېکمرغۍ پر وړاندې اساسي خنډ دی ماته او له مخې لیرې کړي، خو ځینې مغرضې حلقې چې د دغې خبیثه کړۍ لړۍ دي کوښښ کوي چې په دې برخه کې د حکومت هڅې ناکامه کړي، ځکه دوی خپلې شخصي ګټې او د خپلو بانډونو نامشروع ګټې په خطر کې ویني.
دغه بانډونه او کړۍ ځینې مهال د خپلو نامشروع ګټو د خوندیتوب په موخه د فساد پر ضد د حکومت مبارزې ته قومي، سمتي او سیمه ییز رنګ او نوم ورکوي او په دې ډول د خلکو د اذهانو د مغشوشولو کوښښ کوي او حتی ډېر وخت په بې خبرۍ سره خلک د ځان ملګري کوي او  د خپلو مشروع ګټو لپاره یې کاروي.
ولس ته ښایي چې ویښ او هوښیار واوسي او په بې خبرۍ کې د نورو د نامشروع ګټو د خوندیتوب په خاطر د حکومت د هغې مبارزې پر وړاندې خنډ نشي چې د هېواد او ولس د نېکمرغۍ، سوکالۍ او ښه والي په موخه یې پیل کړې ده.
تر هغو چې دغه خبیثه حلقه په ټوله مانا ماته نشي او د هېواد زېرمې چې د ولس د ښېرازۍ او هغوی ته د لومړنیو او اساسي خدمتونو په برابرولو ولګول شي ونه ژغورل شي او د هغوی له شخصي جیبونو را ونه ګرځول شي، نو تر هغو به  هېواد او ولس همدغسې د بدې ورځې خاوندان وي.
د دغې خبیثه حلقې د ماتولوګټوره لاره د حکومت د ملي، اقتصادي او اصلاحاتي برنامو څخه د ولس بشپړ ملاتړ او د حکومت او د ټولنې د ټولو اقشارو او بنسټونو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ زیاتوالی دی. د جنګ، فساد او قاچاق مخنیوی د خبیثه حلقې د ماتولو او په شته ستونزو د برلاسي اساسي لاره او چاره ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply