که مو په ستوني کې د کب اغزی بند شو، داسې وکړئ؟

0 952

کبان به مو ډېر خوړلي وي، په کابل کې په ځينو رسټورانټو کې، د کندهار په دهله کې يا د ننګرهار په درونټه کې او خامخا به مو په ستوني کې د کب اغزی بند شوی وي چې بيا به يې ښه په تکليف کړي ياست، خو راځئ نن په سرخط کې ولولئ چې که بيا داسې وشول، نو څه به کوو؟

وټوخېږئ؛
لومړی کار چې باید وکړئ، په زوره وټوخېږئ او یا هم د پرنجي د راوستو هڅه وکړئ. دا لاره مرسته کولای شي چې لږ تر لږه اغزی له ستوني لېرې کړي.

د زیتونو تېل وڅښئ؛
که ټوخي او یا هم پرنجي کار ور نه کړ، ښه ده چې د زیتونو تېل یوه خوله وڅښئ، ځکه هغه ښه غوړ لري او کولای شي چې ستونی مو غوړ او ژر ترې د ماهي د غوښې لشکه لاندې تېره شي.

سرکه وڅښئ؛
یوه بله غوره لار هم د سرکې څښل دي، خو پام کوئ، ځینې سرکې لکه تېزاب داسې دي، مانا په اندازه او له مېکس سرکې ګټه پورته کړئ.

ډبل ډوډۍ وخورئ؛
ډبل ډوډۍ له ګرمو اوبو او یا هم شیدو سره وخورئ، اغزی لاندې ښکته کولای شي، خو که په دې هم و نه شوه، بیا ښه ده چې ډاکټر ته ولاړ شئ او له یوې طبي لارې ګټه پورته کړئ.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply