تر هر څه وړاندې باید ووایم چې «د ماشومتوب او رسېدلي عمر تر منځ دورې ته ځواني وایي.»
دويم دا چې «د خلکو یوه مطرح شوې ډله چې د یو نظام تر چتر لاندې په یوه مالومه ساحه کې ژوند کوي د قوم یا ملت په نامه یادېږي.»
درېیم «جوړونه» دلته د ماشیني ساختماني جوړولو په مانا نه، بلکې د یو هېواد د راتلونکي په مانا را اخیستل شوې ده.
د هر هېواد راتلونکی د هغو ځوانانو په لاس کی وي چې هغوی د خپل هېواد د ابادي او پرمختګ لهپاره لوړې هیلې او لوړ فکرونه ولري؛ نو که دا ډول ځوانانو ته په اوس کې د هغوی له استعداده د استفادې موقع برابره نهشي او دا موقع په لاس ور نه کړل شي؛ نو د انساني سرچينو غټه ضایع به وي، همدا ډول ځوانان زموږ د یوې روښانه راتلونکې ضمانت کولای شي او خپل هېواد د روښنایي پر لوري رهبري کولای شي.
په لومړي سر کې د ځوانانو تر ټولو لوی مسوولیت دا دی چې غوره زدهکړې وکړي او په راتلونکي کې یو ښه هېوادوال ترې جوړ شي، د دې تر څنګ چې دوی هغه مهارتونو ته چې د هېواد د اقتصاد په جوړولو کې رغنده نقش لري، د زدهکړی ضرورت لري، همدارنګه د هغو موضوعاتو په اړه پوره پوهېدلو، لیکلو، فکر کولو، تحلیل کولو او بحث کولو ته ضرورت لري چې هېواد یې ورسره لاس و ګرېوان وي، نه دا چې یو ځوان د نورو په خبرو، پرېکړو، تحلیل او بحثونو پسې په پټو سترګو روان شي. د ملتونو د کامیابي ټول راز د هغه ملتونو لوستي او بامهارته ځوانان دي، د دوامدارې کامیابي لهپاره حکومت باید ځوانانو ته د عصري زدهکړو او مهارتونو د ړر زده کولو زمینه برابره کړي.
وایي « ځواني د ژوند پسرلی دی» دا د خوبونو او اختراعګانو یوه مرحله ده، ځوانان دا توانایي لري چې یو ملت او راتلونکی نسل یې په یو ښه او غوره ځای کې مقیم کړي. ځوانان هغه مبارزان دي چې په یوه ټولنه کې د شناخت، مساویتوب، بېکوري، بېکاري، استخراج، فقر او داسې نورو هغه مشکلاتو په اړه چې نن نړۍ او په تېره زموږ هېواد ورسره مخامخ دی، مبارزه کوي. ځوانان په نړۍ کې د فرصتونو لهپاره کوښښ کوي چې هر څوک په فردي ډول یو تر بله ښه او غوره ژوند ولري. دوی یوازې او یوازې مثبت مورال او ارزښتونو ته ضرورت لري چې هره کشاله په مثبت ډول سره حل کړي.
بېسوادي په ټوله نړۍ کې موجوده ده، ویل کېږي چې د نړی (۹۰٪) هغه خلک بېسواده دي چې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي او وجه یې په مطلق ډول د سواد یا زدهکړې په اړه بېخبري، همدارنګه د هغه ابتکاراتو کمبود ښوول شوی چې دوی سمې لارې ته رهبري کوي. خو که څوک له دوی سره مرسته کوي هغه به یوازې او یوازې هغه ځوانان وي چې غواړي د هېواد او خلکو اینده یې روښانه شي او د ملتونو په منځ کې پرافتخاره ژوند وکړي.
په ننۍ زمانه کې د ځوانانو نقش د لیدلو وړ دی او باید د نن ورځې ځوانان د سیاست په ډګر کې تر کار لاندې ونیول شي چې په اینده کې په اساني سره ولوبېږي او لوبې وګټلای شي، ځکه چې ځوانان په ټولنیزو حرکاتو کې تر ټولو قوي قوه بلل کېږي. که ځوانانو ته په دې برخه کې موقع ورکړل شي کولای شي د مشکلاتو د حل لار و اوسي او حل يې کړي، د متعهد کېدلو باعث شي، (Racism) یا هم قومپالنه/تعصب هغه موضوع ده چې په نړیواله کچه شته، خو له دغې بدبختي یوازې او یوازې همدا ځوانان ملتونه ژغورلای شي. ځوانان کولای شي چې مختلف قومونه په یو ټغر سره را ټول او د هېواد او خلکو په ګټه یې چارو ته وهڅوي. قومپالنه هغه لویه بدبختي ده چې موږ سره وېشلای او ورک کولای شي؛ نو ځوانان باید په دې برخه محتاط و اوسي او د نورو د شومو دسیسو ښکار نهشي.
مذهب زموږ په ټولنه کې بله موضوع ده چې ډېری بدبخته کړۍ لمن ورته وهي، ځوانان باید په دې برخه کې ټولو پیروانو ته درناوی ولري، په مینه او سوله کې ژوند وکړي، موږ ټول یو یوو! ځینی کوچني اختلافات باید د دې باعث نهشي چې موږ له یو او بله لېرې کړي.
که په یوه ټولنه کې هر ډول جرمي جنایات کېږي که هغه په هره برخه کې وي چې د دغو جنایاتو په له منځه وړلو کې ځوانان خاص نقش لري، ځوانان دا توانایي لري چې پر وړاندې یې مبارزه وکړي چې په خپله ټولنه او هېواد کې مثبت بدلونونه راولي. ځوانان باید دا توانایي ولري چې که چېرې له چالشونو او مشکلاتو سره مخ شي؛ نو مقصد یې خپلو بانفوذه اشخاصو ته مثبت تغييرات راوستل دي او هغو ځوانانو ته چې خپله اینده یې په خطر کې اچولې داسې تدریس ورکړي چې تاسې یې په ژوند کې مثبت رول لوبولای شئ چې بې له وجهې تاسې تعقیب کړي او غوږ درته کښېږدي چې دا کولای شي د یو ښه تعلیم په ارزښت یې پوه کړي.
ځوانان باید هغه باتعلیمه او هوښیار ځوانان چې له زدهکړو سره سره بیا هم بېکاره دي باید په نظر کې ونیول شي او دوی ته د دې زمینه برابره کړي چې خپله وړتیا او ځیرکتیا نړۍ ته پخپله وښیي او له ځانه یو څوک جوړ کړای شي.
په ملت جوړونه کې د ځوانانو نقش ډېر مهم دی، دوی له ستونزو سره ډغره وهلای شي، دوی د ځوانانو او قومونو په منځ کې مثبت تاثیر لري او همدارنګه تر ډېره حده ارزومند وي. دوی دا توانایي لري چې د ځان لهپاره په ټولنه کې شناخت پیدا کړي او ملت ته پرمختګ ورکړي، که څه هم ځوانان دا ټول مسوولیتونه د حکومت له همکارې پرته نهشي کولای، خو د ټولنې د همفکره ځوانانو ملاتړ هم ضروري دی چې دا خاوره د ګلونو په ګلبڼ او د کــــــــــامیــــابیو په میدان بدله کــــــــــړي.
د یو مترقي او هېوادپال ځوان نسل په هیله!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320