د بیت المقدس په اړه لنډ مالومات/ نجم شینواری

0 1,419

د بیت المقدس په اړه لنډ مالومات….یو بیت المقدس دی او بل مسجد اقصی ده،
بیت المقدس ښار دی، چي د اقصی مبارک مسجد او نور دینې مقدسات یا ارزښتونه پکي دې، دا ښار په دوو برخو ویشل شوی یا یادیږي، یو ته يی شرقي او بل ته غربي بیت المقدس وایي،
بیت المقدس ښار ۵۰۰۰ کاله پخوا جوړ شوی دی، ډیر لرغونی ښار دی، اوسمهال په دې ښار کې (  ۹ لکه ، ۶۲ زره) انسانان ژوند کوي،
په دې کې ( ۵ لکه او ۴۲ زره ) یهود دي، او ( ۴ لکه ۲۰ زره ) فلسطینیان دې،
بیت المقدس ښار په یوه غوڼډیز ډوله غرنیزه سیمه اوچت اباد دی، د مدیتراني سمندر نه ۵۴۴ کیلومتره واټن کي او د مړه سمندر نه ۲۳ کیلومتره لرې واټڼ کي پورت دی،
بیت المقدس ښار د فلسطین د لویدیځي څنډې او د اسرایلي دولت په ګډه پوله پورت دی،
د دغه ښار ګڼ تاریخي نومونه هم شته..
« یبوس ( د هغو نوم دی چاچي دا ښار لومړی اباد کړی وو )
« شالیم،
«جورزلیم،  « القدس الشریف،
په بیت المقدس ښار کي ځیني دیني مقدسات ،
لومړی:  مسجد اقصی المبارک، د مسلمانانو لومړۍ قبله او دریم مقدس مسجد ، د مسجد الحرام او مسجد النبوي نه وروسته دریم مقدس ترین مسجد دی،
« دوهم: کنیسة القیامة،  یا د قیامت کلیسا، دا د عیسویانو یا مسیحیانو تر ټولو مقدسه کلیسا ده، د عیسویانو په عقیده عیسی علیه السلام یا المسیح همدلته خښ کړل شوی دی، دا کلیسا د مسیحي دین ټولو ډلو ته تر ټولو مقدسه ده،
« حایط البراق، یا د براق دیوال، دا دیوال مسلمانانو او یهودو دواړو ته دیني ارزښت دی،  په ځینو اسلامې کتابونو کي راغلي چي د اسراء و المعراج په شپه نبي اکرم صلی الله علیه وسلم براق په دې دیوال پوري تړلی وو،
« د یهودو دین کي دا دیوال مقدس دی، د یهودو په عقیده کي دا دي، چی دا دیوال د سلمان علیه السلام د هیکل نه را پاتي دي، یعني د یهودو لومړۍ عبادت ګاه چي سلیمان علیه السلام جوړه کړې وه، یهود د دې دیوال خوا ته راځي او خپل دیني عبادت تر سره کوي، لکه په عکس کې چې تاسي ته ښکاري،
بیت المقدس د ۱۹۱۷ کال نه تر ۱۹۴۷۷ کال پورې د برتانې تر ښکیلاک لاندې وو، پخوا د عثماني خلافت برخه وه،
په ۱۹۴۸ کال د اسرایلو په نامه دولت جوړ شو، او د اسرایلو لومړي صدراعظم  بن غوریون بیت المقدس خپله پلازمینه اعلان کړه، خو بیا هم شرقي بیت المقدس د فلسطینیانو او عربانو سره وو، په ۱۹۶۷ کال عربې هیوادونو په ګډه په اسرایلو پراخه وسلوال برید پیل کړ، چي په پایله کي شرقي قدس هم د اسرایلو تر ښکلاک لاندې شو، چي لا تر ننه د اسرایلو په ولکه کې دی، اسرایل د پخوا نه کوښښ کوي چي بشپړ بیت المقدس ښار خپله يلازمینه کړې، خو تر نیږدي وخت پوري امریکا او نړیوالې ټولنې ورسره نه منله، د اسرایلو او فلسطینیانو په ګڼو تړونونو کې شرقي بیت المقدس د فلسطیني دولت پلازمنه اټکل شوي، د منځني ختیځ لپاره د څلور اړخیزي نړیوالې کمیټي لخوا د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د جوړ جاړي طرحه کي، غربي بیت المقدس د اسرایلو برخه ده او شرقي د فلسطین ، مسجد اقصی هم په شرقي برخه کي راځي، دا طرحه امریکا، اروپا، ملګرو ملتونو منلې او ان د اسرایلو لوي برخي سیاسیونو ته هم د منلو وه، فلسطینیان او عربان يې هم منې، خو په اسرایلو کی سختدریزه ډلې يې نه منې، ورسره د فلسطین ځیني ډلې هم دا طرحه ناسمه بولې…..
فلسطین د امریکا برخلاف ځیني نړیوال ګامونه پورته کړي، لکه د انساني حقوقو په سازمان کې غړیتوب، او د ملګرو ملتونو بشپړ غړیتوب حاصلول، نړیواله محکمه کي غړیتوب او داسي نور ګامونه چي اسرایلو ته ستونزي جوړولی شي…. کیدای شي همدا لاملونه وي او نور چي امریکا داسي کړني ته تیاره شوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply